شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهد ایران خونړیو چاودنو ته د افغان سیاسي څېرو غبرګونونه

د ایران خونړیو چاودنو ته د افغان سیاسي څېرو غبرګونونه

تاند (پنجشنبه، د جدې ۱۴ مه) د ایران په کرمان ښار کې د دغه هېواد د سپاه پاسداران ځواک د مشهور قومندان قاسم سلېماني د څلورمې تلین غونډې پر مراسمو خونړیو چاودنو ته یو شمېر افغان سیاسي څېرو بېلابېل غبرګونونه ښودلي.

له دې ډلې د شمال ټلوالې یو زیات شمېر مشهورو څېرو لکه: عبدالله عبدالله، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عطا محمد نور، احمد مسعود او ګڼو نورو له ایران سره ژوره خواخوږي ښودلې او د چاودنو د غندنې تر څنګ یې په دې ویر کې ځانونه شریک ګڼلي.

د بهرنیو چارو پخواني وزیر رنګین دادفر سپنتا بیا ویلي چې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه باید په سیمه ییزې همغږۍ مخته یوړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل چې ایران د طالبانو په بیا واک ته رسېدو کې د دوی ملاتړی بولي، همدې ټکي ته په اشارې یې ایران مخاطب کړی او دا فارسي متل یې ورته ویلی: «آشش نخواهید خورد ولی از دودش بالاخره کور خواهید شد»!

یو شمېر افغانانو بیا ویلي، چې ډېرې سیاسي څېرې ایران ته د خپلې وفادارۍ د ښودنې لپاره د ډېرې غمرازۍ پيغامونه خپروي.

د دوی په وینا، دغو سیاستوالو په افغانستان کې د روان بشري ناورین د مخنیوي او د خلکو د لاسنیوي لپاره دومره ځان مسوول نه دی بللی لکه د خپلو ملګرو هېوادونو د وفادارۍ تمثیل چې کوي.

د طالبانو رژیم تر اوسه د ایران د دغو پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب