تاند (دوشنبه، د سرطان ۱۶) د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان وايي، د افغانستان او پاکستان اړیکې مخ په ښه کېدو دي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د افغانستان د ملي پخلاینې شورا ريیس عبدالله عبدالله ته د پاکستان د سفر بلنه ورکړې ده.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر عاطف مشعل تېره اوونۍ د پاکستان د صدراعظم د سوداګرۍ د چارو سلاکار رازق داوود ته بلنه ورکړه چې د دوو خواوو ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو په اړه د خبرو لپاره له یوه پلاوي سره کابل ته سفر وکړي.
پاکستان په وروستیو کې له افغانستان سره ټول رسمي بندرونه پرانیستل.
د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼه وايي چې د دې ترڅنګ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي ویلي چې هیواد به یې په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره د خپل رول لوبولو ته دوام ورکړي.
ده کابل ته د پاکستان د پوځ د لوی درستیز او د استخباراتو د ريیس وروستي سفر ته اشاره وکړه او هغه یې خورا ګټور او رغنده وباله.
په همدې حال کې د پاکستان اسوشیتید پریس خبري اژانس ویلي چې د افغانستان د ملي پخلاینې د عالي شورا ريیس عبدالله عبدالله به ښايي ژر د پاکستان د باندنیو چارو وزیر په رسمي بلنه اسلام اباد ته سفر وکړي.
د دې اژانس پر اساس، عبدالله به د دوو هیوادونو پر اړیکو او د سولې پر پروسې له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي.
تېره اوونۍ پاکستاني رسنیو وویل چې شاه محمود قریشي په کورونا وایرس اخته شوی دی.
لکه چې داځل پنجابیان غواړي زمونږ ناکام او قسم خوړلي خپل سر اعلان شوي درې میاشتینی ولسمشر په کورونا اخته کړي .
ورک سې مردار بوټيه۔ له ځان سينګار پرته د هېڅ و نه کړل
اسلم جانه وروره سلام
سينګار هم يو کمال ده هر څوک يي نه شي کولای او د سينګار لپاره بايد سړی روپی هم ولري او روپي پيدا کول هم يو غټ کمال ده هر څوک يي نه لري