شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهیونسیف، د هرات ۹۶ زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته اړتیا لري

یونسیف، د هرات ۹۶ زره زلزله ځپلي ماشومان مرستو ته اړتیا لري

تاند (دوشنبې، د جدې ۲۵ مه) د ملګروملتو د ماشومانو د ملاتړ اداره، یونسیف وايي، د هرات له زلزلو ۱۰۰ ورځې وروسته تر ۹۶ زره ډېر ماشومان په ځانګړي ډول په روان ژمي کې زیاتو مرستو ته اړ دي.

د هرات د اکتوبر د میاشتې په زلزلو کې نژدې ۲ زره تنه مړه شول او ۲۱ زره نور بې کوره شول.

یونسیف نن (دوشنبې) وویل، ګڼې زلزله ځپلې کورنۍ لا هم په خیمو کې اوسي چې له کبله یې په ځانګړي ډول د ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ دی.

یونسیف وايي چې له زلزله خپلیو سره یې یو لړ مرستې کړي، خو په سخت ژمي کې لا ډېرو مرستو ته اړتیا ده.

په افغانستان کې د یونسیف استازی فران ایکوزا وايي:«د افغانستان په لوېدیځ کې له زلزلې ۱۰۰ ورځې وروسته هم په دغو کلیو کې خلک په کړاو کې دي، کورنیو هر څه له لاسه ورکړي، ماشومان یې لا هم هڅه کوي چې له ور اوښتو زیانونو سره مقابله وکړي.»

ایکوزا همداراز وویل، ښوونځي او روغتیايي مرکزونه، چې ماشومانو پرې اتکا لرله، بې له دې چې بیا ورغول شي، په ویجاړ حالت کې دي. او دا په داسې حال کې ده چې ژمی هم پرې راغی.

د ایکوزا په وینا، د ژمي هوا ډېره سړه ده او په ځانګړي ډول د شپې له لوري د ماشومانو ژوند ګواښي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب