یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeادبشعرپه غمجنه لهجه کي اورونکې یوه کیسه! - محمود درویش

په غمجنه لهجه کي اورونکې یوه کیسه! – محمود درویش

       ژباړن: عصمت الله زهیر

زموږ په هیواد کي خورا په غمګینه لهجه کي اوریدل کیږي

زما د هغه ملګري کیسه چي تللی دی بیا راغلی نه دی

د هغه نوم ، د هغه د نوم اخیستلو چندو اړتیا نسته

د لفظونو په سینو کې سلامت پرېږده

کنې باد بې له ایرو سره باد کړي

په زړونو کې ښخ پرېږده

هغه یو داسي زخم دی چي د شفا تر توان وتلی دی

عزیزانو ! یتیمانو ! زه ډېر پرېشان یم

چیري یې نوم د موږه هېر نسي

د نومونو د یادساتلو په دې ډوکلي کي

هغه چیري له موږه هېر نسي

زه زښت اندېښمن یم

د ژمي په باران هم یې په توپان کي

چیري زموږ د زړونو زخمونه بیده نسي

د هغه عمر !

هغه د یوې غوټۍ په څېر نازک و چې هیڅ یو باران یې لا په یاد نه وو

هغه کله هم د څوارلسم د سپوږمۍ په شپه د کومي محبوبا له دیوال سره جوخت

سندري زمزمه کړي نه وې ، تر دیوال یې لاسونه ور رسېدلي نه و

د هغه سترګي کله هم د تېرېدونکي خواهش په لټه سوي نه وې

کله یې هم کومه نجلۍ ښکلولې یا یې د ساعت تیري په خاطر له هغې سره د میني اظهار کړی نه و

په ژوند کې تش دوه ځلي یوه نجلۍ ولیدله یو سوړ اسویلی یې ورپسي وکړو لاکن تر شا یې هم ورپسي ونه کتل

هغه ډېر ماشوم وو هغه نجلۍ او هغه هیله د ده تر وس تېرکار، و

زموږ په هېواد کي د هغه کیسه اوریدل کیږي

هغه د تګ په مهال د خپلي مور سره د خدای په اماني هم ونکړه

ملګرو ته یې هم هیڅ نه و، ویلي ، کوم پیغام یې هم پرېښی نه و

د خپلي مور لپاره یې توري شپې نوري هم اوږدې کړې چي اوس

له آسمانه سره ،د هغه له شیانو سره ،د هغه د بالښته سره

د هغه له بکس سره لګیا وي خبري کوي او وایي :

اې تورو شپو ،اې رڼوستورو ،اې خدایه ،اې وریځو !

څه تاسو زما هغه الوتی مرغه لیدلی دی ؟

د هغه سترګي د دوو ستورو په څېر ځلېدلې

د هغه په لاسو کي دوې ګلدستې وې

د هغه سینه د ستورو او سپوږمیو بالښت وو

د هغه بیښتان د باد او ګلانو په څېر ځنګېدل

تا کوم داسي مسافر لیدلی دی چي تر اوسه د سفر وړ لا نه و

نه یې له ځانه سره خواړه اخستي و

څوک به یې په لوږه اندیښمن سي

د هغه سره به خوا خوږي اوس څوک اظهاروي ، هغه اجنبي دی ، لوی سړک دی

حادثې دي ، زما زویه ! زما زویه !

اې شپې، ستورو، لارو او وریځو ! ،،

دې مور ته ووایاست چي له موږ سره هیڅ ځو اب نسته

زخم تر اوښکو لوی دی تر افسوس او دوک هم لوی دی

ته حقیقت منلی نسې ولي چي ستا زوی مړ سوی دی موري !

خپلي اوښکي دي مه کاږه اوښکي هم ریښې لري

دا اوښکي دي د هر هغه ماښام لپاره وژغوره

چي کله سړکان له مړو وچاودل سي او ستا د زوی په څېر

مسافران لاره ونه لټوي ته دي خپلي اوښکي ا وچي کړه او

د هغه نازولو او مهاجرو د یادګار په توګه

یو څه اوښکي وژغوره چي تر دې وړاندي مړه دي

خپلي اوښکي مه څڅوه دا اوښکي وژغوره

شاید سبا د ده پلار د ده ورور د ده د ملګرو لپاره یې اړتیا پیدا سي

زموږ د سبا لپاره هم یو څه اوښکي وساته

زموږ په هیواد کي د هغه کیسه اوریدل کیږي

چي تللي دي هغه بیا کله را ستانه سوي نه دي

څه ډول یې ځان قرباني کړو

مرمۍ یې څه ډول په ځګر او څېره کي پیوست پاته وې

د دې سپیناوی مکوه مایې زخمونه لیدلي دي هم مې د زخمونو ژور تیا څارلې ده

لاکن زه د نورو ماشومانو په اړه فکر کوم او د هغو مېرمنو چي په غېږ کې ماشومان اخستي وي

درنو ملګرو ! دا مه پوښتۍ چي هغه به کله هم راستون سي

تش دا وپوښتۍ چي خلګ به کله د هغه په لټون پسي ځي ؟

او کله به روان سي ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب