شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+ افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو راشو درشو څو ناویلې

 افغانستان او پاکستان تر منځ د وروستیو راشو درشو څو ناویلې

داکتر صابر متین

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت او پاکستان تر منځ اړیکو کې د کړکېچ کمولو لپاره په وروستیو اونیو کې عمده هلې ځلې وشوې خو واقعیتونه يې یا له رسنیو پټ دي یا يې هغه اړخونه رسنیز شوي چې د پاکستان حکومت او رسنیو يې شریکېدل غوښتي.

د داسې امنيتي او استخباراتي اړخونو لرونکو سفرونو په اړه لومړی لاس او کره معلومات لرل يا ډېر لږ وي یا یې تر لاسه کول ډېر ګران وي، خو تر ټولو مهمه دا چې په اړه یې ډېری معلومات تېر ایستونکي او د عامه اذهانو د مدیریت لپاره اړول شوي وي.

د دغو سفرونو په اړه د طالبانو حکومت خلکو ته د هر ډول معلوماتو درز کېدل ډب کړل، حتی له مولانا فضل الرحمن سره د شوې مرکې هغه برخه يې هم ایستلې چې د طالبانو له مشر سره د کتنې خبره يې پکې کړې وه. له همدې امله د دغو سفرونو د نتیجې تحلیل هم تر ډېره له پاکستانه په راتلونکو معلوماتو تکیه کوي.

په دې اړه له مولانا فضل الرحمن سره د نږدې یوه خبریال او د پاکستان د یوه امنيتي څېړونکي (ریسرچر) څو نا ویلي ټکي ډېر پام وړ دي، چې په رسنیو، په تېره بیا د پاکستان تر اغېز لاندې هغو کې نه موندل کېږي.

لومړی، افغانستان ته د مولانا فضل الرحمن د سفر ابتکار:

د دغو دواړو سرچینو معلومات ښيي چې افغانستان ته د مولانا د سفر اړتیا لومړی د پاکستان حکومتي او امنيتي مشرتابه مطرح کړې. د پاکستان د حکومتي او امنيتي مشرتابه وروسته له هغې دا تصمیم نیولی و چې په تېره بیا د پاکستان د ټاکنو په درشل کې يې هلته د امنيتي ګواښونو د له منځه وړلو هوډ کړی. دوی په ستراتیژیک او بې سرخوږي د دغه ګواښ کمولو هوډ کړی.

په دې اړه د طالبانو له مشرتابه سره عمده تفاهم تېره میاشت شوی و او د طالبانو د حکومت استخباراتي ځواب او تضمینونه د کندهار د والي ملا شيرين په سفر کې د پاکستان له دفاعي او استخباراتي چارواکو سره شریک شوي او د پاکستان د خوا پیغامونه او تضمینونه هم د طالبانو د عمده ملاتړي او سیاسي مشر مولانا فضل الرحمن له لارې کابل او کندهار ته رسول شوي.

په ديپلوماتیک لحاظ پاکستان ته له طالبانو سره ورته ستراتيژیک تفاهم د خپلو خلکو او نړۍ په سترګو کې دروند تمامېده. د پاکستان حکومت او پاکستاني رسنۍ بیا بیا د مولانا سفر بې اهمیته ښيي. سرچينې وايي، له همدې امله يې د طالبانو د مشر شاوخوا د خپل نفوذ له حلقې غوښتي وو چې د طالبانو د مشر لخوا مولانا ته بلنلیک ولېږي.

دویم، د ملا شیرين آخند سفر:

هغه په دې سفر کې له ځان سره د طالبانو هغه تضمینونه او غوښتنې د پاکستان له دفاعي او استخباراتي چارواکو سره شریک کړي چې یو مهم ټکی یې دا هم دی چې افغان طالبان په تدریج سره د پاکستاني طالبانو د غورځنګ ریښې له افغانستان څخه لنډوي.

طالبانو له وړاندې د پاکستان له حکومت سره پر مهمو موضوعاتو حساسو بحثونو ته چمتووالی درلود. که څه هم دا پټوي. دوی له مولانا سره د مشر لیدنه هم پټوله خو هغه سرچینې چې پاکستاني چارواکو ته د مولانا فضل الرحمن د ورکړو معلوماتو له جریانه ځانونه خبروي کلک باوري دي چې پاکستان ته د طالبانو د حکومت د ضمانتونو وضاحت هم خپله د طالبانو رهبر کړی.

خو معلومات ولې پټېږي؟

که څه هم پاکستاني خبریالان او ریسرچران په دې اند دي چې مولانا په دې خاطر په دې اړه خبرې نه کوي چې د ټي ټي پي له غچ اخیستونکو بریدونو وېرېږي. خو داسې نه ښکاري. ځکه د ټي ټي پي په څېر ډلې تر ډېر د مولانا له مدرسو، فکر او سیاست سره هم‌غاړي دي. واقعیت دا دی چې دا تصمیم د پاکستان د امنيتي ادارو دی چې غواړي د پاکستان د حکومت خلاف جنګېدونکي عناصر په پټه او چوپتیا کې په ستراتيژیکه بڼه له منځه یوسي او د دې لپاره په کار ده چې معلومات خوندي پاتې شي او د جنګیالیو احساسات ونه ښوري. په تېره بیا دا چې پاکستان وار له مخه د ټاکنو په درشل کې د تاوتریخوالي له ډېرېدو سره مخ دی. بل دا چې له پاکستانه د افغان کډوالو د شړلو له نتایجو هم وېرېږي.

بلخوا د طالبانو حکومت هم ښايي له دې امله چې د خپلو جنګیالیو احساساتو ته صدمه ونه رسوي په تېره بیا د پاکستاني طالبانو خلاف د خپلو ګامونو جزئيات پټ کړي. د معلوماتو پټولو بل لامل دا هم کېدی شي چې له پاکستانه په افغانستان کې د عامه افکارو کرکه د دوی له حکومته هم د ورته معاملو په خاطر کرکه ډېره کړي.

د مولانا په سفر کې ځینې داسې څنګیز موضوعات هم یاد شوي چې مهم دي. د بېلګې په توګه په افغانستان کې د پاکستان خلاف تبلیغات د پردیو دسیسه بلل کېدل او په اوږدمهال کې يې مخنیوی. د پښتون نشلیزم او د مولانا او د دوی د هم‌فکرو په ټکو د سیکولرېزم او کمونیستي افکارو د خپرېدو مخنیوی. دا له دې پلوه هم مهم دی چې په دې وروستیو کې پاکستان په جديت د ډېورنډ د سرحد کولو قوي پلان عملي کوي. پاکستان د طالبانو په پټه خوله رضایت پر چمن او تورخم تګ راتګ ته پاسپورت او وېزه حتمي کړل چې له دې سره نور دا کرښه په سرحد اړولې ګڼي. نور مهم ټکي به هم لري چې د پاکستان د اوږدمهال خونديتوب او سلامت لپاره حیاتي دي خو د افغانستان لپاره يې پر پایلو نه کره معلومات شته او نه تحلیل؛ که معلومات او تحلیل یې وي هم نو په دې شرایطو کې يې د پلي کولو هېڅ افقونه نه ښکاري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب