Homeخبرونهسید وحید قتالي: د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیايي کړیو...

سید وحید قتالي: د هرات ګمرک ۹۰ سلنه عواید د مافیايي کړیو لاس ته ورځي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۵) د هرات – اسلام قلعه ګمرک عایدات د زورواکو او مافیایي ډلو لاس ته ورځي

د هرات الي سید وحید قتالي وايي، چې د هرات – اسلام قلعه ګمرک ۹۰ سلنه عایدات شخصي جیبونو ته ځي.

قتالي وايي چې ددغه بندر لسګونه میلیونه افغانۍ کابل، هرات او په دغه ګمرک کې دننه د مافیايي کړیو او او زورواکو جیبونو ته ځي او له هرې جوپې څخه چې درې میلیونه افغانۍ کېږي یواځې پنځوس زره یې دافغان دولت خزانې ته تحویلیږي.

د ښاغلي قتالي په خبره، اوسمهال په دغه ولایت کې په لسګونه موټر د امنیتي ځواکونو له لوري درول شوي چې یو یې هم ګمرک شوی نه دی، چې دا کار په یاد ګمرک کې د پراخ فساد څرګندونه کوي.

د هرات والي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د ولسي جرګې له لوري ددې ولایت د ګمرک رئیس ته تقدیر نامه ورکړل شوې چې دې کار د خلکو غبرګونونه راپارولي.

د هرات ولایت د ګمرک رئیس د وحید قتالي خبرې ردوي او وايي چې د پخوا په پرتله ددغه ګمرک عواید زیات شوي او په له ۳۰ میلیونه افغانیو ۱۰۰ میلیونه افغانیو ته رسیدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...