دوشنبه, مې 6, 2024
Homeجنرال وزیريلږ په معنویت پسې شو| جنرال دولت وزیري

لږ په معنویت پسې شو| جنرال دولت وزیري

ډیر تفاوت دی په انسان کې د معنی په لحاظ

واړه لګیا دي ځینې ځان، ځینې جهان جوړوي

   ځوانانو ته!

کله چې واک ته ورسېدئ، فکر مه کوئ چې ټول شیان لکه خپلوي، دوستي، ملګرتوب، انسانیت، ښه ځواني او راشه درشه پای ته ورسېدل، بلکې تاسو يې پیل وګڼئ.

دا هر څه موقتی دي، د دولت څوکۍ هم ټول وخت نه وي.

يوې ښځې خپل میړه ته وویل: «پاچاهي ښه ده خو چې تل وای.» میړه يې ورته وویل:

«که تل وای ما او تاته نه رسیده.»

 واقعي نېکمرغي په ژوند کې دایمي لذت ته رسېدل دي او دایمي لذت پر خپلو اوسنیو امکاناتو شکر ایستل، له ژوند او موجوده امکاناتو خوند اخیستل دي.

ځوانانو!

کم تر کمه لس کاله خپل شخصیت ته کار وکړئ، وروسته ستاسو شخصیت ستاسو له پاره ټول ژوند کار کوي.

زه خو د تجربې له مخې دا خبره درته کوم، ما ډېر کسان لیدلي دي چې د وزارت له څوکۍ ملنګۍ ته ښکته شوي دي.

داسې هم فکر ونه کړئ چې ټوله نېکمرغي په شتمنۍ، مادیاتو، پیسو او یا هم په لوکسو موټرو کې ده.

پیسې، موټر او ماڼۍ هم ډیر وخت د بدمرغیو سرچینه وي.

    مدام به خواږه نه وي، د ترخو سره اشنا شه

                   ګلونه بې وفا دي، د اغزو سره اشنا شه

    چې خپل، خپل به کیدل هغه ټول درنه پردي شول

                   چې خپل درنه پردي شول، د پردو سره اشنا شه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب