Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه جرمني کې د افغاني غالیو نندارتون جوړ شو

په جرمني کې د افغاني غالیو نندارتون جوړ شو

تاند (دوشنبه، د جدې ۲۵ مه) په جرمني کې د افغاني غالیو نندارتون څلور ورځنی نندارتون پرون پای ته ورسېد.

په دې نندارتون کې، چې د غالیو د ۸ صادراتي شرکتونو په ګډون د پنجشنبې په ورځ په هانوۍ ښار کې پرانیستل شو، د افغان سوداګرو ګڼ شمېر غالۍ وپلورل شوې.

په نندارتون کې برخوالو افغان سوداګرو دا ډول نندارتونونه د افغاني غالیو له صادراتو سره مرستندوی وبلل.

په وروستیو کلونو کې اروپا ته د افغاني غالیو صادرات په نسبي ډول کم شوي دي.

له بلې خوا د ایران او ترکیې ماشیني غالیو په هیواد کې دننه د افغاني غالیو پېر وپلور اغېزمن کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...