شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان په لویو لارو د اضافه بار د مخنیوي لپاره تلې ځای...

طالبان په لویو لارو د اضافه بار د مخنیوي لپاره تلې ځای پر ځای کوي

تاند (دوشنبه، د جدې ۲۵ مه) د طالبانو حکومت وايي، د باروړونکو لاریو او کانتینرونو د اضافي بار یا لوړ توناج د مخنیوي لپاره په لویو لارو کې ګرځنده تلې ځای پر ځای کوي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس نن د ټولګټو وزارت پر اساس راپور ورکړ چې د کابل – کندهار په لویه لاره کې د باري موټرو د اضافي بار کنټرول پیل شوی دی.

په افغانستان کې د اکثرو لویو لارو د خرابوالي یو اساسي علت اضافه بار بلل کېږي.

د تېر جمهوري حکومت په مهال هم د اضافي بار د مخنیوي لپاره د موټرو د بار د تللو لپاره تلې وکارول شوې خو  د فساد د زیاتوالي له کبله یې ډېره نتیجه ورنه کړه.

1 COMMENT

  1. good action/special that trucks coming from pakistan are overloaded/must control that.
    otherwise the roads will destroied by heavy trucks.
    thank you

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب