شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپه ملکي او پوځي برخو کې د ملا هبت الله لسګونه نوې...

په ملکي او پوځي برخو کې د ملا هبت الله لسګونه نوې ګمارنې

تاند (پنجشنبه، د جدې ۱۴ مه) د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد د خپل عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده له قوله په بېلابېلو سکتورونو کې د یو شمېر ګومارنو خبر ورکړی.

هغه یو شمېر دا ټاکنې په دې ډول اعلان کړي:

۱ـ د فاریاب ولایت د لومړۍ پلې لواء مخکېنی قومندان مولوي غوث الدین رهبر، د فراه ولایت د والي په توګه.
۲ـ د هرات ولایت مخکېنی ښاروال حاجي عبدالرازق راشد، د بلخ ولایت د امنیه قومندان په توګه.
‏۳ـ د بلخ ولایت مخکېنی امنیه قومندان ملا عبدالظاهر مدثر، د نیمروز ولایت د امنیه قومندان په توګه.
۴ـ د کندهار مخکېنی ښاروال ملا نعمت الله حسن، د هرات د ښاروال په توګه.
۵ ـ د کندهار ولایت مخکېنی مستوفي ملا حکمت الله، د کندهار د ښاروال په توګه.
‏۶ـ د کندهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مخکنی رئیس حافظ نور احمد سعید، د همدې ولایت د مستوفي په توګه وټاکل شول.

۱٫ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکنی رئیس ارکان ملا عبدالرزاق؛ د همدې قول اردو د مرستیال په توګه.
۲٫ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې سرحدي لواء مخکنی قومندان؛ مولوي محمد منصور؛ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو د رئیس ارکان په توګه.
۳٫ د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د اوپراسیون ریاست مخکنی لومړی مرستیال ملا عبدالکریم نافذ؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د مرستیال په توګه.
۴٫ مولوي سید احمد احمدي؛ د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د اوپراسیون ریاست د لومړي مرستیال په توګه.
۵٫ د فراه ولایت مخکنی والي مولوي نور محمد روحاني؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د شپږمې سرحدي لواء د قومندان په توګه.
۶٫ د نیمروز ولایت مخکنی امنیه قومندان ملا سردار محمد ایوبي؛ د ۲۱۵ العزم قول اردو د درېیمې لواء د قومندان په توګه.
۷٫ د ۲۰۷ الفاروق قول اردو مخکنی مرستیال؛ ملا عبدالشکور بریالی؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه.
۸٫ د ۲۱۵ العزم قول اردو د درېیمې لواء مخکنی قومندان ملا محمد نسیم زرقاوي؛ د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه.
۹٫ د ۲۰۵ البدر قول اردو د دوهمې لواء مخکنی قومندان ملا نیک محمد ملنګ؛ د ۲۱۷ عمري قول اردو د رېیمې لواء د قومندان په توګه.
۱۰٫ د ۲۰۵ البدر قول اردو د څلورمې پلي لواء مخکنی قومندان مولوي عبدالجبار؛ د همدې قول اردو د درېیمې سرحدي لواء د قومندان په توګه.
۱۱٫ د ۲۰۵ البدر قول اردو د درېیمې سرحدي لواء مخکنی قومندان ملا نقیب الله؛ د همدې قول اردو د څلورمې پلي لواء د قومندان په توګه.
۱۲٫ د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ لواء مخکنی سرپرست ملا امین الله زبیر؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لومړۍ پلي لواء د قومندان په توګه.
۱۳٫ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان ملا محمد نذیر؛ د همدې قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه.
۱۴٫ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د دوهمې پلي لواء مخکنی قومندان مولوي امین الله؛ د همدې قول اردو د درېیمې لواء د قومندان په توګه.
۱۵٫ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د درېیمې لواء مخکنی قومندان ملا مجاهد محمود؛ د ۲۲۱ شهید افتاب فرقې د لومړۍ لواء د قومندان په توګه.
۱۶٫ د ملي دفاع وزارت د پېژنتون ریاست مخکنی فعال احتیاط مولوي علاؤالدین نصرت؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د څلورمې پلي لواء د قومندان په توګه.
۱۷٫ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د څلورمې پلي لواء مخکنی قومندان شیرین اقا؛ د همدې لواء د رئیس ارکان په توګه.
۱۸٫ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې لواء مخکنی قومندان مولوي روح الله وثیق؛ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پنځمې لواء د قومندان په توګه.
۱۹٫ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د درېیمې پلي لواء مخکني قومندان مولوي محمد نادر؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء د قومندان په توګه.
۲۰٫ د ۳۱۳ مرکزي قول اردو د پنځمې لواء مخکنی قومندان مولوي نقیب الله؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د دوهمې لواء د قومندان په توګه.
۲۱٫ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې لواء مخکني قومندان مولوي محمد ګل؛ د همدې قول اردو د رېیمې لواء د قومندان په توګه.
۲۲٫ د ۲۱۷ عمري قول اردو د درېیمې لواء مخکنی قومندان؛ ملا سردار ولي عمر؛ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء د قومندان په توګه.
۲۳٫ د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو د لومړۍ سرحدي لواء مخکنی قومندان ملا معراج الدین؛ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د څلورمې لواء د قومندان په توګه.
۲۴٫ د ۲۱۵ العزم قول اردو د څلورمې پلي لواء مخکنی قومندان ملا فدا محمد اقدام؛ د همدې قول اردو د لومړۍ لواء د قومندان په توګه.
۲۵٫ د ۲۱۵ العزم قول اردو د دوهمې لواء مخکنی قومندان مولوي عبدالهادي رحماني؛ د همدې قول اردو د څلورمې پلي لواء د قومندان په توګه.
۲۶٫ د ۲۱۵ العزم قول اردو د لومړۍ پلي لواء مخکنی قومندان ملا عبدالهادي محبوب؛ د همدې قول اردو د دوهمې پلي لواء د قومندان په توګه.
۲۷٫ ملا محب الله حکمت؛ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د پنځمې لواء د قومندان په توګه.
۲۸٫ د ۲۰۹ الفتح قول اردو د پنځمې لواء مخکنی قومندان مولوي جلال الدین؛ د همدې لواء د رئیس ارکان په توګه.
د طالبانو لوی مشر ملا هبت الله اخوند زاده چې د دوی له بیا واک ته رسېدو سره، لومړی تر ډېره سمبولیک کس بلل کېده، د ځینو څارونکو په باور په وروستیو کې یې په هر اړخیزه توګه پر واک منګولې ښخې کړې او ان د ښاري حوزو تر آمرانو او د هغوی مرستیالانو پورې په خپله خوښه ټاکي.

2 COMMENTS

  1. ګل مرجانه اوس رمباړي ووهه چې نه یې منم/ دې ته وايي اطاعت تاخو تل خلک نه یې منم او نه یې منم ته دعوت کول، تذکره نه منم/ افغان نه منم/ انتخابات نه منم/ زما وزیر زما دی / ای ګل مرجانه خدای دی و شرموه لوی د ای ایس ای او سی ای اي زوی وي. په غضب د خدای ککړ شي. ګل مرجانه له دوئ یې زده کړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب