Homeخبرونهپښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ کې د افغان کډوالو او علي وزير په...

پښتون ژغورنې غورځنګ کراچۍ کې د افغان کډوالو او علي وزير په ننګ لاريون وکړ

تاند:( دوشنبه، د دلوې درېیمه)‏ د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ څانګې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو او د خپل غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزير په ننګه لاريون وکړ.

د دغه لاريون پر مهال د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستاني ځواکونو ناوړه چلند غندل شوی او هم د پاکستان له زندانه د ملتپال سياستوال علي وزير د‌ خوشې کیدو غوښتنه شوې ده.

ښاغلی وزیر، چې د پاکستان په پارلمان کې د وزيرستان د خلکو منتخب استازی هم دی، له څو کلونو راهيسې پاکستان د پښتنو پر ضد د خپلو سياستونو د توند مخالفت له امله بندي کړی.

د پاکستان څو محکمو د ښاغلي وزير د خوشې کیدو پریکړه کړې، خو د پاکستان پوځ د نوموړي د خوشې کیدو مخالفت کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...