سه شنبه, اکتوبر 1, 2024
Homeخبرونهد بښنې نړیوال سازمان: طالبان د بې حجابۍ په پلمه ښځې ځپي

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان د بې حجابۍ په پلمه ښځې ځپي

تاند (دوشنبې، د جدې ۲۵ مه) د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د بې حجابۍ په نوم د ښځو پر وړاندې د طالبانو د رژیم پر اقداماتو توندې نیوکې کړي.

دغه سازمان په یوه اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو حجاب یوازې تر دې محدود کړی چې له سترګو پرته د ښځو ټول وجود پوښلی وي.

د سازمان د اعلامیې له قوله، دا ډول چلند او د بې حجابۍ په نوم د ښځو بندیانول د دوی د بشري حقونو نقض دی.

سرچینې له طالبانو غوښتي څو بندي کړې ښځې ژر خوشې او د بې حجابۍ په نوم د هغوی له ځپلو لاس په سر شي.

په ورته وخت کې د افغان ښځو یوې ډلې د طالبانو خلاف د غونډې خبر ورکړی او ویلي، چې طالبان د بې حجابۍ په نوم له وروستیو هڅو سره غواړي ښځې له ټولنیز حضور څخه څنډې ته کړي.

طالب چارواکو بیا په دې اړه نیوکې رد کړي او ویلي چې ښځو سره یې ناوړه چلند نه دی کړی؛ بلکې توصیه یې ورته کړې.

په ورته مهال، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني له طالبانو غوښتي چې د ده په ټکیو، په  خپله حکومتولۍ کې پوره زغم څخه کار واخلي.

1 COMMENT

  1. دا د طالبانو نیک اقدام ده دا هغه لنډه غری او بی دینه ښځې دی چې همدا اوس ورته په بوجیو دالر د کفری نړی نه راځې تر څو د اسلام په مقابل کښې بغاوت وکړی دا هماغه د امریکایې حکومت نجاستونه دی چې اکثره یې بی دینه شوې دی چی حتا په خپلو کورونو کښې یې کلیسا ګانی جوړی کړی وی دوی که په افغانستان کښی اوسې د اسلام مقدس دین ته دې پابندې وې او خپل حجاب دی په سر کوې او که نه دې لکه هغه نورو رټل شویو غوندې دې افغانستان خوشې کړې او خپلو بادارانو ته دې ورشې هلته بی حجابی شراب خوری زناکارې هر څه کولی شې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب