شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهپاکستان وايي، له افغانستان سره لوبلړۍ به لغوه نه کړي

پاکستان وايي، له افغانستان سره لوبلړۍ به لغوه نه کړي

تاند(دوشنبه، د دلوې ۳مه) د پاکستان د کرکټ بورډ ريیس نجم سیټي وايي، پاکستان به د استرالیا په شان له افغانستان سره د کریکټ پلان شوې سیالۍ لغوه نه کړي.

د بي ایس پي این کریک انفو د راپور له مخې، سیټي وویل، «کریکټ او سیاست باید سره جلا وي.»

ده په عین حال کې وویل چې دا سیالۍ به درې یو ورځینۍ نه بلکې درې شل اوره سیالۍ وي او په یوه بل هیواد کې به ترسره او ورڅخه ترلاسه کېدونکی عاید به د افغانستان او پاکستان ترمنځ نیم په نیمه وي.

دا په داسې حال کې ده چې دا سیالۍ د افغانستان په کوربه توب په متحده عربي اماراتو کې کېږي او اصولاً د ټکټونو له درکه ترلاسه کېدونکې پیسې د افغانستان برخه کېږي.

ټاکل شوې وه چې افغانستان او پاکستان درې یو ورځینۍ مسابقې وکړي.

پاکستان نن سبا له خورا شدیدې اقتصادي تنګسې سره مخامخ دی.

د روانې جنورۍ په ۱۲ مه د استرالیا د کریکټ ادارې له افغانستان سره پلان شوې سیالۍ په دې پلمه لغوه کړې چې د طالبانو رژیم د افراطي اقداماتو په دوام کې نجونې له پوهنتوني زده کړو او ښځې په غیرحکومتي موسسو کې له کار کولو منع کړې.

خو سیټي د افغان ښځو د ممنوعیت موضوع ته په اشارې وویل، دا مسله له دوی سره تړاو نه لري او نه غواړي چې د نورو هیوادونو په چارو کې کار ولري.

د پاکستان د کریکټ بورډ ادارې ريیس زیاته کړه:«زما شخصي دریځ دا دی چې سیاست او کریکټ باید سره ونه اخښل شي. نو د دې اصولو له مخې، ټاکل شوې ده چې د پاکستان حکومت د دې لوبو په اړه پرېکړه وکړي او فکر کوم چې حکومت به اجازه ورکړي.»

سیټي په دې اړه چې ولې د یو ورځنیو سیالیو پر ځای د شل اوره سیالیو پرېکړه شوې، وویل، افغانستان او پاکستان له مخکې لا د ۲۰۲۳ د یو ورځنیو نړیوال جام سیالیو ته لاره موندلې ده نو د دواړو لپاره د سوپرلیګ پوانټونه پکار نه دي.

سیټي په عین حال کې وویل چې د افغانستان لوري غوښتل چې پاکستان له دوی سره یو ورځینۍ سیالۍ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب