شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+پنځوس کاله چلېدونکې بیټرۍ جوړه شوه

پنځوس کاله چلېدونکې بیټرۍ جوړه شوه

تاند (دوشنبه، د جدې ۲۵ مه) یو چینايي ستارت اپ ادعا کوي چې تر سکې یا فلزي پیسې کوچنۍ بېټرۍ یې جوړه کړې چې ۶۳ اتومي ایزوتوپونه لري او په راتلونکې کې چارج ته له اړتیا پرته تر ۵۰ کلونو پورې برېښڼا تولیدولی شي.

مویایلونه، لپ ټاپونه، هیډفونونه، ځیرک ساعتونه، تابلېټونه او نور هره ورځ چارج ته اړتیا لري. ډېر ځلې د خلکو هیر شي چې خپل موبایل یا بله وسیله چارج کړي او له دې کبله له کړاو سره مخامخ کېږي.

د الیکترونیک وسایلو تولیدوونکو هڅه کړې چې داسې چارجرونه جوړ کړي چې تولیدي وسایل یې ژر چارج شي. خو بیا هم دا ستونزه په خپل حال پاته ده.

د ګیزوموچاینا د راپور له مخې، یوه چینايي ستارټ اپ یا کمپنۍ یوه نوې بېټرۍ جوړه کړې چې چارج ته اړتیا نه لري او تر ۵۰ کلونو پورې برېښنا تولیدوي.

دا بېټرۍ بتاولت (Betavolt) سټارت اپ جوړه کړې. دا اتومي بېټرۍ ده او بتاولت ستارت اپ توانېدلی چې په یوه کوچنۍ بېټرۍ کې، چې د یوې سکې هومره ده، ۶۳ اتومي ایزوتوپونه ځای کړي.

اوس بتاولټ اتومي بېټرۍ ۱۰۰ مایکروواټه انرژي تولیدوي او لویوالی یې ۱۵ په ۱۵ ملي متره دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب