دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسعودي په افغانستان کې ۱۰۰ دیني مدرسې جوړوي

سعودي په افغانستان کې ۱۰۰ دیني مدرسې جوړوي

تاند (یکشنبه، د سرطان ) سعودي عربستان ژمنه وکړه په افغانستان کې به ۱۰۰ دیني مدرسې جوړې کړي او د افغانستان د ۳۵ پرمختیايي پروژو بودجه به برابره کړي.

په افغانستان کې د سعودي عربستان سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له ريیس سره په کتنه کې د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل چې هیواد یې په کابل کې په ۳۰ ملیون ډالره یو روغتون هم جوړوي.

د سعودي د سفارت له خبرپاڼې سره سم، سفیر جاسم بن محمد الخالدي له فضل هادي مسلمیار سره په کتنه کې زیاته کړه، هیواد یې افغانستان ته له کورونا سره د مبارزې لپاره ۲۰۰ ملیون سعودي ریاله، چې ۵۳ ملیون ډالره کېږي، ورکوي.

د سعودي عربستان سفیر دا هم وویل چې د راتلونکي کال لپاره به د افغان حاجیانو سهیمه زیاته کړي.

سږ کال سعودي عربستان د نورو هیوادونو زیارت کوونکو ته اجازه نه ورکوي چې سعودي عربستان ته د حج لپاره سفر وکړي.

د افغانستان د مشرانو جرګې ريیس ښاغلي مسلمیار د سعودي د مرستو د مننې ترڅنګ له دې هیواده وغوښتل چې د افغانستان په سوله کې فعاله ونډ‌ه واخلي.

ده له سعودي عربستانه وغوښتل چې حج ته د افغان زیارت کوونکو ونډه له ۳۵ زرو څخه ۵۰ زرو ته لوړه کړي او په افغانستان کې نور جوماتونه او بنیادي پروژې جوړې کړي.

سعودي عربستان څو کاله پخوا ویلي و چې په افغانستان کې به د یوه ستر اسلامي پوهنتون او یوه لوی جومات پر جوړولو سل ملیون ډالره ولګوي خو دې هیواد تراوسه پورې دا ژمنه عملي کړې نه ده.

10 COMMENTS

  1. د خطر زنګ، د تروریزم پروژه:

    سل دیني مدرسې نه، سل دترهګرروزنې فارمونه. د بربریت تاداوونه، تر افغانستان لاندې سل د اټوم بمونه…
    مدرسو ته هیڅ اړتیا نلرو، دا ولې خپل ملک کې نه جوړوي؟ خو د وحشي عربو انګریز امریکا استخباراتو او د مشهور ترهګر سیاف بن لادن او ترهګر مسلمیار ګډه سرمایه ګذاري ده پر جاهل پټهان، څوک به یې مخه ونیسي؟

  2. مدرسه یانې ترهګري، ددې پرځای باید ښونځي یا کوم بل شی جوړ شي. د مدرسې د نوم سره افغانان حساسیت لري. بل کفریار چې پخپله د ځانمرګو تجار دی پرې څنګه اعتبار وشي. دا خو چې چیرته لیدل کیږي د هغې ځایه د وینو او خیانت بوی راځي.

  3. داد شيطتان مدرسي ولي په خپل ملک داد د انګريزانو سپي په سعودي عربستان کي په خپل اولس نه پيرزو کوي دد مدرسو تل اول ځل انګريزانو د پښتنو په برخو کي کيښودل چه له د روزل شويو منافيقنو ، ملايانو ، تاليبانو او چړيانو د پرمخ تګ نيونکو له لوري زموږ خلاسون نشته. داده اوس موږ ته نوري د جهالت مدرسي جوړوي. اف غريب پښتونه کله له د ججهالته خلاسيږي.

  4. د عربو استعماری روش له سل هاو کلونو مخکی رایج دی. د هغوی اسلام او هغه اسلام چی هغوی مونږه ته رالیږلی ځمکه او آسمان فرق لری. لعنت مو په مدرسو شه خلک له مرضه او جاهلیته تباه شول تاسی یی نور هم د نیستی او بربریت خواته وړی. بیا هغه لوی پوهنتون د دوی په ننګرهار کی جوړیږی چی پاکستان ښه ور نژدی وی. پخوا به له اکوړې خټک نه طالبان راتلل اوس به نژدی له ننګرهار څخه راروان وي. مسلمیار دا د داعش خر دی الله په کرونا ګرفتاره کړی.

  5. اول هو دا دجنګ پروژه د سعودی ده چه د پاکستان پواسطه پر مخ ځی۰
    پل دا چه سعودیان پر خپلو وعدو وفادار نه دی۰د ایران او قطر سره رقابت لری۰
    خیر مدرسی به د پاکستان او ایران د استخباراتو نه په امن کښی وی او که نه۰
    افغانستان د مدرسو تر څنګ ساینی او تکنالو جی ته هم ضرورت لری۰
    داکتر فرمسست نرس مختلف رشتو انجنران زراعت متخصص/وترنر خیوانی داکتر
    کمپیوتر مخابراتی/معادن شناخت لپاره جیولوجستان/داوبو د تنطیم ماهرین
    اقتصادی او تجارتی کار پوهانو ته ضرورت لری۰د شاعرانو او موزیکدانانو اخصاییه
    ډیره زیاته ده ډیرو ملایانو او ژورنالستانو ته هم ضرورت نشته۰
    دخیواناتو تربیه او زراعت مو عصری کول غواړی
    د خیواناتو تربیه د امراضو تداوی دمملکت په اقتصاد کښی دیر مهم دی۰
    وطنوالو خپل اولادونه د علم و خاصلولو ته و ګماری۰
    دارام هوسا او مرفع افغانستان به هیله

  6. د ټولو وړونو پورته تبصرې به د منلو وړ وی خو اصلی خیره دا ده چی:
    هم د سعودی او هم زموږ حکومت ددې ډول پروژو د پلی کولو په اړه د نړیوالو قدرتونو لخوا کرهاً مامور سوی دی او ددی پروژو د اجراء څخه د سرغړونی توان نلری. د سعودیانو د وهابی افکارو پر بنسټ د دینی مدرسو اِعمار او تمویل د ستراتژیکی – استعماری پروژو د استحکام او ټینګښت په بهیر کی د یو خطرناک تاکتیک برخه ده ( البته د خطر قربانیان ئې موږ او د فرصت او ګټی خاوندان ئې استعمارګران دی) .

  7. الله دی ورحمیژی آینده را ته بیا د خطر نه دکه خکاری. ددین او مذهب تر نامه لاندی تجارتی پروژی افغانستان ته را انتقال کیژی. حالات به نور هم ترینگلی شی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب