سه شنبه, فبروري 7, 2023
Home+د الفت کور و ګور | دوکتور لعل پاچا ازمون

د الفت کور و ګور | دوکتور لعل پاچا ازمون

د سترګور نقاد، ریالیست او په انسانیت مئین لیکوال استاد ګل پاچا الفت ۴۵تلین په یاد
ما له مینې څخه ډکو زړو کې ګورئ
زه یم هلته یو له بله چې الفت وي
د سمسور لغمان د عزیز خان کڅ په لمن کې د یو دنګ سپوره خوله غره او لکه د مار پټه کوږ وږ روان سین تر منځ د سړک تورې لیکې سویلي ډډې ته د زمانې یو لوی مینه ناک، ظریف او سترګور انسان خوب وړی دی.
د غره باد او د شنو فصلونو وږمې یې ذهن تخنوي او دخپل شعور په ډیوټ کې د لګېدلې شمعې نڅا ته مو رابولي. د کابل جلال آباد پر لاره تلونکي مسافر یې له انساني پیغامونو برخمن کېږي. د انساني فکرونو خاوندان یې په خپلو لپو کې یادونه نمانځي. پيغام یې ټولنیز عدالت، هوساینه، الفت او انسانیت دی.
د دغه سترګو نقاد پر سترګو پرتې خړې خاورې د مینې کیسې کوي، د لفظونو اور اورکي یې شپې او ورځې رڼوي، په خپلو لفظونو د وخت پر ټټر څراغ بلوي او خپله ابدي جونګړه د بل په شمعو نه رڼوي. د خپل فکر ډیوې بلوي، لکه د شمعې تار د اور په منځ کې ژوند کوي او نورو ته رڼا بښيي، خو د بل په خوله سپین ته تور او تور ته سپين نشي ویلای.
د شعور په کرونده کې یې د انسانیت فصل پوخ شوی او دانه دانه په مترنمو ګوتو را ټولوي، زمانې ته ترې د ګلونو هار جوړوي.
د زمانې دغه لوی خدمتګار، د لفظونو جادوګر شاعر، په خلکو او خاوره مین انسان استاد ګل پاچا الفت دی.
د مترنمو لفظونو دغه پاچا د خړې پړې ګنبدې سیوري لاندې په شاعرانه خوب ویده دی، د ګنبدې وره ته څېرمه یې په یوه لویه اسماني رنګه تخته پر سپین رنګ لیکل شوي دي: د نومیالي مفکر، لیکوال، شاعر او سیاستوال اروښاد استاد ګل پاچا الفت مزار.
د دغه لوی انسان تلپاتې کور په ګڼو قبرونو کې رایسار دی، په دې هدیره کې د زمانې ډېرې ککرې ویدې دي، ځان بختور بولي چې د داسې یو لوی او مینه ناک انسان کور ورسره نږدې دی او هره شېبه ترې د میني او انسانیت درس لولي، دا ترې زده کوي چې انسان مینه ده، یو د بل په حال ځان خبرول، په غم او ښادۍ کې یو له بله سره ځان شریکول دي. په مترنمه ژبه زمانې ته دا پیغام پرېږدي چې:
نه ښايي انسان ته چې د بل په غم غمجن نشي
لویه بدبختي ده چې څوک نه ژاړي له چا سره
زړه یې مه بوله تور کاڼی د صحرا دی
په لیدو د زخمي زړه چې زخمي نشي
د ده تر څنګ روزونکی او پالونکی پلار یې خښ دی.
دې هدیرې د چا د لاس د شمعو منت په غاړه نه دی اخستی، ددغه لوی انسان د لفظونو رڼا پرې لګي.
د دنیا له هستۍ دغه باغي او پر ځان بسیا انسان له خپلو خلکو او ولس سره دومره مینه کړې چې اوس ورپسې د زړونو سترګې کږې دي. د خلکو په زړونو کې یې ځانته کور جوړ کړی دی. ځکه خو خپله پته ورکوي چې:
ما له مینې څخه ډکو زړو کې ګورئ
زه یم هلته یو له بله چې الفت وي
کلیوال یې په ډکو سترګو یادوي او یادونه یې په اوښکو نمانځي. زله خان چې دعمر اویا پسرلي یې خزان کړي دي او له استاد الفت سره نږدې پاتې شوی دی وايي: الفت صاحب ډېر خوږ او مینه ناک انسان و، کله یې چې نوم واورم، د هغه مینه ناکه، له عبرته ډکه څېره او خوږې خبرې مې ذهن ته راشي، زه یې روزلی او پاللی یم، دده له برکته مې ښوونځی ولوست او دیوې مړۍ ګټلو جوګه شوم.)
د استاد الفت دغه خړ پړ کور چې ابدي کور ته یې څېرمه د تور سړک شمالي ډډې ته آباد دی، شاهانه نه و، خو د شاهانو دمه ځای و.
پر دې ځمکه د هغه لوی انسان د پلونو سیوری ګرځېدلی چې ژوند یې مینه مینه او خلوص و. پر دې ځمکه هغه لویه اروا ګرځېدلې چې د نورو جونګړو ته یې ډیوې غوښتې. د بل د منت له خوړو او ظلم و تعدی یې د غریب ګرېوان را ټولاوه. د بې وسو، بې کسو او یتیمو اوښکو په حال یې ځان خبراوه، زله خان کیسه کوي چې: ( یوه ورځ یو یتیم، ناست دی په سر خاورې بادوي، ژاړي، مور یې هم په سلګو ده، الفت صاحب پوښتنه کوي: دا ولې؟ د یتیمانو مور د کلي د خانانو وینځه وه، هغوی یې زامن رټلي وو، استاد دغه ښځه او بچي یې ځان سره کابل ته بوتله، هملته یې په خپل کور کې دېره کړل، په یتیمانو یې درس ووایه، هغوی لوی او بسیا شول. همداسې د نورو ډېرو یې لاسنیوی کړی دی چې کله به ور نه چا د کوم چا پوښتنه وکړه چې: استاده! هغه هلکان نه ښکاري، دی به ور ته موسک شو، د خدای رحم پرې وشو، اوس په کار اخته شوی دی، رسېدلي دي.)
الفت د پوهې ډیوه په لاس ګرځوله او خلک یې د پوهې رڼا ته رابلل، دی په دې ګروهه و چې د هر انسان ښایست په پوه او زده کړه کې دی، نو لومړنۍ هڅه یې دا وه چې د خپل کلي او ولس خلک څنګه د ښوونځي پر وره ننباسي، زله خان ته غوږ شئ: ( اول خپل حال درته وایم، زه او یو څو تنه نور کلیوال یې له دغه ځایه پخپل موټر کې کابل ته بوتلو، په رحمان بابا لیسه کې یې شامل کړو، دی به چې جمعه کور ته راتللو نو موږ به یې له ځانه سره راوستو، ویل به یې: کور کې شپه وکړئ، خیرنې جامې مو ومینځئ، شنبې په سهار به بیا له ده سره تللو، د ښوونځي په وره کې به یې له موټره ښکته کړو. )
استاد الفت له کتاب او قلم سره ژوند وکړ، په کور کې یې یو لوی کتابتون لاره، د سیمې خلک یې لوست ته رابلل، دوی ته به یې په سوغات کې کتابونه ورکول او تاکید به یې پرې کاوه چې ویې ولولي، بیا به یې له خلکو پوښتنه کوله چې کتابونه مو لوستي که نه؟
د داسې لویو انسانانو چې ارمان یې د یوې هوسا او بسیا ټولنې جوړول وي، د خپلې ګروهې او ژمنتیا له مخې د خلکو لاسنیوی کوي، دغه لاسنیوی یې د تظاهر او ریا لپاره نه وي. استاد الفت یو داسې ژمن انسان و چې د خپل کور له چرګۍ نه یې د نورو کورونو رڼولو ته سپرغۍ ورکولې: ( کله به یې چې غله وشوه، نو ده ته خو به بې وسه خلک معلوم وو، موږ به یې را وغوښتلو، د هرچا لپاره به یې غله بېله کړله، ددې لپاره چې ریا ونشي او د غریبو شخصیت خوندي پاتې شي، نو د شپې ناوخته په تیاره کې به یې موږ د خلکو کورونو ته خدای ورکړی وس لېږه.)
په دغه کور کې چې اوس پکې نوې ودانۍ جوړې شوې دي، زد استاد الفت د وخت خونې ورانې شوي دي، زله خان هغه ځای ته چې د استاد د وخت خونې پکې وې، ګوته نیسي او وايي: ( د استاد د ناستې او خوب کوټه ډېره ساده وه، دده ساده ژوند خوښ و) بیا هغه ځای ته لاس نیسي چې اوس پکې چوتره ده وايي: استاد الفت به دلته له کلیوالو سره ناست و، کیسې به یې ورسره کولې، که د وخت شاهان او چارواکي به ورته هم راتله، نو همدا یې د ناستې ځای و. ده ته خان بېګ و امیر ټول یو ډول وو. پر دغه ځای یې له اعلیحضرت محمد ظاهرشاه، شهید داوود خان، میوندوال، موسی شفیق، ډاکترظاهر، وزیر محمد ګل خان مومند، پاچا خان، شمس الدین مجروح او یو شمېر نورو سره ناستی شوی دی.)
د لویو خلکو غوښتنې او هیلې د خپل قام او ولس بسیاینه او پر ځان متکي کېدل وي، استاد الفت هر څه د خپلو خلکو لپاره غوښتل : میوندوال یې یو وخت لیدلو ته راغی، دا وخت دی کورناستی و، هغه ور ته وویل: څه غواړې؟ موږ په تمه وو چې پاچا صاحب به ځانته څه وغواړي، خو زموږ د توقوع خلاف پاچا صاحب غوښتنه وکړه، ور ته یې وویل: په دې کلي کې ښوونځی نشته، دوی ته یو ښوونځي منظور کړه، میوندوال ځای پر ځای د پاچا صاحب غوښتنه ومنله. دغه اوسنی ښوونځی چې د کور تر خوا یې دی او دده په نامه دی، دا همدغه لوی شخصیت په زیار جوړ شوی دی.
لوی شخصیتونه د خپل شخصیت د لوړاوي او محبوبیت راز د پرېوتو او فقیرو خلکو په مجلسونو کې ګوري، له غوږه ګړېدونکیو پر ځای د خپل ذهن له ګړېدونکیو مجلسونه بهتر بولي. د استاد له نظره: پوهه ټوله راوتلې له مغزو ده
هسې نه چې په دې ډېرو کتابو ده.
بصیرت او علم نشته په کتاب کې
که څه نه وي د مغزو په پیچو تاب کې
دداسې فکر خاوندان هڅه کوي چې ناسته ولاړه له هغه چا سره وکړي چې هغه خپلې خبرې ولري، استاد ته په دغه فکر نږدې کسان هغه څوک وو چې له خپل ذهنه غږېدل، نه له غوږونو.
د ده هڅه دا وه چې د خلکو له ولیو د غلامۍ جغ لرې کړي، نو ددغه کار لپاره یې بهترینه مبارزه دا ګڼله چې ولس یې له نویو او عصري شیانو سره بلد شي او ښوونځی ولولي. ( یو وخت یې کلي ته د برېښنا را تېرولو هڅه وکړه، خانان یې په مخکې خنډ شول، خانانو کلیوالو ته دا ذهنیت ور کړ چې دا څراغ درته ښه دی، که برېښنا راغله، نو تاسې به تاواني شئ، بیا به درنه شل یا دېرش روپۍ غواړي. تاسې غریب خلک یاستئ، دا پیسې به له کومه کړئ؟ بیا یې د تیلفون هڅه وکړه، خانانو د کلي خلکو په غوږونو کې دا مندرۍ واچوله چې دا خو مصرفي شی دی، تاسې غریب خلک یاستئ، خوخیر پاچا صاحب ځانته انډله کي تیلفون را تېر کړ، بیا به یې پر هماغه ټیلفون د کلیوالو ستونزې حلولې. خانانو یو ځل د مکتب جوړولو ممانعت هم وکړ، خو ښه وو بریالي نه شول.
د ګلونو دغه لوی پاچا او سوداګر تل له ژوند سره مینه کړې، له خپل کلي ولس، ملت او ژبې سره یې په ورین تندي پاللې ده، خوی او ناسته ولاړه یې له الفته ډکه وه. په ورین تندي یې د خلکو میلمه پالنه کوله، د پښتانه ژوند او بنسټ له مخې یې له میلمه سره چلن کاوه، چې څه تیار وو، هغه د یار وو. د خان، بېګ، امیر او ګدا کاسه یوه وه.
خپل خوراک یې هم ساده و، ساده خوراک یې خوښ و. ( جواری، سابه، په تبي کې اوږه یې ډېره خوښه وه، د پولاونو او غوښو سړی نه و. ) تل به یې په عام دسترخوان ډوډۍ خوړله.
لوی خلک هڅه کوي چې په ژوند فکر وکړي او د ژوند لپاره لاره چاره برابره کړي، دوی ژوند د طبیعت د بېلابېلو توکیو په مخونو کې ویني، د طبیعت هر توکی ژوندی ګڼي، له کاڼي، بوټي ، هوا، اوبو او حیواناتو سره ځانګړې مینه کوي. استاد الفت د ژوند په فلسفه مین و، په کور کې یې دننه واړه واړه پټي او بڼ جوړ کړی و، قلم او کتاب به یې چې کېښود نو ، بېل، بېلچې، رمبي او قیچي ته به یې لاس کړ. په ګلونو کې به یې للون کاوه، له ونو او بوټو سره یې ډېره مینه وه، همدا به یې پالل. اوس یې د لاس نښه ایله یو څو بوټي پاتې دي. دده هڅه دا وه چې خلک کرکیلي ته وهڅوي.
د دغه کور تر شاه تر سینه کروندې دي،( استاد به پر پولو ګرځېده، له کروندوګرو ته به پر پوله کېناست، هغوی سره به یې مجلسونه کول. دوی به یې کرکیلي ته هڅول.)
د استاد له طبیعت خوی او پنځونو داسې ښکاري چې له خلکو سره ناسته ډېره خوښېده او د هغوی له ناستې به یې د فکر ډېوې بلولې. (دی ډېر نرم مزاجه انسان و، ورو ورو او لږ غږېده، د شمار او کار خبرې یې کولې. په خبره به یې په ډېرې اسانۍ خلک پوهېدل.)
په اسانه د خلکو پوهول هنر دی، د استاد په وینا او لیکنه کې دغه هنربېل ښکاري، دی په ډېره خوږه، ساده او ولسي ژبه د فکر او مانا لویه دنیا ابادوي. دده له نثر او وینا خلک خوند او پند اخلي. رواني، فصاحت او بلاغت یې د وینا او لیکنې لوی کمال و.
د زړونو خلک ظریفه او مهینه طبعه لري، له خلکو سره ناسته پاسته یې د زړه په تخت وي. حاضر ځوابه هم وي.
د استاد الفت د ظرافت کیسې په کلي کې هم خپرې دي. زله خان یې کیسه کوي چې دی ورسره په یو سفر کې ملګری و، له کابله څه مشران راغلي وو، کله چې کاکڅ ته ورسېدل، نو وړاندې یې یوه ګله خره ولیدل، یوه مشر ملګري یې وویل: عجب په خرو کې هم الفت شته، الفت صاحب سمدستي ور ته وویل: هو لکه زه چې تاسې کې یم.
کله چې کور ناستی شو، نو د استاد عبدالله بختاني او ذله خان په وینا دی به له کوره وړاندې د ګورګ ایسار غونډۍ ته تللو او هلته به یې ورځ تېروله ، هلته به یې لیکنې کولې.
دی به هرسهار تر عبادته وروسته د کابل جلال آباد پر همدې غځېدلي سړک د زمانې یو بل روحاني شخصیت کجورې ملا صاحب تر زیارته ګړندی ګړندی ګرځېده، پر ځان پوه و چې یوه ورځ به بېرته له خپلې سټې سره یو ځای کېږي، دغه سترګور نقاد چې په ټولنه کې د ټولنیز عدالت، برابرۍ او روڼ اندۍ لپاره مبارزه کوله، د ټولنې ناخوالې، ظلم وتیري او ناوړه دودونه یې غندل، نو د ژوند په وروستیو سلګیو یې له انساني پیغامه ډک وصیت په لیکلې بڼه پرېښود.
تقدیره ګوره یوه ورځ سا اخستونکي رب د دغه لوی انسان له ولیو د ژوند درون پېټي اخستو پرېکړه وکړه، ګاوندي یې ذله خان وايي: یو ماشوم راغی او زما پلار ته یې وویل: ماما راشه، پاچا صاحب بې هوښه دی، موږ ټولو په منډه منډه ځان ور ورساوه، خو د تقدیر پرېکړه نه بدلېږي، دغه لوی انسان د همدغه کور په خټیو کوټو کې خپل پور پرې کړی و. مخلوق یې جنازې ته راټول و، ذله خان وايي: اوس یې هم هغه شېبه په یاد ده چې دغه مبارک شخصیت ، یو ځای ته لاس نیسي او وايي، په دغه ځای کې په خواږه ابدي خوب ویده و او خلک یې دیدن ته رامات وو.
وروستی وصیت یې د قبر په خړه پړه پرته شناخته دده د فکر پلوشې خپروي.
غواړمه چې مرګ مې وي په شان د یو فقیر
نه دې پکې ویر وې نه د خلکو ډېر بهیر
نه دې په راډیو کې وي زما د مرګ اعلان
نه دې وي زما په قبر خان بېګ وامیر
خاورو ته دې وسپاري ماهغه دهقانان
هغه چې کري تخم او وړي خیر کثیر
الفت د مینې او ورورۍ غږ و، د انساني ټولنې ددغه استازي یو پیغام د قبر په ولاړه شناخته داسې لیک شوی دی:
هغه ورځ به بختوره وي هر ګوره
چې د سپينو زړونه تور نه وي له توره
نژادي توپیر هېڅ نه وي په دنیا کې
نه په شرق او نه په غرب نه امریکا کې
تویول د وینو شرم او پېغور وي
شرمنده ذلیل سرټیټی ظلم زور وي
یو له بله محبت مهرباني وي
د الفت هیله او فکر جهاني وي
دا وخت په هدیره کې د جومات دوه زده کوونکي چې سپینې خولې یې پر سر وې، راښکاره شول، ترې مې وپوښتل: تر ګنبدې لاندې دا مزار د چا دی؟ ویل یې نه یې پېژنو. بیا مې وپوښتل: دده په باب درته ښوونکیو څه نه دي ویلي؟ د سرپه کږولو راکږولو او چق یې پوه کړم چې نه. ځان سره مې وویل: دنیا لګیاه ده د دغه لوی انسان پر فکر، هنر او فن دکتوراوې اخلي، خو د کلي ماشومانو ته یې چا نه دی ورپېژندلی. زموږ د خدمتګارانو ژوند او کارنامې د بې شناختو هدیرو په څېر دي، ولس یې تر ډیوې لاندې په تیارو کې پروت وي.
حمزه قدر په خپل کور کې د چا نه وي
د عربو خلک کم دي چې حجیان دي
د ګلونو دغه مالي د خلکو په زړونو کې خښ دی او د خپلو وږمو رنګونه یې پر دغه خړ پړ مزار بلېږي.


1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب