جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبژبه او لیکدودپه پښتو ژبه کې مخففات يا لنډيزونه | عبدالنافع همت

په پښتو ژبه کې مخففات يا لنډيزونه | عبدالنافع همت

مخففات يا لنډيزونه د نوم او عبارت هغې لنډې بڼې ته وايي چې د ليکلو او ويلو د اسانۍ لپاره کارول کېږي. په نورو ژبو کې له پخوا څخه لنډيزونه دود ول، خو هغوی د خپلو ژبو لنډيزونه لومړی راغونډ کړي، بیا يې څېړلي او وروسته يې پرېکړه کړې چې کومه بڼه يې کره او د ليکلو لپاره مناسبه ده، خو په پښتو ژبه کې دې اړخ ته پام نه دی شوی. ما چې څومره څېړنه وکړه، نو د پښتو مخخفاتو يا لنډيزونو په اړه کتاب خو څه کوې چې يوه مقاله مې هم و نه موندله، يوازې مې د ځينو ژبپوهانو په کتابونو کې مخففاتو ته لنډې اشارې تر سترګو شوې، خو هغه هم داسې اشارې نه وې چې زما د څېړنو لپاره دي يوه معتبره سرچينه وبلل شي، آن دا چې موږ د مخفف لپاره خپل نوم هم نه لرو، په عربي ژبه کې يې مخفف بولي، خو ما چې دا موضوع وڅېړله، نو ټوله محتوا يې په مخفف کې نه شو رانغاړلای، ځکه چې ډېر اړخونه لري، آن دا چې يوه برخه يې په نحوه او بله برخه يې په مورفولوژۍ پوري اړه لري. 

په دې اړه مې له ځينو ژبپوهانو سره هم سلا مشورې وکړې، خو څرنګه چې په دې اړه هغوی هم کار نه و کړی، نو د پښتو ژبې مخففات يې د انګرېزي ژبې په کاڼي تلل او ګټورې مشورې يې را نه کړې، نو په پای کې مې پرېکړه وکړه چې ولسي بېلګې راغونډې او بیا يې تحليل کړم. په دې لړ کې رسمي مخففات خورا لږ دي، څه چي لرو ثابته مانا نه لري، بلکې د حکومتونو له بدلېدو سره يې مانا بدلېږي او یا بيخي مري، خو هغه مخففات چې په ولس پورې اړه لري، تر څو چې پښتو او لهجې ژوندۍ وي، نو دغه لنډيزونه به هم ژوندي وي، تر هغو چې معياري لهجوي قاموسونه او ګرامرونه و نه لرو، نو پښتو لنډيزونه به هم همداسې تيت او خپاره پاته وي. 

په پښتو ژبه کې د لنډيزونو لومړنی لاس ته راغلې بېلګه د خوشال بابا په خپل لاس ليکل شوی شعري دېوان دی چې په ۱۰۹۹ ه ق کال ليکل شوی او استاد حبيب الله رفيع په ۱۳۹۷ ه ش کال چاپ کړی دی. د دې دېوان په خطي نسخه کې خوشال بابا د (مصنِف) پر ځای د (مُص) لنډيز ليکلی او بيا يې تر هغه لاندې خپل لاسليک کړی دی. تر دې وروسته وينو چې د لنډيزونو لمن ورو ورو پراخېږي، خو په شفاهي برخه کي د لنډيزونو تاريخ ډېر اوږد دی چې موږ ته يې اټکل کول ګران کار دی. په دې بحث کې د لنډيزونو پر جوړښت، ډولونو او ډلبندۍ باندې په لنډ ډول خبرې کوو. 

د مخففاتو جوړښت:

مخففات د جوړښت له مخې پر دوه ډوله دي چې يو يې واړه لنډيزونه يا (Abbreviation) او بل يې لوی لنډيزونه يا (Acronym) دي. واړه لنډيزونه داسې جوړېږي چې د يوې کلمې د سر يو يا څو تورې را اخيستل کېږي، لکه په دې مثالونو کې: 

ټ: ټکسي

ش: شخصي

ل: لارۍ

ب: بس.

دا بحث په کلمه او د کلمې څېړل په مورفولوژۍ پورې اړه لري. په مورفولوژۍ کې کلمه داسې تعريف شوې ده: کلمه يو رواني واحد دی چې غالبا بېله ويل کېږي، بېله ليکل کېږي، لغوي مانا لري او تل خپلواک مفهوم لري. لوی لنډيزونه بيا هغه عبارت ته ويل کېږي چې له کلمو څخه جوړ شوی وي. په دې جوړښت کې د هرې کلمې د سر يو توری را اخيستل کېږي او يو عبارت ځنې جوړېږي، که عبارت روان ويل کېده د عبارت يا کلمې په بڼه ويل کېږي، لکه د نورمحمد تره کي د حکومت د وخت استخباراتي اداره چې (اګسا) نومېدله، اګسا ياني (د افغانستان د ګټو د ساتلو اداره)، خو که عبارت روان نه ويل کېده، نو هر توری يې جلا جلا ليکل کېږي لکه (م، م: ملګري ملتونه)، (د.ج.ا.ا: دولت جمهوري اسلامي افغانستان). په لويو لنډيزونو کې د اضافت يا ربط توري نه را اخیستل کېږي، بلکې يوازې اصلي کلمې غوره کېږي. 

لوی لنډيزونه معمولا عبارتونه او کله کله کلمه وي. عبارت هغو دوو يا تر دوو ډېرو خپلواکو کلمو ته ويل کېږي چې يو د بل تابع وي او د جملې غوندې بشپړ مفهوم و نه لري، نو د لنډيزونو په اړه ويلای شو چې يوه برخه يې لوی لنډيزونه دي چې عبارت څېړي او په نحوه پورې اړه لري او بله برخه يې کلمه څېړي چې په مورفولوژۍ پورې اړه لري. 

د لنډيزونو ډولونه

۱: نړيوال لنډيزونه

ځينې لنډيزونه په نړيواله کچه منل شوي وي، يوه مانا لري او ټول ملتونه ورباندې پوهېږي، لکه کيلوميتر، کيلوګرام، ثانيه، لېټر، او داسې نور. دا لنډيزونه اوس د علمي سمبولونو په بڼه په نړيواله کچه منل شوي او اکثره د لاتينو تورو په بڼه ليکل کېږي، لکه Km.Kg.L.H (Houre).Sec. . څرنګه چې پر دې لنډيزونو باندې په نړيواله کچه اجماع راغلې، نو له همدې امله يې قراردادي يا Contracted abbreviations)) لنډيزونه بولي.

په فزيک، کېميا او نورو علومو کې هم يو لړ لنډيزونه شته چې په نړيواله کچه منل شوي دي، لکه د مندليف جدول. څرنګه چې د مندليف جدول ډېر عام او ټول لوستي خلک ورسره بلد دي، نو دلته يې نه يادوم. د ټيکنالوژۍ په برخه کې هم ډېر لنډيزونه شته، لکه د انټرنيټي شبکو لپاره چې د (WWW) لنډيز کارول کېږي او جملې يې په دې ډول دي: (World Wide Web) ياني نړيواله پراخه شبکه. دغه ډول تر دريو ډبليو وروسته کله (com), (org) ليکل کېږي چې (com) د کمرشل يا تجارتي او (org) د ارګنايزېشن يا سازمان مانا ورکوي. د يو شمېر نړيوالو ادارو نومونه هم لنډيزونه لري، لکه (UN)، (WHO) لنډيزونه چې د ملګرو ملتونو او نړيوال روغتيايي سازمان مانا ښندي. 

۲: سيمه ييز لنډيزونه

ځينې لنډيزونه د سيمې د هېوادونو په کچه استعمالېږي او تر ډېره حده يوازې د سيمې د هېوادونو خلک ورباندې پوهېږي او ليکي يې، لکه د جنوبي اسيا هېوادونو د همکماريو سازمان (SAARC) او اروپايي اتحاديه يا (EU). 

۳: ملي لنډيزونه

دا ډول لنډيزونه د هېواد په کچه جوړېږي، يوازې د يوه هېواد، يوه دولت يا يوې ژبې ويونکې ورباندې پوهېږي. لکه اترا، (awcc)، (د.ج.ا.ا) او داسې نور. په ملي لنډيزونو کې د ځينو پروژو نومونه هم لنډيزونه لري، لکه ټاپي (TAPI) پروژه. د دې مخفف د جوړولو لپاره د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هندوستان هېوادونو له نومونو څخه د سر توری را اخيستل شوی او د (ټاپي) کلمه ځنې جوړه شوې ده.

۴: ديني لنډيونه

يو شمېر ديني لنډيزونه هم شته چې مستعار او اکثره يې له عربي ژبې څخه پښتو ته راغلي دي لکه دا يو څو بېلګې:

۱- ج: جل جلا له. دا د خدای پاک له نوم سره ليکل کېږي.

۲- ص: صلی الله عليه وسلم. دا مخفف يوازي د اسلام د ستر پيغمبر له نوم سره ليکل کېږي

۳- ع: عليه السلام. دا مخفف د ټولو پيغمبرانو له نومونو سره ليکل کېږي. د يادونې وړه ده چې اهل تشيع مسلمانان د حضرت علي او نورو امامانو له نومونو سره هم (ع) ليکي.

۴- رض: رضيه الله تعالی عن/ عنها. دا مخفف د نارينه او ښځينه صحابه کرامو له نومونو سره ليکل کېږي

۵- رح: رحمت الله عليه. دا مخفف د اولياوو کرامو له نومونو سره ليکل کېږي. 

په ديني برخه کې نور مخخفات يا لنډيزونه هم لرو، خو موږ دلته په همدې څو بېلګو اکتفا کوو.  

۵: رسمي او ليکني لنډيزونه

دا ډول لنډيزونه د ملي لنډيزونو يوه برخه ده چې په دولت يا د ټولنې په لوستو خلکو پورې اړه لري، د دې ډول لنډيزونو څو بېلګې په دې ډول دي: 

۱- و – ج: ولسي جرګه

۲- م – ج: مشرانو جرګه

۳- ه: هجري

۴- ق: قمري

۵- ه، ش: هجري شمسي

۶- ه، ق: هجري قمري

۷- م: ميلادي

۸- م، م: ملګري ملتونه

۹- ق، م: قبل الميلاد، لکه (د لرغوني روم يو بل نامتو ژبپوه تبيلي نومېده چې په (۶۹۳- ۵۷۱ ق م) کلونو کې يې ژوند کاوه). 

۱۰- د.ج.ا.ا: دولت جمهوري اسلامي افغانستان

۱۱- سازا: سازمان زنان افغانستان

۱۲- واګ: ودان افغانستان ګوند

۱۳- ج: جلد

۱۴- ص: صفحه

۱۵- وګ: وګورئ! دا لنډيز معمولا ليکوالان د کتابونو په حاشيه کې د ارجاعي ماخذونو لپاره راوړي، مثلا وګ: ياني وګورئ! خيرالبيان، ب مخ، د پوهاند مير حسين شاه په قلم لیکنه. د يادوني وړ ده چې رسمي او ليکني لنډيزونه د نيولوګيزم برخه ده چې ليکوالانو، دولتي چارواکو او ژبپوهانو جوړ کړي وي. له لنډيزونو څخه په قاموسونو کې هم ډېر کار اخیستل کېږي، مثلا د يوه لغت مخ ته ليکل کېږي، (عر: عربي)، (پا: پارسي) او داسې نور. 

۶: ولسي يا شفاهي لنډيزونه 

ولسي يا شفاهي لنډيزونه ولس جوړ کړي، ولس يې په شفاهي خبرو کي وايي، ولس يې ساتي او په لهجو کي خوندي شوي دي. دا ډول لنډيزونه لهجوي ځانګړتياوي بلل کېږي. څوک يې د سر توری پرې کوي، څوک د منځ او څوک يې بيا د پای توری کموي، لکه (زړه، ړه)، (بخښل، بښل)، (مه، مه کوه). په شفاهي لنډيزونه کې لوی او واړه لنډيزونه دواړه لرو چې څو بېلګې يې په دې ډول دي:

۱- نېخه: نه يم خبر 

۲- څخه: څه خبر يم 

۳- کې: د (که يې) لنډيز دی. عبدالرحيم هوتک وايي:

په نظر به هسي بد ورڅرګندېږي

(کې) کوزه د ملامت سي پر سر ماته.

په پښتو کې يوه کيسۍ هم لرو چې وايي:     

(کې) نه خورم وږی کېږم 

(کې) خورمه کافر کېږم

دلته  وينو چې (کې) د (که يې) لنډيز دی.

۴- نې خورم: نه يې خورم

۵- تم: ته هم

۶- زم: زه هم

۷- آخ: آه خدايه

۸- اوخ: اوف خدايه

۹- جله بات: جلال آباد

۱۰- ړه: زړه

۱۱- خدای که: په خدای قسم

۱۲- لمونځ: مونځ

۱۳- کښېنه: کېنه

۱۴- ماسپښين: ماپښين

۱۵- بخښنه: بښنه

۱۶- ښکنځل: کنځل 

۱۷- واله: واخله

۱۸- الم: اخلم

۱۹- اخم: اخلم 

۲۰- مه: مه کوه 

۲۱- تم: ته هم

۲۲- زم ځم: زه هم ځم

۲۳- مام وويل: ما هم وويل

۲۴- آغيني: هغه ويني

۲۵- دسي: داسې

۲۶- زموږ: زمونږ

۲۷- زنچي: زه چې وايم

۲۸- چۍ: څه شی؟

۲۹- خدای: خدای پوهېږي

۳۰- نې خورم: نه يې خورم. 

په دې اړه يو متل هم شته چې وايي: که نه شې تلای په شا به دي کړم، خو که (نې) خورې څه به دروکړم؟

۳۱- وام: وايم

۳۲- ماسکوېل: ما چې ويل

۳۳- وکه: وکړه

۳۴- وکئ: وکړئ

۳۵- ستسي: ستاسې

۳۶- خدای خه: خدای خبر دی

۳۷- ته وده: ته ودرېږه

۳۸- پرېده: پرېږده

۳۹- خدای څه وايي: خدای خبر چې څه وايي

۴۰- ګسکي: ګرسره کي، بيخي

۴۱- دراځي: درته راځي

۴۲- مال: ما ويل

۴۳- ماسکه: ما چې ويل

۴۴- دشکه: درڅخه

۴۵- راشکه: راڅخه

۴۶- تې: ته يې: دا لنډيز ښځمنې په يو ښځينه منظوم متل کې داسې وايي:

 مور او پلار مې وکړل ازارونه

و ما خوارې (تې) راکړل ايدادونه. 

۴۷- مَوَړه: مه وړه: دا د فعلي ترکيبونو الحاق دی چې له (مه) او (وړه) څخه جوړ شوی دی. کله چې خپلواک فعلونه سره یو ځای کېږي پوره الحاق يې بولي. 

۴۸- را: راکړه. د پټې خزانې لیکوال محمد هوتک په يوه غزل کې د (را) مخفف د رديف لپاره راوړي، د غزل څو بيتونه يې دا دي:

ساقي پاڅه د سرو ملو ډک يو جام را

ستا له غمه نا ارامه يم ارام را

نه نشاط سته، نه مستي سته، نه رندي سته

چي سم رند هغه اوبه علی الدوام را

په اوبو مې سوړ زړګی لږ څه را سوړ کړه

(محمد) ته د اور ډک يو هسي جام را. 

۴۹: لوی ناب: لوی نائب

۵۰: اَلخ، الله خدايه! دا مخفف معمولا د درد، غم او افسوس پر وخت ويل کېږي.

۷: شخصي لنډيزونه 

دا ډول لنډيزونه معمولا ليکوالان د ځان لپاره په خپلو کتابونو کې کاروي، مثلا خپل کتاب يو چا ته ډالۍ کوي، پر خپل کتاب يې سريزه ليکلې او بيا يې ورسره ليکلي وي چې: (ز، ه: زلمی هېوادمل)، (ح، ر: حبيب الله رفيع).

۸: اصلي لنډيزونه: 

هغه لنډيزونه چي ملتونو يا دولتونو خپله جوړ کړي وي، يا په بله اصطلاح رسمي او ولسي لنډيزونه وي، لکه (اګسا)، (اترا)، (د. ج. ا.ا) او داسې نور.  

۹: مستعار لنډيزونه: 

هغه لنډيزونه چې له يوې ژبې څخه بلې ژبې ته تللي وي، لکه پښتو ژبې ته چې د (ISI)، (KGB)، (CIA)، (داعش)، (القاعده او داسې نور لنډيزونه راغلي دي.

۱۰: ژوندي لنډيزونه: 

هغه لنډيزونه چې په يوه ژبه کې ژوندي وي او اوس يې هم خلک وايي، لکه د. ج. ا. ا. (اترا)، او داسې نور. 

۱۱: تاريخي لنډيزونه:

دا هغه لنډيزونه دي چې پخوانيو دولتونو او لوستو خلکو ويل او يا يې ليکل، خو اوس له استعمال څخه لوېدلي دي، د دې ډول لنډيزونو يو څو بېلګې دا دي: 

الف: د ملکي چارواکو د القابو لنډيزونه

۱- صدر اعظم: جناب عاليقدر جلالتمآب: ج، ج، ج

۲- وزيران: عاليقدر جلالتمآب: ع، ج

۳- مستقل رئيسان: جلالتمآب: ج

۴- مستوفيان او معينان: عاليقدر صداقتمآب: ع، ص

۵- نائب الحکومه ګان: والاشان جلالتمآب: و، ج

۶- اعلی حاکمان: عاليجاه عزت و صداقت همراه: ع، ع، ص

۷- لوی حاکمان: عاليجاه، عزتمند: ع، ع

۸- حاکمان: عاليجاه، اخلاصمند: ع، ا

۹- علاقه داران: اخلاص مند: ا 

۱۰- عمومي مديران: عاليقدر: ع

۱۱- مديران: صداقتمند: ص

۱۲- قاضي: فضيلت مآب: ف

ب: د نظامي افسرانو د القابو لنډيزونه

۱- نائب سالار: عاليشان عزت و شجاعت: ع، ع، ش

۲- فرقه مشر: عاليشان شجاعت: ع، ش

۳- لوا مشر: صداقت و شجاعت: ص، ش

۴- غُنډمشر: حميدمند: ح

۵- کنډک مشر: شجاعت مند: ش

۶- ټولۍ مشر: غيرتمند: غ

۷- بلوکمشر: بسالتمند: ب

ج: د افتخاري نښانونو لنډيزونه:

۱- لمر اعلی نښان: (۱،۱، نښان) 

۲- لمر عالي نښان: (ا، ع، نښان) 

۳- سردار اعلی: (س، ا، نښان) 

۴- سردار عالي: (س، ع، نښان)  

تر دې ځايه مو د لنډيزونو په اړه کوم کتاب او مقاله نه درلوده، خو اوس مو لږ تر لږه د لنډيزونو جوړښت، ډولونه او ډلبندي وپېژندله، د دې تر څنګ مو د رسمي او ولسي يا شفاهي لنډيزونو يو لاړ يا لیست هم لاس ته راغی، اوس محصلين او څېړونکي کولای شي چې پر دې موضوع نور کار وکړي، هر برخه يې جلا جلا وڅېړي، آن دا چې د هرې لهجې ويونکي محصلين د خپلې لهجې لنډيزونه راغونډولای شي، که يې وڅېړي کېدای شي د کلاسيک ادب په هغو لنډيزونو هم پوه شي چې تر دې مهاله څوک نه ورباندې پوهېدل. 

بل دا چې تر دې مهاله دا لنډيزونه يوازې تر لهجو پورې محدود ول، خو که يو ځل راغونډ شي او ليکوالان يې په خپلو ليکنو کې وکاروي، کېدای شي د نورو لهجو ويونکي هم ورباندې پوه شي او عام شي. بل دا چې اوس لا هم په کلاسيک ادب کې داسي لنډيزونه لرو چې عادي لوستونکي خو څه کوې چې ژبپوهان هم نه ورباندې پوهېږي او د التباس سبب شوي دي، خو که دا لنډيزونه وڅېړل شي، نو عادې ورته معلومېږي، په دې صورت کې نه يوازې دا چې د التباس او ګډوډۍ مخه نيول کېږي، بلکې د استعمال ساحه يې پراخېږي او له يوې لهجې څخه بلې لهجې ته لاره مومي. 

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    ورور ښکلی طنز لیکونکی او ادیب (ع. نافع همت )صاب ستړی مه شې! ډیره ښه پیلامه ده د پښتو لڼډیزونو لیکلو لپاره!.
    زه له دا ډیر وخته ،د لیکلو او یا یاد داشت نیولو لپاره فکر کوم چې د وخت او لیکلو اقتصاد لپاره له مخففاتو کار واخلم. حتی اولادونه وايي ( دادا جانه! ستا یادښتونه خو مونږ ټول نه شو لوستلی او پوهیدلی!!!.).
    مثال : په ټولو ژبو کښې د (او داسې نور) لپاره مخفف لري : لکه انګلیسي کې (…etc) ، ترکي کې ( vs. )؛ هالڼډي کښې ( enz. )، …
    نو ما هم ؛ (ادن.) = او داسې نور ؛ او دري کښې ؛ (و.غ.)=و غیره… شخصي ټاکلي!!. څنګه دي
    همدارنګه په طبي یا مډیکل لیټراتور کې خصوصن آناټومي (مورفولوژي ) کې ، ډبل حرفونه کارول سوي او کیږي بیلګې ېې
    شریانونه ( Aa = Arteriae)، وریدونه ( Vv. = Veins)؛ اعصاب ( Nn. = Nerven )؛ ريښې ( Rr.= Rami )؛ هدوکي (Ossa = Oss )؛ عضلات ( Mm. = Musculae ) …ادن.
    همت ساب ! که وخت لرئ زما په دې ۲ وړاندیزونو څرګندونه وکړئ. او هیله ده مخصوصن د پوهنتون نوي محصلان او زده کړیالانې ترې ګټه پورته کړلی شي. په درنښت.
    پخوانی ډاکټر حمیدالله زړور صاپی./ بلجیم/ ۲۷ سپټمبر۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب