پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهازبکستان: افغانستان ته د بریښنا صادرات له سره پیلوو

ازبکستان: افغانستان ته د بریښنا صادرات له سره پیلوو

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د ازبکستان حکومت اعلان کړی، چې افغانستان ته د بریښنا صادرات له سره پیلوي.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي،‌ چې ياد شوي صادرات یې د جنورۍ له څوارلسمې راهيسې د انرژۍ د کمښت له امله ځنډولي وو.

سرچینه زیاتوي، چې ياد شوي صادرات به د جنورۍ له پنځه ویشتمې څخه بیرته پيل او ورسره د افغانانو د برېښنا د نشتوالي ستونزه حل شي.

د افغانستان د برېښنا شرکت يوه پخواني رييس امان الله غالب ویلي، چې د برېښنا ځنډیدو اصلي دليل د طالبانو له ازبکستان څخه د افغانستان د پخوانيو بريښنايي پورونو له ورکړې د طالبانو انکار او د امريکا په اشاره پر طالبانو سیاسي فشار اچول دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي څو ورځې مخکې له ازبکستان څخه وغوښتل، چې د برېښنا د صادراتو په اړه افغانستان سره خپل تړون عملي کړي.

په وروستيو کې د برېښنا د نشتوالي له امله ډېر افغانان سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

ازبکستان وايي چې د برېښنا صادرات یې افغانستان ته له دې کبله پرچاو کړل چې د هوا د سړېدو له امله برېښناکوټ ته د ګازو په رسولو کې ستونزې پېښې شوې.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت وايي، افغانستان ته یې د برېښنا صدور په موقتي ډول درولی او ژر به یې بېرته پیل کړي.

دا وزارت همداراز وايي چې د افغانستان برېښنا شرکت ته یې مخکې تر مخکې خبر ورکړی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب