پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونههرات کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شو

هرات کې د ګوزڼ پر ضد د واکسین کمپاین پیل شو

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏د هرات د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، چې په یاد ولایت کې د ۲۰۲۳ کال د واکسین لومړی فرعي کمپاین پیل شوی.

د هرات د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت آمر ډاکټر عبدالوحید رحماني وویل، چې دغه د واکسین کمپاین به د شینډند او انجیل ولسوالیو په هغو سیمو کې، چې په کې د پولیو د پېښو خطر لیدل کېږي پلي شي.

په ورته وخت کې د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ لپاره د طالبانو د رژيم رییس مولانا نعیم الحق حقاني له خلکو غواړي، چې د واکسیناتورانو له ټيم سره همکاري وکړي او خپل ماشومان واکسین کړي.

د یادونې وړ ده، چې د واکسین کمپاین په دې پړاو کې به ۲۷۷ زره ماشومان واکسین شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...