شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچین له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه چینایي پیسو د مرستې ژمنه...

چین له افغانستان سره د ۱۰۰ میلیونه چینایي پیسو د مرستې ژمنه وکړه

تاند (جمعه، د جدې ۲۲ مه) په کابل کې د چین د ولسي جمهوریت سفیر ښاغلي ژاو شینګ، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي سره د لیدنې پر مهال د خپل هېواد ته ستنیدونکو افغانانو لپاره د ۱۰۰ میلیونه چینایي پیسو( یوان) د مرستې ژمنه وکړه.

د ملا متقي دفتر ویلي چې دا لیدنه پرون پنجشنبه وشوه او پکې پر بېلابېلو مسایلو خبرې شوي.

سرچینه زیاتوي: د بهرنیو چارو وزیر چین سره د افغانستان اړیکې مثبتې وبللې او په سیمه‌ییزو او نړیوالو سازمانونو کې یې له افغانستان څخه د چین له ملاتړ مننه وکړه.

متقي وویل، افغانستان ته باید په جګړه کې ښکېل هېواد په نظر ونه کتل شي او په دې اساس د اضافي ځانګړو استازو د ټاکلو اړتیا نه لیدل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب