جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهد ښځينه حقونو د اعادې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي بل...

د ښځينه حقونو د اعادې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي بل مرستيال افغانستان ته راغلی

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د ملګرو ملتونو د سرمنشي بل مرستیال مارټین ګریفیټس هم د یوه لوړرتبه پلاوي په مشرۍ افغانستان ته سفر کړی.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د سرمنشي یوه بله مرستیاله آمنه محمد هم د ښځينه حقونو د اعادې لپاره افغانستان ته راغلې وه، خو ظاهراً تش لاس بیرته ستنه شوه.

د ملګرو ملتونو د تازه پلاوي د سفر په اړه د طالبانو په یوه اعلامیه کې راغلي، چې د دوی د رژيم د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره یې لیدلي او د ښځو او نجونو د سلب شويو حقونو د بیرته ورکړې غوښتنه ېې ورڅخه کړې ده.

ددغه پلاوي مشر مارټین کوي،‌ چې په ترکیب کې یې د «Care» نړیوال خیریه بنسټ عمومي منشي سوفیا سپریچمن، د یونیسف اجرائیه ریاست مرستیال عمر عبدي، «Save the children» مؤسسې رئیسه جانتي سوریپتو هم ګډون لري.

د طالبانو اعلاميه ليکي، چې پلاوي د افغانستان له اوسني امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل چې د ښه امنیت له کبله موږ توانېدلي یو چې خپل خدمات د هیواد تر ګوټ ګوټ ورسوو.

پلاوي دغه راز، په ۲۰۲۳م کال کې افغانستان ته د تر ټولو لوړ مقدار ۴،۶ میلیارده ډالرو په ارزښت مرستو را جلبولو او په ۲۸ میلیونه هیوادوالو د وېشلو خبر ورکړ.

ددې تر څنګ د ملګرو ملتونو مرستیال د ښځو د کار او زده کړو په اړه خپلې اندېښنې او د دوی پر کاري برخه يې اغېزې شرېکې کړې.

 د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر پلاوي ته ویلي:« افغانستان د نړیوالې ټولنې برخه ده، ملګري ملتونه لوی مسولیت لري چې افغانستان او نړۍ په نژدې کولو کې رغنده رول ولوبوي.»

 متقي ادعا کړې، چې دوی د عمومي عفوې یو داسې مثال وړاندې کړ چې معاصر تاریخ یې بېلګه نه لري.

ملا متقي له راغلي پلاوي څخه غوښتنه وکړه، چې دنیوکو او خلاوو ترڅنګ په افغانستان کې ورستۍ لاسته راوړنې او فرصتونه په رښتیني ډول نړیوالې ټولنې سره شریک شي.

د طالبانو د اعلاميې له مخې، ملا متقي د راغلي پلاوي اندېښنې په غور واورېدې، د «پاملرنه» مؤسسې د فعالیت د بیا شروع کولو په اړه یې ځانګړې مننه وکړه.

طالبانو نه دي ويلي، چې د ښځينه حقونو په اړه د ملګرو ملتونو پلاوي ته د دوی ځوابونه څه وو ؟

2 COMMENTS

  1. ملګري ملتونه هغه زموږ لس ملیارده ډالرو په هکله ولي چوپ دي چي هیڅ درک یې نسته هغه خو د ۴۰ ملونه خلګو حق دی

  2. ولا اصلی پوښتنه خو دا ده چی:
    که رشتیا هم ملګری ملتونه ؟ ( چی اصلی مَلَک او مالِک ئی د امریکا استعماری دولت دی ) د افغان د ښځو او نرانو د حقوقو د تأمین په غم کی وای یا وی نو ولی ئی دا سپین سکاره ( چپراسیان او وحشی صحرایان ) د افغان پر خاوره مسلط کړی دی؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب