جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد مینې نښه تاج محل سبا دوشنبه پرانیستل کیږي

د مینې نښه تاج محل سبا دوشنبه پرانیستل کیږي

تاند ( یکشنبه، د سرطان ۱۵) هندي چارواکي وایي، له درې میاشتنې ځنډ وروسته سبا دوشنبه تاج محل د ګرځندویانو پرمخ پرانستل کیږي.

هندي چارواکي ټولو ګرځندویانو ته امر کړی، چې ماسکونه وکاروي، خپلمنځي واټن وساتي او د دغې ودانۍ د مرمرو ډبرو د لمس کولو څخه ډډه وکړي.

دا ودانۍ د نړۍ په کچه مشهوره او له ښکلا برخمنه ده، چې د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

هندي چارواکو تاج محل وروسته له هغې د سیلانیانو پر مخ وتړه کله چې په هند کې د کورونا ویروس مثبتې پيښې ثبت شوې او د خپریدو د مخنیوي لپاره یې حکومت دا ډول اقدامات وکړل.

تاج محل د نړۍ له اووه ګونو عجایبو څخه شمېرل کیږي، چې دغه محل د مغولي پاچا شاه جهان لخوا خپلې ایرانۍ معشوقې ممتاز ته د ډالۍ په توګه جوړ شوی.

شاه جهان په ۱۴ کلنۍ کې پر ممتاز مېن شو، چې وروسته یې واده ورسره وکړ.

دې عاشقانه جوړې شاوخوا ۱۸ کاله ګډ ژوند وکړ، تر هغې چې ممتاز د څلورم زیږون پر وخت مړه شوه.

د ممتاز له مړینې وروسته پاچا شاه جهان د تاج محل د جوړولو کار پيل کړ.

تراوسه پورې د ورځې په مختلفو وختونو کې له لمر او سیوري سره د تاج محل مقبرې رنګ مختلفو بڼو ته بدلیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب