سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهایران کې د سلېماني تلین غونډه او د لسګونو کسانو مرګ ژوبله

ایران کې د سلېماني تلین غونډه او د لسګونو کسانو مرګ ژوبله

تاند (چارشنبه، د جدې ۱۳ مه) د ایران په کرمان ښار کې نن د دغه هېواد د سپاه پاسداران د پخواني قومندان قاسم سلېماني د څلورمې تلین غونډې پر مراسمو دوو پرله پسې چاودنو تر سلو زیات کسان وژلي او نږدې ۲ سوه نور یې ټپیان کړي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي دا چاودتې ترهګریز بریدونه ګڼلي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.

ایراني رسنیو ویلي چې زیات تلفات دویمې چاودنې له لومړۍ څخه شاوخوا لس دقیقې وروسته واړول.

د قربانیانو او ټپیانو د هویت او پکې د چارواکو د موجودیت او نه موجودیت په اړه څه نه دي ویل شوي.

قاسم سلېماني څلور کاله مخکې د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال ووژل شو.

هغه په سیمه کې د ایران د استخباراتي لوبو مهم لوبغاړی ګڼل کېده.

تېر کال د افغانستان په یو شمېر ولایتونو کې هم د ایران قونسلګریو او نفوذي څېرو د یو شمېر طالب چارواکو په ګډون د نوموړي د تلین غونډې جوړې کړې وې.

د سلېماني پر تلین غونډې د چاودنو مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب