شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهمحسن داوړ د خیبر لویه جرګه منفرده وبلله او له برخه والو...

محسن داوړ د خیبر لویه جرګه منفرده وبلله او له برخه والو یې د نظم ساتنې غوښتنه وکړه

تاند (شنبه/د میزان ۲۱مه) — د ملي دیموکراتیک غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې پخواني غړي محسن داوړ د خیبر د لویې جرګې له برخه والو څخه د جرګې د نظم ساتنې غوښتنه وکړه.

ښاغلي داوړ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، «داسې ښکاري چې په خیبر کې جوړه شوې د پښتنو جرګه له تاریخي پلوه له ټولو جرګو څخه منفرده ده او ګټوره به ثابته شي،»

هغه د پاکستان د امنیتي ځواکونو له خوا وړمه ورځ د جرګې په منتظمینو باندې د مخامخ ډزو په نتیجه کې د وژل شویو ځوانانو مرګ ته په اشارې وویل، «الله دې وکړي چې د دې جرګې لپاره د ۴ ځوانانو جسدونه په دې ځمکه باندې وروستي جسدونه وګرځي او د راتلونکي د امنیت سبب شي.»

په ورته وخت کې د جرګې رابلونکي پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین جرګې ته په خپله لومړنۍ وینا کې د پښتنو له ټولو سیاسي ګوندونو او ولسي استازو څخه په جرګه کې د ګډون له امله مننه وکړه او د پښتنو تر منځ په یووالي یې زور واچاوه.

ښاغلي پشتین وویل، چې ټول پښتانه سره یو دي، هر چا چې د دوی غورځنګ ته هر ډول بد ویلي وي دوی ورته بخښنه کوي او د خپل غورځنګ له غړو څخه یې وغوښتل چې د پښتنو د ټولو ګوندونو د غړو او د لویې جرګې د برخه والو درناوی وکړي.

ویل کیږي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د پښتنو د ولسي استازو او سیاسي ګوندونو دا لویه جرګې د دې لپاره رابللې چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د پښتنو په سیمو کې د وژنو، ترهګرۍ د ترویج، تښتونو، په زور د پيسو اخیستنو، زنداني کولو، وژلو او شکنجه کولو په هکله بحث مباحثه وکړي او د حل لارې ورته راوباسي.

عیني شاهدان وایي، د خیبر په لویه جرګه کې د برخه والو شمېر ساعت په ساعت ډېرېږي او ډېر هغه خلک چې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د بندیزونو له امله د غرونو او رغونو له لارې جرګې ته په پښو روان شوي ول، هم د لویې جرګې ځای ته رسېږي او د جرګې منتظمین وایي چې د برخه والو شمېر دومره ډېر شوی چې په ۸۰۰ جریبه ځمکه کې هم نه ځایېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب