یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکوچیانو په میدانښار کې د ورشوګانو د غصب پر ضد لاریون وکړ

کوچیانو په میدانښار کې د ورشوګانو د غصب پر ضد لاریون وکړ

خبریاله: عاقله اسد (دوشنبه د سرطان ۱۶) د میدان وردګ ولایت په مرکز میدان ښار کې نن یو شمېر کوچیانو د خپلو ورشوګانو د غصب د پای ته رسېدو او ټولنیز عدالت لپاره لاریون وکړ.

لارېونوالو ويل چې د دوی څړځایونه د زورواکانو له لوري غصب شوي دي.

هغوی زیاته کړه؛ د افغانستان د نورو قومونو په شان د پوره حقونو غوښتونکي دي او په دولتي ادارو کې دې له دوی سره بد چلند ودرول شي.

لاریون کوونکو ويل چې هزاره او کوچیان سره وروڼه دي او ترمنځ دې یې په لوی لاس تفرقه نه اچول کيږي.

د میدان وردګ یو تن مدني فعال عبدالقیوم راستمن تاند ته وویل، د ایران یو شمېر ګوډاګیان شته چې ملي شورا او د دولت جګړو چوکیو ته یې ځانونه رسولي او د دې ولایت خلک لانجو او بې اتفاقۍ ته هڅوي.

 

مظاهره چیانو ویل چې له څو کلونو راهیسې خپلو مېنو او څړځایونو ته نه پرېښودل کېږي.

د میدان وردګ ولایت د کوچیانو آمریت په یوه خبرپاڼه کې له حکومت څخه غوښتي چې تفرقه اچوونکي ونيسي، تر څو دوی په ارامه ژوند وکړي.

دوی ویلي چې لاريون یې سوله ییز دی او نور دې د دوی حوصلې نه ازمايي.

یاد آمریت زیاته کړې؛ یو شمېر وکیلان او نور اشخاص شته چې د خپلو شومو موخو لپاره د خلکو له احساساتو ناوړه استفاده کوي او حکومت یې باید مخنیوی وکړي.

د میدان وردګ په بهسود ولسوالۍ کې د ځايي هزاره قوم او کوچیانو ترمنځ له څو کلونو راهیسې پر څړځایونو جنجال دی ډېری وخت د دواړو خواوو ترمنځ په نښتو کې مرګ ژوبلې هم اوښتې دي.

د دواړو خواوو استازي وايي چې تراوسه دولت د دوی د ربړې په هوارولو کې پاتې راغلی دی.

4 COMMENTS

  1. کوچیان د افغانستان د نفوس یوه معینه فیصدي وګړي او اتباع دي .
    دوی د نورو افغانانو په څېر د ټولو حقوقو او وجایبو درلودونکي دي . دوی عموما د مالدارۍ په روزلو بوخت دي چې هرکال یو زیات مقدار حیواني او د لبنیاتو محصولات ټولنې ته وړاندې کوي . کوچیان زمونږ دهېواد د طبیعي جوړښت او خپلو مالونو د روزلو او پوولو لپاره تل له یوې سیمې ، بلې ته په حرکت کې وي ، اوړی د هېواد مرکزي برخو ته او ژمي تودو سیمو ته کوچ کوي.
    لکه څنګه چې زمونږ هزاره ورونه د هېواد په هره برخه کې د کار او ژوند حق لري ، همداشان کوچیان هم هرچېرې چې وغواړي تګ راتګ کولی شي .
    پدې وروستیوکلونو کې زمونږ یو شمېر هزاره ورونو د کوچیانو ورشوګانې غصب کړي او د هغوي جایدادونه یې په مرکزي سیمو کې په خپل نوم اړولي چې دا کار واقعا د نورو په حقوقو تجاوز او ظلم شمېرل کیږي. بنا د افغانستان دولت باید په ټول قوت سره د کوچیانو د حقوقو دفاع وکړي. که کوچیان هغو سیمو ته چې دوی غواړي نه ورپرېښودل کیږي ، په هغه صورت کې هزاره ورونه هم بې له بامیانو ، دایکندی او د غزني د جاغوریو له ولسوالۍ پرته بل چېرته د تګ راتګ او اوسېدو حق نه لري .
    د افغانستان اسلامي دولت باید له هغو زور واکانو ، جنګسالارانو ، غاصبینو او شراچوونکو وکیلانو او د هغوي له مدافعینو سره عاجل ، قانوني او لازم حساب وکړي چې د دغي ملي لانجې اصلي عاملین بلل کیږي . که دغې حیاتي موضوع ته څوک ارزښت ورنکړي ، سبا به زمونږ هېواد د لویو ملي او قومي منازعاتو سره مخامخ او مسوولیت به یې د افغانستان د دولت او په دولت کې د پورته یادشوي جنجال او ستونزو د مدافعینو په غاړه وي .

  2. د حکومت د توجه وړ
    همدا اوس د میدان وردګو ولایت په بهسود ۱ او بهسود ۲ ولسوالیو کی د کوچیانو په هلبندونو یا مال چرونو کی په کوچیانو څه روان دی، لنډ غرقوماندان علی پور، شجاعی او دا څو ورځی مخکی د ولسی جرګی لنډغر وکیل غلام حسین ناصری د خپل اتوماتیک دوربین دارماشین او نورو لنډه غرانو سره د کابل څخه حرکت کوی او د کوچیانو څړ ځایونو ته ځان رسوی، بی الاخیره په کوچیانو، دکوچیانو په ماشومانو، کیږدیو او اوښانو ډزی کوی، تر دي چه دغه برحاله احمق وکیل خپل عکسونه په فیسبوک کی اچوی چه زه بهسود ته تللی وم او طالیبان می ترور او شکنجه کړل.

    دلته د میدیا په زریعه پخوانی لنډغر قوماندان او اوسنی مخور جرګه مار ښاغلی زرداد فریادی د کوچیانو په دغه غمیزه د حکومت نه خواست وکړه، چه په بهسودو کی په کوچیانو ډیر ظلمونه روان دی مخه یی ونیسی.
    فقط د زرداد فریادی په دغه خبره علیپور، شجاعی او نورو بی شماره هزاره ورونو دهیواد دننه اود باندی سخت او شدید عکسلعمل څرګند کړه.
    خو زه بیا حیران پدی شوم چه د محقیق، خلیلی او هزاره وکیلانو او چارواکو ترڅنګ د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیځ او دارګ ساتونکی جنرال مراد علی مراد بیا ډیر شدید او توند غبرګون ښودلی وه. اوس تاسو فکر وکړی چه د وسله وال پوځ یو لوی درستیځ چه قومی تریخ دریځ او داسی حساسیت ولری، نو بیا هغه عسکرچه مراد علی مراد د خپل نیږدی چاپیریال څخه رواستی وی د هغوی حساسیت او ذهنی عقده به کومه درجه ولری .
    اګر چه ځمونږ ځینی پوهه اوښاغلی ورونه تل یادوری کوی چه دا ډول پیښی او جرمونه د یو شخص کار دی او یا دا چه په دیی حساسو حالاتوکی قومی پیښو ته لمن مه وهی ځکه دښمن مو قوی کیږی او حکومت کمزوری کیږی.
    کله چه د یوی منطیقی ټول وکیلان، چه دخپل ټول ملت څخه نماینده ګی کوی، د تنظیم مشران یی او تر لوی دریستیځه او لنډغره یی زما کوچی د طالب او تروریست په نوم وژنی نو دغه وژنه حکومت نه بلکه نظام کمزوری کوی. ځکه حکومت په لوی لاس علیپور پریښودو اوس د ایران د فاطیمون لخوا ورسره د اسلحی او افرادو مرسته کیږی.
    د ا لینک په انترنیټ کی ولیکی چه لنډه غر وکیل غلام حسین ناصری په ډیره بیرحمی سره په خپل ایرانی دوربین داره ماشین سره کوچیان او دهغوی اوښان او څاروی په ډزو وژنی.

    https://www.youtube.com/watch?v=sqb8drOJM4A

    دحکومت څخه احترامانه خواست کووم چه د وکیل ناصر دغه عصری دوربین داره وسله چک کړی، چا ورکړی او ساخت یی کوم ملک دی، او هم باید محکمی ته معرفی شی چه په کومه وجه یی کوچیان په شهادت ورسول
    د خدای په امان

  3. دا هم دخادم المفسدین د۱۴کلنی دوری لیوان دی چی تیر لازمی قیودات یی لیری او دی خلکو ته یی د دوی د ظرفیت او سوابقو خلاف هر څه بی توله ورکړل ، کیدای شی ایرانی کڅوړی چی ارګ ته ورکول کیدی ؛قسما یو بدیل یی همدا بی سنجش امتیازات وی چی دوی تر لاسه کړل او اوس تر ریاست جمهوری ،وزارت دفاع او محاکمو راورسیدل چی کاملا سطحی او اجرتی معامله وه ،او اوس یی تاوان ملت ورکوی ،چی دا هم د بن د انحصاری معاملی یوه متعفنه برخه ده چی د اوسنی جنګ او تباهیو اصلی عامل هماغه د بن معامله ده
    د بن معاملی د پښتنو د محرومیت تر څنګ ، جنګ یی هم پر پښتنو تحمیل کړ او د طالب او القاعده تر نامه لاندی وژل کیدل او زندانونه ورباندی ډک شول چی دا کار د پنجاب او ایران د مفسدو حکامو غوښتنه هم وه
    بیا له بل خوا مراد غوندی خلک چی مخکینی حکومتونو د قیوداتو له مخی د جګتورنی نه وړاندی نشوای تلی ،اوس د جنرالی په دور کی یی اکثرا پښتنی سیمی بلا دلیله د توپونو او بمونو تر اور لاندی راوستی چی په سلګونو نمونی یی مطبوعاتو نشر کړی او ثبت دی
    اوس وکیل ناصری چی ځان د پښتنو قاتل ښیی او پدی ظلم افتخار کوی ،ویل کیږی چی د آیت… مفسدو حکامو د کرونا ترڅنګ په زرګونو د فاطمیونو ملیشی رالیږلی نو ځکه د وکیل نه د جاهلی تعصباتو بوجی جوړه شوی او د کوچیانو په قتل افتخار کوی.
    نتیجه دا چی:
    آزموده را آزمودن خطاست
    دی خلکو ته د مخکنیو امراوو قیودات ، دقیق وو ، او لیری کول یی د کڅوړو په بدل کی ،ملی خیانت او اجرتی کار وو ، عاملین یی باید ځواب ورکړی
    ځینی کم ظرفیت مفسد حکام چی ځان مقام کی ګوری ،فکر کوی چی هرڅه زما صلاحیت دی او ځان ټولواک بولی ،نه سوابقو ته ګوری او نه تاریخ یی لوستی.
    مع الا سف ولیدل شول چی دکتور دانش،محقق،علیپور،شجاعی ،ناصری او ایرانی ملیشی ټول یوشانته عمل کوی او ټول د جاهلی تعصباتو نه ډک او شر جوړونکی ښکاری او ملی ګټی نه پیژنی نو باید ایل او اهلی شی

  4. سلام وتنوالو،
    د کوچيانو ټپوس څوک وکړي ديوه يا دو کسو په نارو د کوچيانو حق له هزارهګانو څوک نشي اخستلاي ځکه چه هزارهګان منزم يو حزب لري او ټول په ګده خپل غږ پورته کوي او دځان د کوم ساتنه کوي تاسي وګوري هزارهګان په کومه برخه کي تر پښتنو نه مخ کي ته نه دي او کومي اسانتياوي حکومت هغوی ته دپوهني ، تجارتي لاري روغتونونه…………. نه د برابر کړي ځکه هزارهګان په حکومت کي خپل نمايندهګان لري چه د هزارهګانو د غوښتني دفاع کوي. تر څو چه پښتانه يو موټی شوي نه وي اوپه وچ زور خپل حق له نورو جابرو او غلو نه وانه خلي هزارهګان يي نه ورکوي. دا ربړ خو له هزارهګانو سره پښتانه کوچيان دا دوه لسيزي کيږي چه لري دا ربړ خو په خوا وختونو کي نه وو افسوس پښتانه کوچيان داسي څو نه په حکومت کي او نه په اولس کي لري چه دد سرګردانه اولس د حقوقو غمه وخوري. کوچيانو خو له کلونو کلونو په د دولتي ځمکو او غروکي خپل څاروي پوول داده نن هزارهګانو تري غزب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب