جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبله ((نوې رڼا)) څۀ راواخلو او څۀ راوانۀ خلو؟

له ((نوې رڼا)) څۀ راواخلو او څۀ راوانۀ خلو؟

  اسدالله غضنفر ||

   د افغانستان د شلمې پېړۍ په ادبياتو كې د مقالو يوه مهمه ټولګه د استاد قيام الدين خادم ( نوې رڼا) ده. نوې رڼا په دريم ځل په ۱۳۸۴ كال كې په لويه كچه په پنځۀ سووه شپږ ديرش مخونو كې چاپ شوې ده.

   اووۀ څلوېښت كاله پخوا( په ۱۳۴۰ شمسي هجري كې ) د (نوې رڼا) په لومړي چاپ باندې پخپله مقدمه كې استاد خادم ليكلي دي چې: ما د خپلو تېرو څلوېښتو كالو له مقالو، كانفرانسونو، ادبي ټوټو، ځينې تحقيقي مضامينواو قصو څخه په كتابي صورت يوه داسې مجموعه تياره كړه چې ادبي او افادي اهميت ولري او د پښتو نثر نمونه وي.)

   د دې كتاب لويه برخه د مقالوده. مقاله نثري ژانر دى. معمولا لنډه ده، لكه لنډه كيسه. لنډه كيسه د يو چا په ټول ژوند رڼا  نۀ اچوي، بلكې خاصو پېښو او د يو چا خاصو خويونو ته اشاره كوي. مقاله هم غالبا د موضوع له ځينو اړخونو راچورلي. په مقاله كې ليكوال معمولا د يوې پېښې، موضوع يا مفكورې په اړه خپل نظر څرګندوي. ځينې مقالې د خاصو علمي او فني ساحو د كسانو لپاره ليكل كېږي، خو اكثره يې د عام لوستونكي لپاره وي او دليكوال هڅه پكې دا وي چې صريحې، واضحې او جذابې خبرې وكړي چې په لوستونكي باندې خپله ليكنه ولولي.

   له ( كنفرانسونو) د استاد منظور هغه ليكنې ښكاري چې خلكو ته يې اورولې دي. دغسې ويناوې  چې وليكل شي، مقالې يې بللى شو او هغه څۀ ته چې استاد ( تحقيقي مضامين) وايي هغه هم د مقالې د ژانر برخه ده.

   مقاله د استدلال او معلوماتو په مټ ليكل كېږي، تخييلي ژانر نه دى. خو ادبي ټوټه چې په نوې رڼا كې يې څو مثاله شته، د شعر په څېر تخييلي ژانر دى. كلمې او جملې يې د شعر په څېر ډېر ځله مجازي معناوې لري، د شعر غوندې يې لوى مقصد د احساس پارول دي او بيا هم د شعر غوندې د ژوند واقعي مسايلو ته واقعي حل لارې لټول خپل كار نۀ ګڼي. په ذكر شوې مقدمه كې د استاد خادم دا خبرې د هغۀ په ذهن كې د مقالې او ادبي ټوټې د توپير څرنګوالى راښيي: زما د منثورو ادبي اثارو دوې مجموعې پخوا تر دې د ، نوي ژوندون،او ، خيالي دنيا ، په نامه نشر شوې دي. خو په دغه مجموعو كې د شعريت او ادبيت پرخوا ميلان ښودل شوى دى. مګر په نوې رڼا كې دا كوشش شوى دى چې د پښتو په نثر كې يو داسې اسلوب ايجاد كړى  شي چې د ټولو علمي، فني او آفاقي معلوماتو د افادې د پاره مساعد وي.)

   ( قصه) هم چې په نوې رڼا كې يې څو مثاله شته، د تخييل يا د تخييل او واقعيت مشترك پيداوار دى او د ادبي ټوټې په څېر يې له مقالې په اسانه بېلولاى شو. خو كه يوه ليكنه د قصې غوندې پلاټ ولري، مګر پېښه او موضوع يې ټوله واقعي وي، هغه بيا كيسه نه بولو. په نوې رڼا كې ځينې ليكنې د قصو غوندې پلاټ لري، خو واقعې حوادث دي، لكه د وزير محمد ګل خان مومند مرحوم په لاس د جنايت كارو د نيولو يوه حادثه چې د يو پوليسي ابتكار، تر عنوان لاندې ليكل شوې ده. دغسې ليكنې ادبي او هنري رپورټ بللى شو. خو ايا پخپله استاد به په نوې رڼا كې  خپلو داسې ليكنو ته چې د كيسو غوندې مظبوط پلاټ لري يا يې نه لري مګر واقع شوى حالت بيانوي، مثلا

 د يوې خاطري يا د سفر د مشاهدو ( لكه د بحر آباد سمڅې)  بيان يې پكې كړى دى،  كوم نوم وركاوۀ؟ زۀ بهتره بولم چې د ( بحر آباد سمڅې) د يوۀ سفر راپورتاژ وبولم او په هغو ژانرونو كې يې شامل نه كړم چې استاد يې نومونه اخيستي دي.

   په نوې رڼا كې د سوال و ځواب  په بڼه يوه نيمه ليكنه هم شته چې واقعي هغې ته يې ( لكه ايا د وطن مينه غريزي ده؟ ) رپورټ ويلى شو او خيالي هغې ته يې تر دې چې مقاله يې وبولو ممكن د مكا لمې  يا داسې بل نوم وركول مناسب وي.

   په دې كې شك نه شته چې مقاله ډېر مهم ژانر دى مګر په دې كې هم شك نه شته چې دې ته كه هر شكل او تعريف وټاكې، دا پكې نه ايساريږي. همدا وجه ده چې د ژانر په توګه په مقالې باندې ډېرې لږ خبرې كوو. خو په دې كې مونږ تاوان كړى دى، مقاله د فكر د لېږدولو ډېرمهم او ممكن تر ټولو مهم ژانر وي.

  زۀ دا خبرې د استاد خادم د نهۀ ويشتم تلين په مناسبت غونډې ته ليكم. زمونږ عادت دى چې د  خپلو تېروشخصيتونو لپاره غونډې يوازې د هغوى ستاينو ته بېلوو خوكه د خپلو مشرانو كارته  تنقيدي نظر ونه كړو او د هغوى په راپاتې ميراث كې د لال او كوتي لال توپير ونكړو نو معنا  به يې دا وي چې مونږ د نن د جوړولو لپاره له ماضي څخه كار نه اخلو بلكې نن د ماضي د جوړولو لپاره پكاروو او دا  هڅه ځكه بې فايدې ده چې مونږ په نن كې ژوند كوو، نه په پرون كې او بل  د نن بدلول په رشتيا ممكن دي خو د پرون بدول د هيچا د وس خبره نه ده. استاد خادم د دې ټولنې يو لوى نقاد وو، د دۀ  لويه اروا به يقينا په دې خوشحاله شي چې د دۀ په كارباندې نيوكې هم پكې شاملې كړو. ځكه نو ځان ته دا جرات وركوم چې اول د نوې رڼا هغه څه ته اشاره وكړم چې زما په خيال داسې  پكار نه وو:

يو، تشبيهي استدلال: اسطوره پېژندونكي وايي  چې انسان د خپل ژوند او تمدن په سباوون كې د خيال او واقعيت فرق ونۀ كړ. د اسمان په څنډه كې راختونكى لمر داسې ورښـكاره شو لكه څوك چې خاندي نو ويې ويل: لمر خاندي. دۀ په خپله تشبيه د واقعيت ګومان وكاوۀ. دۀ اسطورې خلق كړې او اسطورې يې د زړۀ له تله ومنلې. ويل شوي دي چې سقراط ځكه اعدام شو چې د اسطورې د سلطې نسكورېدل يې غوښتل. خود اسطورې په څېر خيال او واقعيت ګډول او د تشبيه په بنياد د خپل استدلال درول تر اوسه پورې زمونږ په ليكنو كې ليدل كېږي. د استاد خادم ليكنې هم د دې پخواني ميراث له اثراتو پوره پاكې نه دي. د مثال لپاره د نوې رڼا د ادب او حيات په نوم مقالې دا جملې ولولئ:

 ( په ايټم كې له هستې نه چاپېره الكترونونه او په افلاكو كې اقمار له شمسه او بيا شمس له خپلو ټولو اقمارو سره د يو بل شمس نه ګرد چاپېره ګرځي او مركز د جاذبې په قوت سره خپله سلسله ساتي. هلته هيڅ زورور كمزورى نه خوري او نه يې هلاك ته وركوي بلكې كه احيانا د ا سلسله خطا شي نو هلاك او تباهي طاري كېږي. نو ايا انسان له دې  نظامه كوم وتلى شى دى؟ چې دلته به اجتماعي مركز چې شاه وي كه حكومت،بې له تنظيم او ادارې نه بله خوا ته چې تخريب ته منجر كېږي، نيسي؟ او كه دا ليار ونيول شي نو د كايناتو د دغه حاوي قانون نه به پرته بله نتيجه وركاندي؟ بلكې د كايناتو نظام د ارتقا او تكامل خوا ته هدايت او رهبري كوي، نه د تخريب او تباهي لور ته.)

   كله چې استدلال د تشبيه په بنياد دروو بيا ممكن مجبور شو چې د تشبيه دواړو غاړو ته د يو بل ځانګړنې وبخښو او مضاعفه اشتباه وكړو. د انسان تاريخ راته وايي چې انسان تر اوسه پورې په مجموع كې مخ په بره روان د ى خو ايا په دې يقين كولاى شو چې بې روحه طبيعت هم ورځ په ورځ بهتره كېږي؟ او د تكامل په حالت كې دى؟ ايا په يوه ټولنه كې د پاچا او حكومت نقش واقعا له لمر سره ورته بللى شو؟ ايا دا په ګټه ده چې حكومتونه هاغسې زورور وي لكه لمرونه چې د جاذبې په مټ ستوري تر ځان راڅرخوي؟ تشبيهي استدلال په ګړني او ليكني ادب او معرفت كې لويه برخه لري، دغه شاعرانه توكى ډېرځله ليكنه ښكلې كوي، او كه د استدلال بنياد ورباندې ونه دروو نو د ليكنې په وضوح كې ښه برخه اخلي، مګر د استدلال د تباه كولو يو لوى عامل هم دى. هغه مقالې چې په غير جدي سبك ليكل كېږي په هغو كې ممكن د مطلب خوږلت او جذابيت د استدلال په كمزورۍ پرده غوړوي خواستاد خادم په خپلو ځينو جدي مقالو كې هم له تشبيهي استدلاله استفاده كړې ده.

    په تشبيه باندې د واقعيت ګومان كول، په خيال باندې د واقعيت ګومان كول دي. په خيال باندې د واقعيت ګومان ضرور نه دى چې خامخا  د تشبيه په اساس وي. نور ډولونه هم لرلاى شي. استاد خادم( د شهاب الدين غوري سيرت) په نوم مقاله كې ليكي: د دېنه پس په دويم كال ناڅاپه سلطان له غزني نه روان شو. يونيم لك پښتانۀ،ترك او تاجيك لښكر ورسره وو، دا لښكر چې پېښور ته ورسېد نودلته ديره شو. هيڅوك نه پوهېدل چې سلطان څۀ اراده لري او دوى چېرته ځي. اخر يو زوړ سپاهي زړۀ كلك كړ، سلطان ته راغۍ ويې ويل: اعلحضرتا، ستاسو اراده څه ده؟ او ددې لښكر مقصد څه دۍ؟ سلطان په موثره لهجه ورته وويل…) دلته مونږ وينو چې واقعيت او تخييل سره ګډ شوي دي. په تاريخي ناولونو كې تاريخ هم وي خو څرنګه چې ليكوال تاريخ نه بلكې ناول ليكي نو د خپلې ليكنې د اغېز د زياتولو لپاره بلا خيالي جزييات ورسره يو ځاى كړي .خو يوه مقاله چې د تاريخ او واقعيت په نوم ثبتوو، هلته بيا تخييل كه ښكلا هم پيدا كوي، د ليكنې اهميت كموي. د استاد په ليكنو كې يو نيم بل ځاى هم د خيال او واقعيت دغسې گډوله وينو.

دوه ، بې طرفه سبك: د شېر شاه سوري اخلاق په نوم مقاله كې لولو:… له دغه مينځه يو نفر پښتون چې يوسف خيل يې بالۀ او په خان خانان ملقب و،كابل ته په بابر پسې لاړاو مغول بابر پادشاه ته يې په ساطان ابراهيم لودي باندې د يرغل كولو لارې چارې وروښودې او ترغيب يې وركړ. چې څو د دغه كورني نفاق او ملي خيانت په نتيجه كې د سلطان بهلول لودي نمسى او د سلطان سكندر لودي زوى، سلطان ابراهيم لودي د پاني پت په ميدان كې په ډېره ځوانمردۍ او مېړانه د مغولو سره په جنګ ګې په شهادت ورسېد.)

    ايا كه بابر په دې جګړه كې وژل شوى واى، بيا به هم ليكوال ورته ليكلي  و چې په مېړانه شهيد شو؟  په دې كې شك نه شته چې تاريخ ډېرځله د زورورو ملاتړ كړى او بلكې د زورورو په خوښه ليكل شوى دى نو كله چې د مغلوب لوري ليكوال ته قلم په ګوتو ورغلى د تاريخ د بې انصافۍ د ازالې لپاره يې د مغلوب ننګه كړې ده، مګر له بې انصافۍ سره ورته مقابله پخوانۍ بې انصافي نه ختموي بلكې صرف يوه نوې بې انصافي زېږوي او بله دا چې كه غواړو تاريخ زمونږ خلكو ته خير ورسوي  نود ليكلو په وخت يې بايد  خپلې ملي، نظرياتي، منطقوي يا نورې خواخوږۍ هېرې كړو. يوازې په علم او تاريخ كې نه بلكې ان په بلكل تبليغاتي ليكنو كې هم د سبك بې طرفي په ګټه ده.

 درې،د تېرو زمانو له خلكو د خپلې زمانې د خلكو د ارزښتونو توقع لرل: په همدې پاسني مثال كې يوسف خېل په ملي خيانت تورن شوى دى. خو ايا په هغه زمانه كې د ملي خيانت هغه مفهوم وو لكه اوس چې شته؟ د استاد په ليكنه كې د افغانستان د ځينو نورو ليكوالو په څېر كله كله د  تېرو زمانو د خلكو كړنې د اوسنو ارزښتونو په تله تلل كيږي او يا پخوانو خلكو ته اوسني ارزښتونه منسوبېږي.

   څلور، د روسي ليكوال انتوان چيخوف په باره كې مې لوستي وو چې دۀ د خپلو كيسو د بيا كتنې په وخت د ډېرو  د سر جملې  لرې كړې دي. د چيخوف په نظر دا احتمال ډېر دى چې ليكوال د ليكنې په ابتدا كې غير ضروري خبرې وكړي.

  زمونږ اكثره مقالې همدا ستونزه لري. د استاد ځينې مقالې هم په غير ضروري  جملو پيلېږي. په نوې رڼا كې ( د غزني ساحه ) په نوم مقاله داسې پيل شوې ده: دغه ځمكه چې د آمو او اباسين او پامير او بحيره عرب په منځ كې پرته ده، د طبيعت او جغرافيايي وضعيت په لحاظ يو هويت او ځانته تشخص لري. دغه هيواد چې نن د افغانستان او پښتونخوا په نومو بېل يادېږي په پخوانو اعصارو كې كله په اريانا او كله په پښتونخوا ياد شوى او نن ورته مونږ پښتيانا ويلى شو.

 دا ځمكه يوه جګه سطحه ده چې داسې لوړو غرونو، اوچتو څوكو احاطه كړې ده چې تېرېدل ورنه په اسانۍ سره ممكن نه دي…)

  ليكوال اصلي موضوع ته چې د غزني ساحه ده، ډېر وروسته راځي.

پنځۀ، د غزني د ساحې په مقاله كې يو ځاى لولو: د غزني د ښارنه مخامخ د كندهار په لور د سړك دواړو غاړو ته يوڅو كلي دي. دلته عنايت الله خان او د مهجور ډله زمونږ اشنايان دي. حاكم عبدالوهاب د دغو كليو سپين ږيرى دى. دلته ځينې خلك په دې خبره سخت ټينګ دي چې مونږ خلج يوو.)

   د مقالې يو ليكوال ممكن دغسې خصوصي موارد د مطلب د وضوح، د تصويري كولو او يا لوستونكي ته د زړۀ ورګډولو او د صميمي حالت د پيدا كولو په خاطر ذكر كړي،خو كه دغه كار د ليكنې د انسجام  د ړنګېدو په بيه وي، بيا نو تاوان پېښوي. مقالې له لويه سره په جدي او غير جدي ډولونو ويشل كېږي. لوستونكى د يوې مقالې د لومړيو جملو په لوستلو سره پريكړه كوي چې له څومره جدي يا غير جدي متن سره مخامخ دى. د غزني په اړه د مقالې پيل د پوره جدي او بلكل غير شخصي طرز احساس راكوي خو پاسنۍ خبرې بيا زمونږ له لومړي احساس سره اړخ نه لګوي. د نوې رڼا په ځينو مقالو كې دغه ناهماهنګي شته.

  شپږ،شاعرانه تاكيد: د شعر ژبه د مبالغې ژبه ده، خو مقاله كه ان د تشو تبليغاتو لپاره هم ليكل كېږي، د مبالغې په وجه تاوان كوي. استاد په يوه نيمه مقاله كې له شاعرانه تاكيده كار اخلي چې د ليكنې د معنا قوت ته تاوان رسوي. په ( ادب او حيات ) نومې مقاله كې لولو: زما په فكر په وروستيو قرنونو كې د پښتنو ناكامي  د حيات په ساحه كې فقط او فقط دې ته راجع ده چې زمونږ د مشرانو عمل له ادبه خالي وو…) استاد دلته د ادب په اهميت شاعرانه تاكيد كړى دى.

  اووۀ، د موضوعاتو تداخل: د استاد په ځينو مقالو كې د موضوع وحدت ته پام نه دى شوى. كله كله خو ان په يوه جمله كې هم وحدت نه وي. مثلا ( د ګرديز جغرافيه ) په نوم مقاله كې لولو: خلاصه دا چې ګرديز مهم مركز او له كابله ډېر پورته او يخ دى.) دا جمله د مقالې د تېرو كرښو خلاصه نه ده بلكې د تيت و پرك خبرو مجموعه ده.

  اتۀ، د نوې رڼا ليكوال د شلمې پېړۍ د افغانستان د ځينو نورو ليكوالو غوندې د كلمو د اصلي شكل او معنا په اړه خپل تصورات لري او كله كله خود همدې شخصي اتمولوژي او فقه الغت په مټ تاريخ او واقعيتونه تفسيروي. د غزني د ساحې په نوم ذكر شوې مقاله كې يو ځاى لولو: ډېر كرته به زما خاطرې ته راتله چې مقور څۀ معنا؟ مګر كوم وخت چې زۀ مقور ته لاړم او د دغه ځاى وضعيت مې په يو عام نظر مطالعه كړ نو پوه شوم چې دا ځمكه يوه چرا ګاه ده، په دې ځاى باندې د كوچيانو او مالدارو د كډو د تګ لاره ده. دا خلك به په اوړي د غور ايلبندو ته تلل او ژمى به د اباسين غاړو ته كوزيدل.

   كوچيان په خپل حركت كې معلوم ځايونه لري چې هلته اړوي، دغه ځاى ته مېنه او كور وايي نو مقور د مكور، مږ كور او زمونږ كور په لاره مقور شوى دى. د مكور په لاره سړى جاغوري ته ځي چې په اصل كې جاى غوري يعنې د غوريانو ځاى دى او د دې نه معلومېږي چې په دې ځاى كې د غوريانو حكومت او دارالسلطنه تېره شوې ده.)

   د كلمو د اصلي شكل د تصورولو په مټ د تاريخ بيان د افغانستان د شلمې پېړۍ په څېړنه او ليكوالۍ كې نور ګڼ مثالونه هم لري.

    د استاد خادم په ادبي ميراث كې غور مونږ ته ډېرڅه رازده كولى شي. د استاد نوې رڼا يوازې د خپل وخت لپاره نوې نه وه. د اوسنو لپاره هم د لارې د يو مشال حيثيت لري. په دې ټولګه كې د عالي فكرونو خزانې او د ښې ليكوالۍ گڼې باريكۍ پيدا كولاى شو. زما په خيال ځينې هغه مهم ټكي چې مونږ يې بايد په نوې رڼا كې له استاده زده كړو او په هغو كې د استاد پيروي وكړو، دا دي:

په افعالو كې تنوع، په افعالو كې تنوع: اسم اوفعل د جملې اصلي اجزا دي. جمله بې ستاينومه او بې قيده راتلاى شي، مګر بې اسمه او بې فعله نه جوړېږي. كله چې وايم : راغى! كه څه هم په دې جمله كې  د چا نوم نه دى اخيستل شوى خو د نوم مفهوم پكې شته. دلته يو چا ته اشاره شوې ده، كه چا ته  پكې اشاره نه واى، بيا  نو خبره نامفهومه وه.

   په ژبه كې اسمونه بې شمېره وي خو فعلونه خورا محدود وي او په دې محدودو كې هم ځينې افعال ډېر تكراريږي او يا خو كه د ډېر تكرار د مخنيوي امكان موجود هم وي، ليكونكي د لټون له زحمته د ځان د بچولو په خاطر يوازې هغه افعال استعمالوي چې سمدستي ورياديږي. همدا وجه ده چې د معنا د دقت او د بدرنګه تكرار د مخنيوي لپاره په افعالو كې تنوع له ليكواله پوره زيار غواړي. مونږ په دې برخه كې له استاده ډېره څه زده كولاى شو.

   استاد ليكي: ځينو خلكو ته باغباني خوند وركوي. ځينو نورو ته مالياري كول او ګلونه كرل او پالل مزه وركوي او ځينې خلك داسې هم شته چې هغوى ته د خلكو پالل، ساتل او لويول د خوشحالۍ باعث وي.) د نوې رڼا د دريم چاپ ۱۹۷ مخ

  دا متن كه بې تجربې ليكونكي ليكلاى نو شايد په درې واړو جملو كې يې يو فعل تكرار كړى واى.

  يو بل مثال: د فرد او اجتماع حوايج او ضروريات يو تر بله سره فرق كوي كه نه؟ د فرد او جماعت روح سره تفاوت لري او كه نه؟ د فرد او ډلې د پاره اصول او قوانين يو دي او كه بېل بېل؟ ) ۱۹۴ مخ

  د استاد خادم په نثرونو كې دا رنګه ډېرې بېلګې وينو چې  افعال د نثر د رواني، د موسيقي د قوت او د معنا د دقت درې واړه مقصدونه تر سره كوي. دلته كه مثلا د لومړۍ جملې فعل تكرار كړو، په معنا كې فرق نه راځي خو نثر به بې خونده شي، او كه د دغو مترادفو فعلونو ځايونه هم سره بدل كړو د كلام رواني، موسيقي او د معنا رسايي به ورسره كمه شي.

   استاد په خپله يوه مقاله كې چې د ملګرو ملتونو د تاسيس د لسم كال په مناسبت يې كښلې ليكلي دي: د ملګرو ملتو ټولنې وكولى شول چې د اروپا د جنګ د پېښېدو مخه ونيسي. په كوريا كې جګړه محدوده او په متاركه يې بدله كاندي.  د هند چين جګړه بس او ترك كړي. د يونان، ايطاليا او شرقي اروپا په اورونو اوبه واچوي، د جرمني خبره د حل خواته نژدې كړي. د چين او فارموسا معضله كې د وساطت او صلحې لاسونه كار كوي. د كشمير مسله غلې ده. ايران كې نن سبا ارامي ده. مصر، سوډان لږ و ډير په ارام شول. دا خبرې  د دنيا غټې غټې واقعې وې چې د ملګرو ملتو انجمن پكې موفق دى.) ۱۶۲ او ۱۶۳ مخونه

    دلته وينو چې استاد د متنوع فعلونو په بركت د هغه وخت د نړۍ د  بېلو بېلو ملكونو د امن و ثبات د وضعيت ترمنځ  ظريف توپېرونه را ښودلي دي.

دوه،څېړونكو پخواني نثرونه له لويه سره د مسجع او مرسل په دوو ډلو وېشلي دي. په تېره زمانه كې اكثرو ليكونكو د معنا رسولو ته دومره اهميت نه وركاوۀ لكه د نثر هغه موسيقي ته چې د  تسجيع په مټ پيدا كېدله. خو ځينو نورو ليكوالو د جملو تر داخلي قافيو او د كلمو  ترمشتركې موسيقي د كلام معنا مهمه بلله. هغه لومړى تمايل د مسجع نثرونو او دا دويم تمايل د مرسل نثرونو له غوړېدو سره مرسته وكړه.  زمونږ په زمانه كې د مسجع نثرونو دود بې موده شو او ورسره ځينو ته د سجعې او د كلام د موسيقي نور صنعتونه بې ارزشه وايسېدل. حال دا چې د سجعې صنعتونه  او د كلام د موسيقي  نور صنعتونه كه په طبيعي ډول راشي او د معنا په رسولو كې خنډ  ونۀ ګرځي، د كلام له ښكلا سره  مرسته كوي. استاد خادم چې ديني علم لوستى او د بلاغت له پخواني علمه خبر و، د نثر و نظم په ښكلا كې د لفظي بديع په اهميت پوه و. دى د شلمې پېړۍ په هغو ليكوالو كې شامل دى چې له لفظي بديع  يې خورا كاميابه استفاده كړې ده. مثال:

 ( ومې كاتۀ چې د اسمان دروازې او د ځمكې خزانې ماته ټولې بېرته دي، له هرې خوا دولتونه او نعمتونه راروان دي، يوه مې دوه كېږي، او دوه مې لس كېږي او لس مې په سلو بدلېږي، بخت مې ويښ دى او چې په چپه يې اچوم راسته لوېږي.)  ۱۷۸ او۱۷۹ مخونه

    دلته  خزانې و دروازې، دولتونه او نعمتونه او يا مثلا چپه وراسته له يو بل سره د موسيقي ارتباط لري چې دغسې موارد د تسجيع په صنعتونو كې مطالعه كېږي. يو بل مثال:

 په ټولنه كې متفاوت افراد او متعدد اشخاص موجود دي.) ۲۵۶ مخ

  په دې جمله كې د (افراد، اشخاص او موجود ) تر منځ متوازي سجعې او په  افراد او اشخاص  كې د ( آ ) د اوږد واول شتون، د( متفاوت او متعدد) د لومړيو څپو يو شانوالي، او دغه راز په يوۀ مشترك توري( ميم) باندې د څو كلمو پيل، يو بل ته لاسونه وركړي، په جمله كې يې استحكام او لفظي ښكلا پيدا كړې ده.

   درې،كاميابه تصويري ژبه، مونږ دمخه د استدلال په كمزورۍ كې د تخييل خطر ته اشاره وكړه، خو تصويري ژبه د مطلب د واضح كولو، د محسوسولو او ښكلي كولو لويه وسيله ده. د استاد خادم په نثر كې د تصويري ژبې كامياب مثالونه مومو. استاد د ننګرهار د آب وهوا په اړه ليكي: د كونډ او سپين غرۀ دامنې داسې يخې دي چې ووړى هم پكې بړستن اغوستل كېږي  مګر د كابل د سين غاړې دومره تودې دي چې ژمى هم څوك لمر ته نۀ شي ټينګداى.) ۹۹ مخ

   دلته يوازې د يخنۍ او تودوخۍ مفهوم نه لولو بلكې يخې او تودې سيمې وينو. متل دى چې : شنيده كى بود مانند ديده.

 استاد په يوه بله مقاله كې د سوري شېرشاه د نيكۀ ابراهيم خان سوري د وختونو د هندوستان د سياسي وضعيت بيان د تصويري ژبې په مرسته په دومره رسا انداز كړى دى: دا هغه وخت وو چې د هندوستان د سياست د سطرنج په تخته په كشمير كې ساطان زين العابدين، ملتان كې ساطان يوسف، مالوه كې علاؤ الدين، جونپور كې ساطان ابراهيم، د ساطنت لوبې كولې  او ساطان بهلول لودي په ټولو كې اوچت و. ) ۲۰۱ مخ

    دغه جملې د سطرنج د خانو غوندې ويشل شوى هندوستان او په هغۀ كې د سياسيونو كشمكش او د دغه كشمكش شاته شخصي آز وهوس په يوۀ وار او په وضوح سره راښيي.

څلور، سلاست و رواني،د استاد نثر په سلاست او رواني كې هم اوچت مقام لري. سليس نثر هغه دى چې د ويلو په وخت مو ژبه تكليف احساس نه كړي او روان يې ولولو. استاد ليكي: … په جهان كې داسې وحشي انسانان هم شته چې د بل غوښه خوري، غلام يې نيسي او د خپل مفاد د پاره يې داسې قربانوي لكه باز چې مرغۍ نيسي او په مزه مزه يې خوري او د هغې په چغو او فرياد يې زړۀ نه سوزي. تاسې خپلو زړونو ته متوجه شئ، دغه كسان چې يوازې د جاه او جلال، عظمت او استكبار پسې ګرځي او د دغه شي په حصول كې په روا او ناروا باندې اړ نه وي، خوشامندې كوي، دروغ وايي، دسيسه او چل جوړوي، خلك غولوي، پيسې جمع كوي او ايمان او شرافت ورباندې خرڅوي، نور ازاروي او خپله خېټه يا د اولاد بدن غټوي يا خپلې ماڼۍ اوچتوي او د بل انسان، اهل وطن، همنوعه او ورور په حال يې زړۀ نه سوزي هيڅكله، د يتيم، يسير، مظلوم او كونډې، غريب او مسافر په حال يې سترګې نه لمدېږي. خندا د غرض د پاره، خبرې د غرض د پاره، وركړه راكړه د غرض د پاره، د پښتنو په اصطلاح بې مزده كار مې نه  زده، چې مزد راكړې كار مې ښۀ زده، دا كسان چې پير استاد، پلار ومور، مشر و حقدار ورته د خپل غرض او مفاد په مقابل كې په كسيره نه ارزي او د ګونګټ غوندې خپل مردار غونډارې تولوي او تل يې په همدغه جيفه نظر وي، كه ډېر دولتمن شي او د ډېرو شتو او رتبو خاوندان شي، او ناز او نعمت يې له كوره بيرون وخوټيږي، تاسو ورته انسان ويلى شئ؟) ۲۷۰ او ۲۷۱ مخونه

   په دې جملو كې  داسې مترادفې يا غير مترادفې كلمې او عبارتونه شته چې كه يې وروسته وړاندې كړئ د جملو معنا ورسره نه بدلېږي. تاسې دا كار وكړئ او بيا وګورئ چې ايا بيا هم متن روان ويل كېږي؟  مثلا كه د ( جاه وجلال) يا ( عظمت او استكبار) د كلمو ځايونه سره بدل كړو،نو وينو چې كلام د اصلي حالت غوندې روان نه پاتېږي. استاد په خپلو اكثرو ليكنو كې د كلام سلاست او موسيقي ته پام كړى او ډېر ځله يې د كلمو مترادفات د دې لپاره راوړي چې د متن اهنګ، موسيقي او يا رواني ورباندې وساتي.

پنځۀ، خطابي كيفيت، د نوې رڼا ليكوال په داسې طرز نثر ليكي لكه چاته چې خبرې كوي. دې ځانګړنې د استاد په نثر كې د صميميت و صراحت خصوصيت زيات كړى دى  او د دۀ ليكنو ته يې د يو ژوندي انسان د خبرو كيفيت وربخښلى دى. لكه څوك چې مخامخ درته ناست وي، بحث درسره كوي او د سا ګرمي يې احساسوې.  استاد ليكي:

    ( تاسو پخپله فكر وكړئ كه سړى ضروري،فرضي اولزومي كار چې درجه يې له نورو نه مخكې وي، پرېږدي او په وروستي، متاخراو غير مهم باندې مشغول شي،نو دا كار سره د دې  چې بې ثمره به وي، مضر به ګوندې نه وي؟ مثال وايم: اودس يې پرېښود او په لمانځۀ  لګيا شو، ښه نو لمونځ يې وشو؟ او كه وروسته اودس كوي نو څله يې كوي؟ او دغه وخت چې په بې اودسه لمانځۀ تېر شو، دا ګوندې كوم ضرر نه و؟

   د ژوندانه ټولې چارې همدغسې دي. كه سړى د علم د تحصيل د پاره ماغزۀ بايلي يا ګټلى دولت دشهرت د پاره په يو او بل، خبرو او ساعتيريو، هغه او دغه د ښې شپې د خوب په شان له لاسه وباسي، نو چې ويښ شي، زړۀ به يې په ډاګ ونه لګېږي؟) ۷ مخ

    د استاد په نثر كې د مناظرې او مباحثې روحيه د هغوى د ليكنو د خطابي طرز يوه نتيجه بللى شو. تاسې په دا لاندې جملو كې هغه ژوندي حالت ته پام وكړئ چې د مباحثې د انداز په بركت پيدا شوى دى:

    ( اروپا، امريكا، روسيه، چين، هندوستان ټولو كې د ښځو حق منل شوى دى. اوس نو ممكنه ده چې زموږ خلك ووايي دا خلك خو ټول كافر دي او مونږ مسلمانان يوو. نو زۀ ويلى شم چې عرب وترك او ايران، پاكستان خو هم مسلمانان دي، وبۀ ګورو چې د هغۀ ځاى د ښځو او ځينو پسماندو ممالكو په حقونو كې فرق شته او كنه؟ په دې وخت كې زمونږ ځينې خلك دا ويلى شي چې مونږ د نورو خلكو په تقليد او پيروۍ څۀ مجبور يوو. زمونږ دين او مذهب چې څۀ وايي په هغې مكلف يوو. دلته خبره حقيقت ته نژدې كېږي. كه دا خلك مونږ سره په قرآن او شريعت فيصله كوي مونږ خوشحاله يوو. اسلام ښځو ته د تعليم، تملك، كاروكسب،ميراث، نكاح ، تجارت، حج، غزا، محكمې، ته د حاضرېدو، دعوې، شهادت، جمعې ته د حاضرېدو، خطبه اورېدو حقوق وركړي دي او مونږ هم د دينه څۀ زيات څۀ نۀ وايو او نه نوره دنيا د دينه زيات څۀ حقوق ښځو ته وركولى شي. د ستر په باب لمانځۀ كې لاهم مخ، قدمونه، لاسونه ښكاره كېدل ممنوع نه دي او د نورو ځايونو لوڅول بېباكي ده. ګومان كوم چې زمونږ په جامعه كې به كوم معقول څوك د بېباكۍ طرفدار نه وي.)

     ۵۵ مخ

   د تخاطب كيفيت د استاد په نثر كې د سواليه جملو مقدار زيات كړى دى او ژوندۍ ګړنۍ ژبې ته يې د نژدې كېد و په بركت د دۀ د نثر ژبه د ليكنۍ ژبې له كليشو خوندي كړې ده. د دۀ د جملو طرز لكه كب چې په اوبو كې وي، هميشه تازه احساسوو او دا ځكه چې د استاد د جمله بندۍ طرز ژوندۍ او بې تكلفه ژبې ته بېخي ور نژدې دى. د دۀ د مقالو په نثر كې د ګړنۍ ژبې اصطلاحات، مثالونه او متكلم ته تر يوې خبرې پورې وريادې شوې خاطرې لولو. ځينو نورو ليكوالو هم كوشش كړى چې خپل نثر ژوندۍ ګړنۍ ژبې ته نژدې كړي خو د هغو د ځينو هڅه  ناكامه ده، ځكه متل، اصطلاح يا د شفاهي ژبې بل توكى يې داسې را اخيستى وي لكه څوك چې په لوى لاس په خپله ليكنه كې دغه توكي داخلوي.ما د استاد په نثر كې د شفاهي ژبې د مصنوعي استعمال هيڅ نخښه  ونۀ ليده.

   شپږ،مقاله چې معمولا د ليكوال نظر څرګندوي، صريح نثر غواړي. كه يو څوك په خپله خبره باور نلري يا د سپينې خبرې د كولو جرات نه كوي، د هغه مجلس د چا نه خوښېږي. د مقالې ليكوال هم چې صريح خبره نه كوي، لوستونكي ورنه ممكن خواتوري شي. مقاله ليكونكى خو په دې خاطر هم صريح نظر او واضح طرز ته اړتيا لري چې له تخصصي ليكنو پرته نورې مقالې د هر لوستونكي لپاره ليكل كېږي او د هرې سويې لوستونكى شايد په هغو خبرو پوه نه شي چې پوره واضح نه وي او هغۀ خبرې يې ستړى كړي چې صراحت وركې نه وي.د استاد خادم په څېر صريح الهجه ليكوال شايد په افغانستان كې بل ډېر كم وي. د مثال لپاره به د استاد يوه څلوريزه راوړم چې د نوې رڼا په كتاب كې يې دوه ځله په دوو بېلو مقالو كې راوړې ده. استاد فرمايي:

 اول صحت دى بيا ثروت دى

ورپسې علم ومعرفت دۍ

تر دې نه وروسته چې خطا نۀ وزې

لازم انسان ته صحيح شهرت دى

دغه څلوريزه كه بل چا ويلى نو دا امكان ډېر وو چې د انسان په اول درجه ضرورياتو كې يې ثروت نه واۍ ياد كړى او كه يې يادولى نو دا بعيده وه چې تر علم يې وړاندې راوستى واى. شهرت يې هم شايد له لسته ايستلى واى. دۀ به دا كار يا د اجتماعي تبليغاتو تر اغيز لاندې كاوۀ يا به يې خپل عزت په دې كې ليدۀ چې ځان ډېر معنوي وښيي. خو خادم صاحب د خپل زړۀ د خبرې په كولو كې تر نورو اكثرو ليكوالو زړۀ ور دى او دې ځانګړنې د دۀ د نثرپه محبوبيت كې لويه برخه لرلې ده.

  اووۀ،كه زۀ راولاړ شم، د سمندرونو د اوبو د جريان په اړه څېړنه وكړم او د دې څېړنې لپاره ډېر كتابونه وګورم دا به مې په افغانستان كې نادر تحقيق كړى وي. زما لوستونكي شايد ووايي چې ليكوال ډېر زحمت ايستلى، ډېر كتابونه يې پسې كتلي او د تحقيق حق يې ادا كړى دى. مګر دا هغه نتيجه وه چې ګټه يې ما ته ورسېده، زما لوستونكي ته خو يې چې په وچه كې د ايسار ملك اوسېدونكى دى،ګټه ونه رسېده. ځينې ليكوال يوازې په خپل ځان او په خپل شهرت ميين وي، دوى غالبا داسې څۀ نه شي ليكلى چې د لوستونكي د ژوند، فكريا مهارت په بهترۍ كې پكار راشي خو هغه ليكوال چې له خپلو لوستونكو سره مينه لري هغه غالبا داسې څۀ ليكي چې لوستونكي ته يې ګټه رسېږي. استاد خادم د هغو ليكوالو په ډله كې دى چې د ټولنې غم ورسره دى او اكثره وخت د دې لپاره ليكنه كوي چې فرد يا ټولنې ته خير ورسوي.

    د نوې رڼا د مقالو يوه لويه برخه د موضوع په لحاظ له اخلاقي فلسفې سره تعلق لري. استاد خادم د اخلاقي فلسفې په موضوعاتو كې هغه څۀ د بحث لپاره غوره كړي چې زمونږ د ټولنې له اخلاقياتو سره يې ارتباط دى. زمونږ په دوديزه او پخوانۍ اخلاقي نظريه كې چې په كلاسيكو ديوانونو كې يې پوره ذكر راغلى دى، د فرد په ژغورنه خبرې كېږي، د ټولنې ژغورنې ته پام نه كېږي. استاد همدې كمزوري پاينټ ته پام شوې او په څو مقالو كې يې له بېلو بېلو اړخونو بحث ورباندې كړى دى. په يوه مقاله كې يې د اجتماعي اخلاقو په اهميت باندې د تاكيد لپاره د اسلام د دويم خليفه دا كيسه راوړې ده: وايي د حضرت عمر( رض) په حضور يو صحابي د يو سړي تذكيه او سفارش وكړ او ويې ويل، دا ښۀ سړى دى. حضرت فاروق ورنه پوښتنه وكړه چې تا د دغه سړي سره چې توصيف يې كوې كله معامله يعنې راكړه وركړه كړېده؟ اصحابي وويل: نه. حضرت فاروق وويل، سفر دې ورسره كړى دى؟ صحابي وويل، نه. ويل يې نو د څۀ له مخې وايې چې ښۀ سړى دى؟  صحابي وويل، لمونځونه اودسونه او د قرآن تلاوت او نور عبادات مې يې ليدلي دي. حضرت فاروق وويل، چې څو يو سړى د دغه اجتماعي امتحان لاندې رانۀ شي تر هغه مونږ ورته ښۀ سړى نه شو ويلاى.

   نو زهد و عبادت يقينا د ښۀ سړيتوب لويې علامې دي. خو دا شيونه د خداى او د بنده تر منځ شيونه دي. مونږ څۀ پوهېږو چې د يوۀ سړي دغه عبادات خداى پاك ته منظوردي او د نيت په صفايي او خلوص بنا دي او كنه؟ نو ځكه مونږ يو سړي ته د ښۀ سړيتوب د شهادتنامې وركولو د پاره چې څو د عمل په ميدان كې امتحان ورنكړي،په تش زهد نه شو متسلي كېدى.ځكه په حديث شريف كې راغلي دي چې الدين المعامله يعنې دين معامله ده او قدسي حديث كې راغلي دي چي: خلك زما عيال دى چې څوك زما د عيال سره ښۀ سلوك او ښېگڼه كوي، هغه ماته ګران دي.)

   ( ۳۳ او ۳۴ مخ ) استاد خادم د دين عالم دى، دۀ په خپلو ګڼو مقالو كې له خپلې ديني پوهې استفاده كړې ده خو د استفادې منظور يې دا نه وي چې د خپل علم زور راوښيي بلكې دغه معلومات د ټولنې د بهترۍ او ترقۍ لپاره راوړي. استاد خادم په خپلو كابو ګردو مقالو كې د لوستونكي د حال بهتره كولو او په لوستونكي كې تحول راوستولو ته توجه كړې ده.

   اتۀ،د بشر يو ډېر پخوانى تصور دا دى چې قديم خلك تر مونږ ډېر پوهېدل او چې هر څومره لرغوني وخت ته ورشې هغومره به د لوى حقيقت په خزانه واوړې. د دغه ناسم تصور يوه نتيجه دا راوتې ده چې ګڼو پوهانو د خپل وخت، خپلو تجربو، خپلو مشاهدو او خپل چاپېريال په اړه څۀ نۀ دي ويلي، دا يې ښۀ ګڼلې ده چې راتلونكو خلكو ته د پخوانو كتابونو په مرسته د هغې زمانې په اړه معلومات وركړي چې دى هم د راتلونكو خلكو غوندې ورنه لرې وو. دغه تصور تر اوسه پورې ډېر اغېزمن دى. زمونږ ګڼو اوسنو ليكوالو دا غوره بللې ده چې د خپلو تجربو او مشاهدو په اړه څۀ ونۀ وايي. خو استاد خادم له هغو ليكوالو دى چې په خپلو مقالو كې خپلو خاطرو او مشاهدو ته بيا بيا مرجعه كوي او د خپل وخت په باره كې غږېدل ورته ضروري ښكاري.

   استاد اووۀ پنځوس كاله پخوا ( په ۱۳۳۰ كې ) د ملي كالي په نوم يوه مقاله ليكلې او هلته يې كښلي دي:

   ( د كابل خلك كه قره قلي ترې لرې كړې، كوم عليحده طرز نه لري. خو كه په عمومي او پراخ نظر وكتل شي د لويې پښتونخوا ملي لباس وطني خولۍ، كميس پرتوګ، څادر يا كورتۍ، څپلۍ يا

    بوټ د نرو، او پوړنى، كميس چې تر زنګنو لنډ نه وي، پرتوګ، بوټونه د ښځو جامه تشكيلوي.

د كميس لستوڼې پوره وي او ګريوان يې تڼۍ لري او په عمومي صورت سره كميسونه كمر چين وي. پښتنې ښځې وېښتۀ نۀ لنډوي او اكثرا يې اوبي. د اوبدلو طريقې د هر ځاى بېلې دي.نارينه په آس او وسله افتخار كوي او ښځې په ګاڼۀ. دې كې هم اختلاف شته. په مناطقو اړه لري. مګر چارګل،غوږ والۍ ، غاړكۍ،پاولۍ، چكن دوزي، په لاسونو كې بنګړي يا وښي او ګوتې عموميت لري. د دې نه چې زيات شي نو افراط يې بولي. پښتانۀ نارينه وريښمينه او رنګينه جامه نۀ اغوندي.) ۳۵۹ مخ

     د دغسې معلوماتو امتياز په اصيل والي او اول لاس والي كې دى. د استاد اكثره ليكنې د هغۀ د زمانې په باره كې يو احساس او تصور راكوي چې دا د كاميابې ليكوالۍ يوه لويه نخښه ده. د يوۀ ليكوال ليكنه كه د راتلونكو زمانو لوستونكى لولي نو لويه وجه به يې دا وي چې هغه ليكوال به د خپلې زمانې په اړه خبرې ورته كړې وي. بنيادم د بل هر ژوندي ساري په څېر يوازې په يوه زمانه كې ژوند كولاى شي خو زړۀ يې غواړي چې مختلفې زمانې احساس كړي. دى په دغه لټون كې طبعا د اول لاس معلوماتو ته ترجيح وركوي.

  نهۀ،استاد خادم د نورو ژبو د كلمو په را اخيستلو كې د پراخ نظر څښتن دى. دى چې له دري، اردو او عربي سره بلد دى، د دغو ژبو هغه لغتونه چې  پښتو يې خپلولاى شي او د دۀ په ليكنه كې له رواني، د معنا له دقت يا د نثر د موسيقي له پياوړتيا سره مرسته كوي، په خلاص مټ را اخيستي دي. په نوې رڼا كې چې اكثره يې د شاوخوا پنځوس كاله پخوا مقالې دي، د نورو ژبو داسې لغتونه هم موندلاى شو چې اوس يې مونږ نه استعمالوو او نا اشنا راښكاري. د دې شي وجه دا نۀ ده چې استاد علم نمايي كوله او د نا اشنا لغتونو د راوړلو پلوى وو، وجه يې دا ده چې ژبه بدلېږي. استاد د كتاب د دويم چاپ په سريزه كې په نوې رڼا كې د خپلو تېرو لسيزو په نثر كې راوړل شويو كلمو باندې داسې تبصره كوي: كه څۀ هم د هغه وخت رايج لغات او تركيبونه چې اوس ورته ضرورت نه شته پكې راغلي دي، خو هغه وخت ناچاري وه. زمونږ مدعا افاده وه.)

   استاد په همدې سريزه كې چې په ۱۳۵۶ كال ليكل شوې ده، د ژبې د خپلو كلمو په استعمال كې افراط په تاوان بولي،ليكي: …. د ژبې تصفيه په ناڅاپي ډول ژبه له ترويجه غورځوي. ضرر يې له فايدې زيات دى.)

   د استاد له دغو خبرو دا نتيجه اخلو چې دى  د ژبې په تحول باوري وو خو په دې كار كې يې د افراط ملګرتيا نه كوله.

    كه د نوې رڼا مقالې د موضوعاتو په لحاظ وګورو اكثره يې هغه خبرې دي چې اوس هم زمونږ لپاره ضروري بحثونه دي. مثلا وطنپالنه، دموكراسي، له رشوت او نورو اجتماعي مفاسدو سره مبازره، د ښځو حقونو ته توجه، د ملت په ماهيت او جوړولو باندې غور، د شعروادب د ماهيت او اهميت په باره كې خبرې، د مطبوعاتو د ارزښت په اړه يادونې، د شخصي ژوند د كاميابۍ لپاره لارښوونې، هڅې او زيار ته د وګړيو وربلل، د ژبې اهميت ته توجه او ځينو نور مسايل. كه د نوې رڼا موضوعات د هغه وخت د مقالو د موضوعاتو يوه بېلګه ومنو نو ويلى شو تر اوسنو مقاله ليكونكو له هغو تېرو ليكوالو سره د وطن او خلكو غم ډېروو. پخواني په خپل تېر تاريخ او هويت تر اوسنو ډېر ډاډه ښكارېدل چې دا كار كه ګټې لري تاوان يې هم شته ځكه ډېر ځله دمصنوعي  ډاډ د پيدا كېدو سبب كېږي. دغسي ډاډ مو ممكن تېر باسي او د ډېرې هڅې ضرورت ته مو متوجه نكړي. خو اكثره اوسني مقاله ليكونكي سره له دې چې ډاډ نلري داسې خبرې ډېرې نه كوي چې د لوستونكي له بېدارۍ او پرمختګ سره مرسته وكړي. دوى اكثره يا د اوبو وړيو غوندې وارخطا دي او يا ګومان كوي چې د دوى د وطن او ټولنې د سمون كار بايد بل څوك وكړي. كه په خپل تېر تاريخ او هويت باندې بې ځايه تكيه د تېر نسل د ليكوالو عيب وبولو نو اوسني چې په پردو ملكونو خيالي تكيه كوي دا شايد لا لوى عيب وي.

   زمونږ په ټولنه كې له تېرو دريو لسيزو د تشدد اوربل دى. مونږ كابو هره ورځ د ظلمونو او قتلونو خبرونه اورو خو ما په اوسنو مطبوعاتو كې د خشونت په خلاف دومره پياوړى مطلب نه دى لوستى لكه استاد خادم چې اتۀ پنځوس كاله پخوا( د ۱۳۲۹ د دلوې په اووۀ ويشتمه نېټه) ليكلى وو. دا ليكنه ( تشدد او سختي ) نومېږي. كاشكې د معارف د نصاب په كتابونو كې شامله شي.

      د افغانستان د وروستيو دريو لسيزو تحقيقي مقالو ته چې سړى ګوري په ځينو كې يې د بې ضرورته ماخذ وركولو تمايل ويني. لكه د مقالې اعتبار چې د ماخذونو په اوږدۀ لسټ پورې غوټه شوى وي. كه زۀ ليكم چې كابل د افغانستان مركز دى، دا خو ښكاره خبره ده، دلته ماخذ ته اړتيا نه شته. مګر په ځينو مقالو كې كه تر دې حده بديهي خبرې ته هم ليكوال ماخذ موندلى، نو د هغه په را اخيستلو كې يې صرفه نه ده كړې. خو استاد خادم بيا په نوې رڼا كې په ځينو خورا ضروري ځايونو كې هم د منابعو يادونه هيره كړې ده.  په دې كتاب كې ځينې داسې ژباړې شته چې ليكوال او منبع يې نه دي ذكر شوي. مثلا ( د انسان معرفت ) په نوم مقاله ماته د خپل سكښت او جوړښت له مخې داسې ښكاري چې ژباړه به وي. استاد په نوې رڼا كې د خپلو معاصرينو يوه نيمه ليكنه هم را اخيستې ده. استاد خادم له وفاته كال دوه د مخه د نوې رڼا د دويم چاپ لپاره په سريزه كې كښلي دي چي: په ۱۳۵۶ هجري شمسي كې ما د نوې رڼا كتاب تصحيح كړ. نوټونه مې پرې وليكل او چاپ ته مې تيار كړ.) استاد  دا ځل تر وسه وسه ليكلي چې پلانۍ ليكنه ژباړه ده، خو ګومان كوم تېر عمر او ناروغۍ ورته دا اجازه نه ده وركړې چې دغه نوټونه تكميل كړي. بهتره ده چې د استاد بختاني په څير خادم شناسه عالم په لارښوونه څوك زلمى څېړونكى په نوې رڼا كې د استاد خپلې ليكنې د نورو له ليكنو بېلې كړي. د نوې رڼا دريم چاپ چې د دې مقالې د ليكلو په وخت له ما سره وو، د اول چاپ په څېر چې پخوا مې لوستى و او نوې زلميتوب د وخت د شيرين ژوند خاطرې مې ورسره غوټه وې، له چاپي تېروتنو مالامال دى. بهتره ده دې خوا ته هم توجه وشي. د دريم چاپ په دوتنې باندې د سل مقالې عبارت راغلى دى خو په فهرست كې عناوين تر دې زيات دي چې دا ولې؟ دغسې نورې وړې وړې خبرې هم شته چې د نوې رڼا په راتلكونكو چاپونو كې پام ورته پكار دى.

     په تلو تلو كې مې زړۀ غواړي د (نوې رڼا) داستاني اړخ ته هم اشاره وكړم. په دې كتاب كې د ( شنه غوا) او ( د پلار مرګ) په نوم داستاني ليكنې د نثر د قوت ، د انساني عواطفو د اثرناك بيان او روښانه انځورونو له جهته، لوستونكي ته د اروپا د نولسمې پېړۍ د داستاني ادب كلاسيك استادان وريادولى شي. زما وړانديز دى چې كه څوك په پښتو كې د معاصر داستاني ادب په پيل او انكشاف څېړنه كوي، دا دوې ليكنې دې خامخا ولولي. په نوې رڼا كې استاد خادم (سيد كمال او ببو جانې ) د ولسي داستان يو  روايت هم خوندي كړى دى. دغه روايت د پښتو د اكثرو ولسي نكلونو په خلاف، چې قتل او خشونت پكې ډېر وي، له تشدده خالي انساني داستان دى. كاشكې په دې نكل كې د زغم،لورېينې، عدم تشدد او پاكې مينې عالي ارزښتونه په فيلم كې خلك وويني. دغسې فلم به د ولس د ذوق او فكر په تلطيف كې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب