شنبه, اکتوبر 12, 2024
Homeخبرونهپه خیبر کې د پښتنو لویه جرګه؛ د نورو ګوندونو تر څنګ...

په خیبر کې د پښتنو لویه جرګه؛ د نورو ګوندونو تر څنګ مولانا فضل الرحمان هم د جرګې ملاتړ اعلان کړ

تاند (جمعه/د میزان ۲۰م) — نن ناوخته د پښتونخوا په خیبر سیمه کې د پښتنو لویه جرګه د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مشر په وینا سره پيل شوه.

د پښتنو په دغې لویه جرګه کې چې په پام کې ده د اکتوبر په ۱۱مه، ۱۲مه، ‍۱۳مه ترسره شي په لسګونو زرو کسانو برخه اخیستې او لا هم له لیرې سیمو څخه خلک په پښو ور روان دي ځکه حکومت په ښکاره د خلکو د ورتګ مخه نیسي.

د پاکستان حکومت او استخباراتي ادارو په بېلابېلو طریقو د خیبر د لویې جرګې د جوړېدلو د مخنیوي هڅې وکړې، خېمو ته یې اور ورته کړ، او ۵ کسان یې د جرګې په ځای کې ووژل خو د پي ټي اېم مشر منظور پښتین په قاطعانه توګه اعلان وکړ او ویې ویل چې جرګه به په هر قیمت چې وي ترسره کوي.

ښاغلي پښتین د جرګې په پیل کې له ګډونوالو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې په جرګه کې د پي ټي اېم سربېره د بېلابېلو ګوندونو غړو برخه اخیستې ده.

نوموړي وویل، په پام کې وه چې دغه لویه جرګه نن د اکتوبر ۱۱مه د ورځې په پيل کې پیل شي خو استخباراتي ادارو ورته ستونزې جوړې کړې.

هغه وویل، لاهور ته د جرګې لپاره د لوی سکرین راوړلو پسې تللي کسان یې له سکرین سره وتښتول، د کرایي خېمو والا یې جرګې ته د خېمو له ورکولو څخه منع کړل، لګول شوې خېمې یې ورته وسوزولې او خلک یې ورته ووژل، له دې امله یې د دوی په پروګرام کې ځنډ رامنځته کړ.

ویل کیږي چې د تېرو دوو لسیزو په ترڅ کې په پښتنو باندې د پاکستان د پوځ او استخباراتي ادارو له خوا د شویو ظلمونو د مستنداتو د خپرولو لپاره پي ټي اېم بل سکرین موندلی او د دغو موادو او شواهدو خپرول به سبا د اکتوبر ۱۲مه سهار لس بجې پیل کړي.‌

منظور پښتین د عوامي نېشنل ګوند، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، جماعت اسلامي، جمعیت علماء اسلام، پاکستان پیپلز پارټۍ، مزدور کسان ګوند،.‌.. نومونه یاد کړل او ویې ویل چې د پښتنو د ولسي استازو تر څنګ د یادو ګوندونو استازو هم په جرګه کې برخه اخیستې ده.

د خیبر په لویه جرګه کې د نېشنل عوامي ګوند استازیتوب میا افتخارحسین کوي او ویل کیږي چې د ګوند مرکزي مشر ایمل ولي خان به سبا په کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې، له جنوبي پښتونخوا څخه د پښتنو یو ستر دیني عالم مولانا محمدخان شېراني هم د لویې جرګې ځای ته رسېدلی او د جمعیت علماء اسلام (ف) ګوند مشر مولانا فضل الرحمان په یوه ویډیوي بیان کې د پښتنو د لویې جرګې ملاتړ وکړ او ویې ویل چې د ګوند یو هیئت به یې په کې برخه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب