سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهعمران خان: امریکا له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې باید بیړه...

عمران خان: امریکا له افغانستانه د ځواکونو په ایستلو کې باید بیړه ونه کړي

تاند(یکشنبه، د میزان ۶) په داسې حال کې چې امریکا تر راتلونکي پسرلي پورې له افغانستانه خپل ټول پوځیان باسي، د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي، امریکا باید د ځواکونو په ایستلو کې له بیړې کار وانخلي.

عمران خان واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په یوه لیکنه کې ویلي چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو ژر وتل یو ناعاقلانه عمل دی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې پاکستاني چارواکو په ځلونو ویلي چې د افغانستان مسله هغه مهال حل کېدای شي چې امریکايی پوځیان له افغانستانه ووځي.

عمران خان واشنګټن پوسټ ته په لېږلې لیکنه کې په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې، چې د سپټمبر په دوولسمه پیل شوې، د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره یوه بې سارې هیله بللې ده.

امریکا غواړي چې په یوه میاشت کې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر ۴ زره یا ۵ زرو ته راکم کړي. او له طالبانو سره د موافقې پر اساس تر راتلونکي پسرلي پورې ټول ځواکونه باسي.

عمران خان د افغانستان د سولې په خبرو کې د پاکستان د رول د ستاینې په ترڅ کې ویلي چې هیواد یې تل د سولې د پروسې لپاره د اسانتیا په رامنځته کولو کې مخکښ رول لوبولی دی.

ده همداراز لیکلي، د امریکا په شان پاکستان هم نه غواړي چې افغانستان بیا د تروریستانو پر ځالې بدل شي.

ده هیله څرګنده کړې چې د افغانستان حکومت هغه سیمې ونیسي چې تر کنټرول لاندې یې نه دي او تروریستان پرېنږدي چې په هیواد کې یې ځالې جوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب