Home+په دې ورځ د خلیج جګړه پیل شوه

په دې ورځ د خلیج جګړه پیل شوه

تاند- له نن څخه ۳۵ کاله پخوا د ۱۹۹۱ د جنورۍ په ۱۶ مه د خلیج جګړه پیل شوه چې د عراق له لوري د کویت اشغال پای ته ورسوي.

د عراق د صدام حسین رژیم د ۱۹۹۱ د اګست په دوهمه پر کویت یرغل وکړ، دا کوچنی عربي هیواد یې په څو ساعتونو کې ونیوه. صدام حسین د کویت له نیولو وروسته هغه د خپل هیواد یو ولایت اعلان کړ.

په کویت کې د صدام حسین د رژیم د ځواکونو پر ضد د مقاومت په لړ کې ۴۲۰۰ کویټي ځواکونه ووژل شول.

د کویت امیر شیخ جابر الاحمد الصباح او کورنۍ یې سعودي عربستان ته پناه یووړه.

عراقي پوځیانو د کویت له نیولو سره سم د دغه هیواد له بانکونو تر یو نیم ملیارد ډالره زیاتې بیسې، سره زر او هنري اثار لوټ کړل.

د بشري حقونو د ټولنو په وینا عراقي پوځیانو سلګونه کویتیان بې محاکمې ووژل او سلګونه نور عراق ته بیول.

خو د همدغه کال په همدې ورځ (جنوري ۱۶) د امریکا په مشرۍ د لوېدیځ ايتلاف له لوري د صدام حسین د رژیم پر ځواکونو بمباري پیل شوه او د فبرورۍ تر ۲۸ پورې یې دوام وکړ. په نتیجه کې یې نامعلوم شمېر عراقي پوځیان ووژل شول. ځینې د عراقي پوځیانو مرګ ژوبلې لسګونه زره ښيي.

د عراق د حکومت سلګونه الوتکې او زرګونه ټانکونه، زغرګاډي او وسایط ویجاړ شول.

صدام حسین، چې کویت یې له لاسه ورکړی و، د بغداد د بایللو د وېرې په خاطر د خپلواک هیواد په توګه د کویت په رسمیت پېژندلو او اوربند ته غاړه کېښوده.

1 COMMENT

  1. صدام د سیمی د هیوادونو د مشرانو له ډلی څخه تر ټولو مرموز او احمق مشر ؤ. صدام د همدې امریکائیانو په ضمنی اِشاره او ظاهری رضائیت پر کویټ حمله وکړه څو د امریکائی امپریالیزم د راتلونکو شومو پلانونو د پلی کولو لپاره زمینه مساعده کړی. صدام د کویټ څخه د وتلو وروسته بیا هم د امریکائیانو د مصلحت په اساس لس کلونه نور په واک کی پاتی سو څو د بندیزونو په پلمه د عراق یو میلون انسانان د ناروغۍ له امله تلف سی.
    صدام فقط یو هالیووډی قهرمان! ؤ او په حقیقت کی یو جعلی قهرمان ؤ.
    صدام او حافظ اسد که څه هم دواړه د یوه ګوند ( چی وروسته ئې انشعاب وکړ ) غړی وه او زموږ پر هیواد ئې د شوروی د یرغل د غندلو څخه ډډه کوله خو حافظ اسد اقلاً دومره شهامت درلود چی د عربیت د دفاع په لیاره کی د خپلو دښمنانو په وړاندی رښتینئ مقاومت وکړی او ګوند او طرفدارانو او کورنۍ ئې نن توانېدلې ده چی د سورئې د هیواد ماهیت او هویت ( که څه هم نیمګړئ او زخمی ) د نړیوال استعمار او د هغوی د مزدورانو له منګولو څخه تر ډېره خوندی وساتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...