Homeخبرونهسترې محکمې د کندهار زون لپاره ځانګړی معاونیت رامنځته کړی

سترې محکمې د کندهار زون لپاره ځانګړی معاونیت رامنځته کړی

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د طالبانو د رژيم د سترې محکمې وياند مولوي عنایت الله وايي، چې دغې محکمه په خپل اوسني تشکیل کې پینځه معاونیتونه لري، چې يو ېې د کندهار زون د قضايي چارو معاونیت دی.

نوموړي د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي ټلويزيون ته په يوه ځانګړې مرکه کې د کندهار زون لپاره د ځانګړي معاونیت د رامنځته کیدو دليل نه دی روښانه کړی.

هغه په عین حال کې ويلي، چې د طالبانو له واکمنيدو سره په محکمو کې فساد ورک شوی او د خلکو کارونه له ځنډ پرته مخته وړل کیږي.

د طالبانو دغه وياند ادعا وکړه، چې تر دې دمه هیچا د محکمې له کارونو شکایت نه دی کړی او دوی په ټول هېواد، ان نويو تشکیل شویو ولسواليو کې هم د خپلو فعاليتونو په پيلولو توانیدلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د حقوقي چارو څارونکي د طالبانو پر محکمو نیوکې لري او وايي په څو لسيزو کې د افغانستان روزل شوي او تجربه کار ظرفیتونه ترې شړل شوي او دندې ېې ټولې ملایانو ته سپارل شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...