شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهپاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوي لیدنې او د خبرو جزیات یې

پاکستاني چارواکو سره د طالب پلاوي لیدنې او د خبرو جزیات یې

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه)  د طالبانو ذبیح الله مجاهد وايي نن په اسلام اباد کې له پاکستان سره د دوی د رژیم د همغږۍ د ګډې کمېټې شپږمه غونډه ترسره شوه.

مجاهد زیاته کړې چې یاده کمېټه په نوبتي ډول په کابل او اسلام اباد کې غونډې کوي چې د طالب لوري څخه یې مشري د دوی د دفاع وزارت د ستراتیژیکو استخباراتو معین او د کندهار سرپرست والي الحاج ملا محمد شیرین اخند کوي.

د مجاهد په وینا، په دغه ناسته کې د تېرو غونډو په تعقیب د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د احتمالي منازعاتو د هواري او دواړو خواوو ته د پرتو ولسونو لپاره د آسانتیاوو د رامنځته کېدو په تړاو بحثونه شوي او ګټور او اړین تصمیمونه به ونیول شي.

دغه پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزیر عباس جیلاني سره هم لیدلي.

جیلاني په دې اړه له زیاتو جزییاتو پرته لیکلي چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او ښه والي لپاره د لوړې کچې پر مذاکراتو ټینګار شوی.

4 COMMENTS

  1. د پاچا او شهید داود خان په وخت کې به د هیواد د خپلواکۍ جشن د سنبلې د میاشتې په لمړۍ ورځې پیل او د کابل د حضوری چمن او نندارتونو سیمې که به د شپې تر ناوخته خلک ګرځیدل ، هره خواه به رنګارنګ ګروپونه او ښکلا وه څرنګه چې د کابل هوا به هم معتدله وه هر کال به په همدی میاشتې کې یو شمیر پاکستاني اتباع به هم له لاهور او کراچۍ نه کابل ته راغلل او د دې منظرو لیدو ته به حیران او هک پک ول، د جشن سیمی که به د کابل اکثره دکورنۍ غړي به مازیګري په پاکو او منظمو کالیو او پطلونونو سره به ډله ډله د حضوري چمن شاوخواه ګرځیدل ښه مې په یاد ده چې یو ورځ څو تنو پاکستانیان له مانه چې هغه وخت د ښودنځي زده کونکې وم سوال وکړو چې دا ډله ډله خلک چې دلته هاخواه دیخواه ګرځي دا افغانان دي که له اروپائي هیوادونو نه د چشن د لیدو لپاره دلته راغلي ؟

    هغه وخت دوي داسې ول لکه د کلي خلک چې ښار ته راځي او د ښار د خلکو په لیدو حیرانیږي، خبره رانه اوږده شوه ، کله چې ما پاسني انځور ولیده هماغه صحنه می ذهن کې راژوندی شو هغه وخت افغانان لکه د ښارونو خلک او پنجابیان لکه د کلیو او بانډو خلک ول خو اوس که سړی دې انځور ته ځیر شي او د دی کوچی ماما څادر او ناستی ته وګوري فقط باید افسوس وکړي چې د داسی یو هیواد استازی یو پاکستانی لوړ پوړي چارواکي مقابل کې داسې غونج مونج په خجالت ځان څادر کې پټ کړی چې ته به وائې یو مجرم ، قاضی یا څارنوال مقابل کې ناست وي.
    توبه خدایه نور به څه عجایب ووینو

  2. زیړګل صاحب السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.
    نور خو یی څه کوی. دغه ږیری خیریلی نکتایی والا د انګریز حرمونی دغه پټو کی شرمنده ږیره ور ته د شهید داود خان له وخته ترنن پوری اته څلویښت کاله جهاد ورښودلی، جهاد یی څه و؟ مکتب سوځول، دبریښنا دپایو چپه کول، سړک الووزول، جوماتو کی انتحاری، دافغانانو حلالول، دتاریخی اثار ورانول او سل نور رذالتونه اوس څنګه ورته چینګه خوله ناست دی. افغانستان یی وشرماو. اوس هغه وخت راغلی چی راپورونه ورڅخه غواړی او نور حکمونه هم ورته کوی څه خبرعاقبت به یی څه شی؟

  3. الحمدلله نن افغان مشران چې هرځاى ته ځي خپل افغانى لباس يي په تن وي، دا د قووت يو مثال دى

  4. په افغاني لباس کې لاړ شه ، خو پاکو ، منظمو افغاني کالیو کې لکه یو نارینه او متساوي الحقوق شخص په ویاړ او افغانی غرور ورته کینه . تا خو ابرقدرت ته ماته ورکړې نو ولې ځان درته معذور ښکاري؟
    د تا بیرغ چېرته دی؟
    د ملا بلبل څادر او پایڅو ته ګوره ؟
    په مقابل کې جینګ داړی ګوره چې ده ته په څومره حیرانتیا ګوري ؟
    داسې ښکاري چې یو مزدور د بادار په مقابل کې شرمنده او له خجالته ډک ناست وي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب