پنجشنبه, اپریل 18, 2024
Homeخبرونهراحله دوستم په ترکیه کې د ښځو د حقونو په ننګه غونډه...

راحله دوستم په ترکیه کې د ښځو د حقونو په ننګه غونډه کړې

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د لغوه شوې مشرانو جرګې منشۍ راحیله دوستم، چې د عبدالرشيد دوستم لور ده، په ترکیه کې د افغان ښځو د حقونو په ننګه او د طالبانو د حاکم رژیم خلاف لویه غونډه کړې ده.

نوموړې په دې غونډه کې له نړیوالو غوښتي، چې د طالبانو پر ضد فشارونه زيات او د افغانانو او په خاصه توګه د ښځو دفاع وکړي.

د جمهوري نظام له سقوط څخه شاوخوا يو نيم کال وروسته دا لومړی ځل دی، چې د دوستم لور د افغان ښځو په ننګه غږ پورته کوي.

څه موده مخکې د دوی د کوربه هېواد ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د ښځو پر ضد د طالبانو د رژيم سياستونه نقد کړي او د اسلام او انسانيت خلاف بللي وو.

د چارو يو شمېر شنونکي باور لري، چې پخواني جنګسالاران د ښځو پر وړاندې د افغان مبارزو ښځو نړیوال شوی غږ اوس په خپله ګټه تماموي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب