جمعه, مې 3, 2024
Home+له "دوه سرونه او دوه فکرونه" یوه لنډه لیدنه

له “دوه سرونه او دوه فکرونه” یوه لنډه لیدنه

 م.فیصل ځلاند

 د دې ټولګې ټولې کیسې مې ولوستې. زه چې کله کومه کیسه ولولم، هڅه کوم چې په هر اړخ یې فکر وکړم خو ډېر وخت مې ځینې کیسې داسې ورسره واخلي چې دا هر څه رانه هیر کړي او فکر کوم چې یوازې په همدې، شېبو او صحنو کې پاته شم. لکه یو څوک چې شل دېرش کاله وروسته خپل زاړه کلي ته لاړ شي او د خپلو خاپوړو ځای وویني. په دې وخت کې سړی په دې فکر نه کوي چې کلی ولې زوړ شوی دی، د جومات چوتره ولې سپېره ده؟…. یوازې هیجاني وي او تیر ژوند ور یادیږي.
د دې ټولګې ځینو کیسو همداسې هېجان راباندې راووست.
د ښاغلي عبدالوکیل سوله مل په دې کیسو او نورو کیسو کې یو شی ډېر د پام وړ دي، هغه د ده د کیسه لیکلو ځانګړی طرز دی. د دوی ډېرې کیسې د نورو کیسه لیکوالو په څېر په ماضي کې نه پیښږي، البته په حال کې تېر مهال بیانوي او دا حال بیا داسې بیانیږي لکه یو څوک چې خپل خوب چاته وړاندې کوي او مخاطب داسې ور شریکوي چې ګواکي دی هم ورسره دی. د مثال په توګه د “مارشال” کیسې دا برخه: ”ځوانه مېرمن په ځیر او ارام نظر د خونې شا اوخوا ګوري، ارامه له خپل ځایه ولاړیږي او کړکۍ ته درېږي. له کوره د باندې په لوی سرک دوه موټر غېږ په غېږ ورغلي. ماتو ښيښو او وینو موټرو ته نیږدې سړک پوښلی وي. دا پېښې د جنرال د ماڼۍ ځوانې ملکې زړه نه خپه کوي. مېرمن په ارامتیا له کړکۍ ګوري او جنرال ته درېږي. هغه لا هم په داسې درانه خوب ویده دی، چې یوازې یې په اساطيرو کې لټولی شې او که له خوبه ويښ هم شي. نو سیکې به یې په حال زمانه کې په درد ونه خوري.”
دا صحنه که زموږ بل لیکوال بیانولی نو ممکن داسې به وه: “ځوانې مېرمنې په ځیر او ارامۍ د خونې شا او خوا کتله، ارامه له خپل ځایه ولاړه شوه….” خو دا د ښاغلي سوله مل کمال دی چې یو شی په ماضي کې د نکل په شان نه بیانوي، بلکې، په اوس کې یې راښیي. او د ” داسې شوي و” پر ځای “داسې روان دي” لیکي.
د “دوه سرونه، دوه فکرونه” کیسو یوه بله خوبي ښکلې تشبیه ده. تشبیه د اضافي خبرو مخه نیسي، او د لوستونکي د قناعت لپاره یې ښه وسیله بللی شو، خو که ډېره یا له حده واوړي نو د ګټې پر ځای تاوان پېښوي او کیسه له طبیعي حالته وباسي. مهمه دا ده چې له تشبیه باید تر ډېره د ضرورت پر مهال کار واخیستل شي. په دې کیسو کې زما په اند دا پورتنۍ خبره د اثبات وړ ده. یعني که تشبیه راغلې، د ضرورت په اساس ده.
په دې کیسو کې یو بل شی چې ځان ښکاروي، دا دي چې لیکوال یې څومره د تجربې او هنر خاوند دی. که فکر وشي په دې ټولګه کې تقریبا په ټولو راوړل شوو کیسو د لیکوال د پخو او ترخو تجربو اغېز پروت دی.
سوله مل صاحب د هیواد د اوږدې او روانې غمیزې تر ټولو ښه شاهد دی. ده هر څه په خپلو سترګو لیدلي او تجربه کړي دي او که فکر وکړو د ده د کیسو سیاسي اړخ ډېر واضح دی.
دی ممکن په سیاست تر ډېرو سیاستوالو ډېر پوه او برلاس وي، خو تر ټولو لویه او عالي ښېګڼه یې دا ده چې په هېڅ صورت یې ځان نه دی پکې دخیل کړی. د ده کیسو ته که راشو د ډېرو تش په نوم سیاستوالو او غدارانو څېرې پکې بربنډې شوي دي، ښایي د دې یو لامل دا وي چې افغاني ټولنې ته تر ظالم توپان او خونړۍ زلزلې هم همدا ډول ناولي سیاستوال مضر واقع شوي دي.
خپل بحث ډېر نه اوږدوم، که لنډ ووایم د “دوه سرونه، دوه فکرونه” کیسې په لوستلو او ډېر فکر کولو ارځي.
خپلې خبرې به په دې یادونې سرته ورسوم:
ځینې کسان نیوکه کوي چې عبدالوکیل سوله مل په خپلو کیسو کې فحش یا بد اخلاقي خپروي، د هغوی لپاره د ښاغلي عبیدالله محک نظر چې په همدې ټولګه یې لیکلی، را اخلم: د سوله مل په دې او نورو کیسو کې یوه خوا ډېره روښانه ده او هغه زموږ د پخوانو پخو سټو په خبره د ټولنې د بد اخلاقۍ خوا انځورونه ده. د دې اړخ انځورونه د پښتو داستان د لږو لیکوالو په داستاني پنځونو کې تر سترګو کیږي. زموږ د ټولنیز غرور له امله زموږ ډېری لیکوالو ته داسې ښکاري چې ګني د داسې خبرو لیکل ټولنې ته شرم ور اړووي. خو دا د شرمونې خبره نه ده بلکې د ټولنې د رښتوني انځورونې کار دی.
2023 کال
د سپټمبر شلمه
غزنی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب