یکشنبه, نوومبر 16, 2025
Homeخبرونهامریکا په عراق کې د خپل سفارت د تړلو ګواښ کړی

امریکا په عراق کې د خپل سفارت د تړلو ګواښ کړی

تاند (یکشنبه د میزان ۶) عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اکمالاتي کاروان د سړک غاړې ماین چاودنه کړې ده.

د رسنیو د راپورنو له مخې په دې پېښه کې امریکايي پوځیانو ته کوم زیان نه دی اوښتی، خو یو ټانک یې په مکمله توګه ویجاړ شوی دی.

راپورونه وايي په ټانک کې ټول بار تجهیزات له منځه تللي دي.

په عراق کې امنیتي سرچینو ویلي چې دا پېښه په ذیقار سیمه کې رامنځته شوې ده.

د راپورنو له مخې د روانې میاشتې له پیل څخه په عراق کې پر امریکایي اهدافو بریدونه یو ځل بیا ډېر شوي دي.

د راپورونو پر بنسټ په دې موده کې د امریکايي عسکرو شاوخوا ۳۰ ټانګونه د سړک غاړې په ماین چاودنو کې تخریب شوي دي.

امریکا ددې بریدونو پړه پر ایران اچولې ده او ویلي یې دي که دا بریدونه دوام پیداکړي نو په عراق کې به خپل سفارت وتړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...