Homeخبرونهپاسپورټ ریاست: کابل کې د پاسپورټ وېشلو ۲ نوي مرکزونه جوړوو

پاسپورټ ریاست: کابل کې د پاسپورټ وېشلو ۲ نوي مرکزونه جوړوو

تاند (دوشنبې، د جدې ۲۵ مه) د افغانستان د پاسپورټ ریاست لپاره د طالبانو د رژیم ویاند نورالله پتمن ویلي، چې کابل کې به د پاسپورټ وېشلو دوه نوي مرکزونه جوړ شي.

هغه د دې کار دلیل، خلکو ته د پاسپورټ وېشلو په برخه کې د اسانتیاوو زیاتوالی ښودلی.

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې په ورځنۍ توګه شاوخوا اته زره ټوکه پاسپورټونه وېشل کېږي او د دغه شمېر زیاتوالي لپاره هڅې روانې دي.

د پاسپورټ ریاست ویاند ویلي؛ د پاسپورټونو د وېش لړۍ په شفاف ډول روانه ده او تېر کال له ۲۰۰ ډېر کمېشنکاران او جعلکاران عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندل شوي.

د پاسپورټ رياست د مالوماتو له مخې، په ۱۴۰۲ هجري لمریز کال کې په ټول هېواد کې څه باندې ۷۰۰ زره  پاسپورټونه وېشل شوي او دغه رياست ډاډ ورکوي، چې بانکونو ته د پاسپورټ تعرفو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه به، له یو شمېر خصوصي بانکونو سره تړون لاسلیک کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې خلک د پاسپورټ د وېش بهیر له نیوکو ډک بولي او پکې د پراخ فساد ادعاوې کوي.

طالب چارواکو تېره اوونۍ له انلاین بڼې څخه د پاسپورټ اخیستو لپاره، افلاین بڼې ته د پاسپورټونو د غوښتنلیکونو د اړولو اعلان وکړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...