یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد سعودي په همکارۍ د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې پیلیږي

د سعودي په همکارۍ د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو چارې پیلیږي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۵) سعودي عربستان په افغانستان کې د ۱۰۰ بابه مدرسو د جوړولو چارې پیلوي

د سعودي عربستان سفیر جسیم محمد الخالدي په کابل کې د مشرانو جرګې له رئیس فضل هادي مسلمیار سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې د ۳۵ پرمختیايي پروژو او ۱۰۰ دیني مدرسو د جوړولو پلان لري.

د مشرانو جرګې له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د عربستان سفیر په دې ناسته کې وویل چې په ننګرهار ولایت کې به د افغانستان د نړیوال پوهنتون د رغېدو چارې ډېر ژر ددوی په مالي مرسته پیل شي.

هغه دغه راز وویل چې سعودي عربستان به د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت په کابل ښار کې د یو روغتون رغنيزې چارې هم پیل کړي.

محمد الخالدي له مسلمیار سره په دې لیدنه کې ویلي چې سعودي به له افغانستان سره د کرونا د مبارزې لپاره ۲۰۰ میلیونه ریال مرسته وکړي.

هغه ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د جنګ په لمنځه وړلو کې مرستې ته چمتو دی.

مسلمیار هېله څرګنده کړې چې د افغان حاجیانو برخه دې په راتلونکي کال کې له ۳۰ زرو څخه ۵۰ زره تنو ته لوړ شي او په دغه شمیر کې دې زیاتوالی راشي.

د عربستان سفیر ژمنه کړې چې دغه شمېر کې به په راتلونکي کال کې زیاتوالی راشي.

د سعودي عربستان حکومت د کرونا ویروس د لا خپریدو د مخنیوي په موخه سږ کال د حج مراسم منع کړي دي.

1 COMMENT

  1. ننګرهار دروڼټه کې خو یو لوی داعشتون شته، بل ته څه اړتیا ده؟ کنه، غواړي په دې (نړیوال پوهنتون) ټوله آسیا منفجره کي

    هی هی وطنه ټول دې پرجهالت و مجبوریت سرمایه ګذاري کوي. ولې دساینسي څیړنو مرکز درته نه جوړوي؟ ولې د زراعت و مالدارۍ فارمونه و ریسرچ مرکزونه د آبیارۍ سیسټمونه نه درجوړوي؟ ولې د اوبو وبریښنا بندونه نه درجوړوي؟ ولې د مرګ و وحشت مارکیټونو پرځای دژوند و مدنیت لپاره تاداوونه نه درجوړوي؟ او ولې…………..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب