جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد طالب بندیانو د برخلیک په اړه نن پریکړه کیږي

د طالب بندیانو د برخلیک په اړه نن پریکړه کیږي

تاند (یکشنبه، د سرطان ۱۵) افغان حکومت د طالب بندیانو په اړه خپله وروستۍ پریکړه کوي

د افغانستان حکومت وايي، نن به د پاتې طالب بندیانو د خلاصون په اړه خپله وروستۍ پریکړه اعلان کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي « د افغانستان اسلامي جمهوري دولت په هیواد کې د جنګ د پایته رسېدو او د سولې او ثبات د تامین لپاره له ځنډ پرته د سولې مذاکراتو پیل ته ژمن دی.»

هغه دغه راز زیاته کړې « د افغانستان اسلامي جمهوري دولت له هر اړخیزو ارزونو وروسته د نن ورځې په پای کې د خوشي شویو طالب بندیانو د نهايي شمېر او د پاتې بندیانو د برخلیک په اړه خپل دریځ څرګندوي.»

ښاغلي صدیقي د دې ترڅنګ لیکلي چې د افغانستان حکومت د جنګ د پای ته رسېدو او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره بې ځنډه خبرو اترو ته ژمن دی خو له طالبانو هم غواړي چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اسیران خوشي کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر تېره اونۍ طالبانو ته په خطاب کې ویلي وه، «دا یوه تبادله ده، باید واضح شي چې زموږ زندانیان چېرته او کله خوشې کیږي.»

طالبانو تر اوسه د ولسمشر ددغې خبرې په اړه کوم څه نه دي ویلي، خو ژمنه کوي چې د بندیانو تر تبادلې وروسته به په یوه اونۍ کې دننه له افغانانو سره مذاکرات پیل کړي.

افغان حکومت تر اوسه د طالبانو څه باندې ۴ زره بندیان خوشې کړي، خو د امریکا او طالبانو د موافقې پر اساس چې د فبرورۍ په ۲۹ یې په دوحه کې لاسلیک کړه، په پام کې ده چې ددغې ډلې ۵ زره او د حکومت زر تنه بندیان خوشې شي.

1 COMMENT

  1. طالیبان د سولی خلک نه دی۰د طالیبانو فرهنګ افغان وژنه ده۰
    د طالیبانو د بادارانو په جنګ کښی ګټه ده۰ اصل کښی طالیبان
    کرایی او اجاره یی قاتلین دی یعنی که هر څوک پیسی ورکړی د همغه د خوښی لپاره افغانان وژنی۰
    مطلب داچه جنایی مخبوسین مه ازادوی که چیری داقاتلین ازاد شی۰
    زمونږ سربازان به فکر وکړی چه د څه لپاره دومره زخمت باسو چه قاتل ونیسو بیا بیرته ازادیږی۰
    ڼوټ۰۰ د ملی فوځ نه دا ّهیله ده چه قاتل مخکی له مخکی وژنی مه یی ژوندی پریږدی
    چه بیا د خلیلزاد پر معاملو ازاد شی۰ مننه رازمخمد کا مه وال

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب