د شنو بوټو ترمنځ یې زیړو ویشتو په پسرلي کې مني ته بوتلم. ویښته یې پرمخ د قفس غوندې راځړیدل. د والتاوا سیند پرکټارې یې لاسونه تیکه کړی وو، د سیند لور ته یې مخ و. سترګې یې نه راښکاریدې.
ترې تیر شوم، له دې بلې خوا یې یوازې د پوزې څوکه له ویښتو راوتلې وه.
د والتاوا د سیند خړې اوبه یو د غروب په وخت د لمر وړانګو ته ځلیږي، بل د شپې په مخه چې د سړک د غاړې د څراغونو رڼا ترې راغبرګیږي:
« نه شپه ده، نه ماښام نو څه ته ګوري»
وړاندې د موزیم په لور ولاړم. پراګ د موزیمونو ښار دی. دلته عجب عجب موزیمونه شته، کله به دې نه وي اوریدلي چې اوبه هم موزیم لري؟ زه د دې پارک په اخره کې د اوبو موزیم ته دوه کاله مخکې ورغلی وم، د څو پيړیو د اوبه خور د سیستم وسایل پکې نندارې ته ایښودل شوې دي. د ونو هغه ډډ چې یو وخت به یې دې ښار ته د اوبو په رسولو کې د نل کار ورکاوه، هغه زانوخمونه چې له کلالي خټو جوړ شوي، کلالي بلولونه…
اوس خبر شوم چې د نورې اروپا حتی د روم د لرغوني اوبه خور سیستم ځیني وسایل یې راوړې دي. ما ویل نن به یې ننداره وکړم.
د سیند اوبه داسې ښکارې لکه د ډنډ اوبه:
« کاشکي مې له دې نجلۍ پوښتنه کړې وای چې څه ته ګوري؟»
شاته مې وکتل، زرغونو پاڼو مې مخه نیولې وه:
« که یې راته وویل چې ستا یې څه؟… بیرته به راوګرځم»
چې ورغلم دا تللې وه:
« ولې دې له اوله پوښتنه نه پرې کوله»
لږ تیز شوم د پارک په اخره کې د موزیم په خوله کې نژدې شل کسه په کتار وو، ورپسې ودریدم. له دروازې سره یوې ښځې زما د نوم پوښتنه وکړه، په کمپیوټر کې یې ګوتې ووهلې:
-تاسو ان لاین ټکټ نه دی اخیستی
-اوس غواړم چې ټکټ واخلم
د موزیم له لویې دروازې پورې غاړه یې یوې وړې کوټې ته ګوته ونیوله:
-له پنځو تر پنځه نیمو بجو د ټکټ غرفه پرانیستې وي بیا بندیږي دا خلک ګورئ ټولو ان لاین ټکټ اخیستی.
نور دننه ولاړل، زه راوګرځیدم. هاغه ځای ته راورسیدم چې نجلۍ اوبو ته کتل، په همهغه ځای ودریدم چې دا دریدلې وه. د اوبو پر سر مې یوه خلي ته کتل کتل ورو ورو زما تر ځایه راورسید، شاته لرې بل خلی و، هغه هم په اوله کې نه ښکاریده چې روان وي، خو تر ما تیر شو، یوه هیلۍ د سیند له پورې غاړې راروانه وه، راتله، راتله راتله تر دې سره راغله بیا والوته، ما هم سیند ته شا کړه.
پراګ
ډيره عالی کیسه وه