شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد ملي امنیت ځواکونو ننګرهار کې د داعش ډلې د برید مخه...

د ملي امنیت ځواکونو ننګرهار کې د داعش ډلې د برید مخه ونیوله

تاند (یکشنبه د میزان ۶) د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو په ننګرهار کې دداعش ډلې د یوه پلان شوي برید مخه ونیوله.

د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې ویلي چې د داعش ډلې غړي نبي الله چې په ستانه مشهور دی له شپږو نورو وسله والو سره یو ځای په ننګرهار کې نیول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، دوی غوښتل په دغه ولایت کې د امنیتي ځواکونو، قومي مشرانو او مخورو یوې ګډې ناستې باندې برید وکړي چې د یو لړ هدفمندو عملیاتو په تر سره کولو سره ونیول شول.

د اعلامیې د معلوماتو له مخې په دې عملیاتو کې د داعش د ننګرهار ولایت د ښاري چاودنو مسؤل محمد رحیم مشهور په قاري قاسم هم نیول شوی دی.

په دې عملیاتو کې د ځانمرګو بریدونو څو واسکټونه، چاودیدونکي توکي، سپکې او درنې وسلې او ځيني نور مهمات هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب