شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهافغانستان تېره میاشت د ۱۶۶ میلیون ډالرو صادرات او د ۷۹۱ میلیون...

افغانستان تېره میاشت د ۱۶۶ میلیون ډالرو صادرات او د ۷۹۱ میلیون ډالرو واردات لرل

د احصايې او معلوماتو ملي اداره وايي چې افغانستان د روان لمریز  کال په قوس میاشت کې د ۱۶۶.۵ ميليون ډالر په ارزښت صادرات او د  ۷۹۱ ميليون ډالر واردات لرلي دي.

د دې ادارې پر اساس، د تېر کال په لېندۍ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۱۵۴ میلیون ډالرو ته رسېده او د روان کال لېندۍ مياشتې د صادراتو د ارقامو تحليل د تېر کال د همدې مياشتې د صادراتو په پرتله ۱۲.۵ ميليون ډالره زیاتوالی ښيي.

همداراز د ۱۴۰۱ کال په لېندۍ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۷۳۵.۸ میلیون ډالرو ته رسېده، چې د روان کال په لېندۍ مياشت کې د ۵۵.۲ میلیون ډالرو په ارزښت زیاتوالی په‌ کې راغلی دی.

ارقام ښيي چې د ۱۴۰۲ کال په لېندۍ مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي او د تېر کال په همدې مياشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او چین ته شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال په ځلونو پاکستان خپلې ترانزیتي لارې بندې کړي چې له کبله یې دغه هیواد ته د افغانستان صادرات اغېزمن شوي دي.

همدا اوس هم پاکستان له افغانستان سره د تورخم په شمول خپلې ګڼې ترانزیتي لارې بندې کړي چې د افغان سوداګرو په وینا، هره ورځ دوی ته زرګونه ډالر تاوان اوړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب