Homeخبرونهله ماینونو د افغانستان د ۷۰ سلنه پاکوالي اعلان

له ماینونو د افغانستان د ۷۰ سلنه پاکوالي اعلان

تاند (پنحشنبه، د جدي ۱۴ مه) په داسې حال کې چې لا هم د افغانستان له بېلابېلو سیمو د ماین چاودنو د تلفاتو خبرونه ورکول کیږي، د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر (یوناما) ویلي چې په دغه هېواد کې ۷۰ سلنه سیمې د چاودېدونکو توکو له شتون څخه پاکې شوې دي.

دغه دفتر زیاته کړې چې افغانستان هغه هېواد دی چې په کې د نړۍ په کچه د ماین پاکۍ لومړنی بشري پروګرام   پیل شوی دی.

دغه بنسټ همدا راز زیاته کړه چې د دغو فعالیتونو له پیل راهیسې د افغانستان د ماین پاکۍ پروګرام نږدې ۱۴ میلیونه چاودېدونکي توکي له منځه وړي دي.

 په افغانستان کې د بېوزلۍ او فقر له شدت سره، د ماین چاودنو پېښې هم تړل شوي ګڼل کیږي.

په هغو خبرونو کې چې د ماین چاودنو په اړوند خپریږي، ویل کیږي چې قرباني شوي کسان اکثره بېوزله او کباړ ټولوونکي ماشومان وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...