یکشنبه, سپتمبر 29, 2024
Homeجنرال وزیريژوند ته دې شفا ورکړه| جنرال دولت وزیري

ژوند ته دې شفا ورکړه| جنرال دولت وزیري

که باور وکړو یا نه، موږ خپل سوچونه خپله غوره کوو.

څومره چې منفي سوچونو ته په ذهن کې ځای ور کړو، په همغه اندازه به زیات وځورېږو.

موږ کولای شو منفي سوچونه مثبتو سوچونو ته بدل کړو. له دې سره به زموږ ژوند هم بدل شي.

ټول وخت اکثره خلک فکر کوي چې په کافي اندازه غوره نه دي.

او تل ځان په غوسه، انتقاد، د ګناه په احساس او په وېره کې ساتي.

دوی له دې بې خبره دي چې دغه څلور شیان په ژوند کې سترې ستونزې زېږوي.

دوی د دې پر ځای چې د خپلو تجربو مسوولیت پر خپله غاړه واخلي نور ملامتوي او وايي چې دوی له ما ګټه پورته کوي او ما د پایپاک په څېر استعمالوي.

په دې باید پوه شو چې دغه څلور شیان په فزیکي لحاظ هم خلکو ته تاوان رسوي او د ناعلاجه ناروغیو سبب ګرځي.

که تل په غوسه یو، په وجود کې د سرطان ناروغۍ سبب کېږي.

که تل انتقاد کوو په وجود کې د ارتروز سبب ګرځي.

که تل د ګناه احساس کوو، وجود په درد اخته کېږي.

وېره او خفګان بیا د پګ کېدو، زخم او د پښو درد را منځته کوي.

موږ کولای شو چې د تیر وخت په هکله هم خپل چال او چلند بدل کړو.

کولای شو چې ووایو تېر په هېر.

په دې هم باید پوه شو چې خدای تعالی زموږ پر خلاف نه، بلکې زموږ پلوی دی.

د تیر وخت هیرول یوازې په بخښنه کېدلای شي.

په دې باید هم پوه شو چې ډېرې ناروغۍ د نه بخښلو له حالت هم سرچینه اخلي.

کله چې ناروغ شو بیا په دې فکر کوو چې څوک زما بخښنې ته اړتیا لري.

سمه خبره خو دا ده چې مخکې تر مخکې بخښنه وکړئ او له دې اضافي پيټي ځان وژغورئ.

تاسو کولای شئ چې ووايئ، زه دې بخښم او زما له خوا ازاد يې.

د اسلام په سپیڅلي دین کې هم پر بخښنه ټینګار شوی او وايي:

« نور خلک وبخښئ چې خدای تعالی تاسو وبخښي.»

(( د ښاغلي صالح محمد صالح ژباړه ))

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب