جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهپښتونخوا ملي عوامي ګوند په کراچۍ کې د پښتنو د نیونو او...

پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کراچۍ کې د پښتنو د نیونو او ځورونو د پای ته رسیدو غوښتنه وکړه

تاند(پنجشنبه، د سنبلې ۳۰ مه) پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي چې په کراچۍ کې د افغان کډوالو په نوم د ټولو پښتنو د ځورولو او نیونو لړۍ دوام لري.

دغه ګوند په کراچۍ کې روانې نیونې د قانون سرغړونه بللې او هغه یې د پښتنو خلاف تبعیضي چلند بللی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په کراچۍ کې د پښتنو خلاف د پولیسو د تبیعضي اقداماتو د ژر تر ژره پای ته رسیدو غوښتنه کړې او ویلي چې د پاکستان اساسي قانون په ټول هیواد کې ټولو وګړو ته د کاروبار او ژوند کولو حق ورکړی دی.

د ګوند مشرانو د کراچۍ په مطبوعاتي کلب کې خبریالانو ته د خبرو په مهال د سند له ایالتي چارواکو وغوښتل چې له پښتنو سره د بدسلوکۍ مخه ونیسي.

د کراچۍ پولیسو ویلي چې په وروستیو ۱۲ ورځو کې یې د عملیاتو په ترڅ کې تر زرو ډېر غیرقانوني افغانان نیولي دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د حکومت سرکونسل عبدالجبار تخاري دوې ورځې پخوا وویل چې د ده د معلوماتو پر اساس په لسو ورځو کې تر ۸۰۰ ډېر افغانان نیول شوي چې د هغو په منځ کې شاوخوا ۸۰ ماشومان هم شامل دي.

په پاکستان کې د افغانانو ځورونې او نیونې وروسته له هغه ډېرې شوې چې د پاکستان سرپرست صدراعظم انوارالحق کاکړ وویل چې نور به په پاکستان کې غیرقانوني کډوال نه پرېښودل کېږي او خپلو هیوادونو ته به استول کېږي.

خو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي چې نه یوازې د قانوني اسنادو لرونکي افغان کډوال نیول کېږي بلکې د بلوچستان او خیبرپښتونخوا اوسیدونکي هم ځورول کېږي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرانو د کراچۍ د پولیسو له لوري د جنوبي پښتونخوا او خیبر پښتونخوا د نیول شویو وګړو د شمېر په اړه څه ونه ویل.

کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر ښار دی او په دغه ښار کې د نیول شویو کسانو د شمېر معلومول اسانه کار نه دی.

په همدې حال کې د ملګرذوملتو د کډوالو لویې کمیشنري په پاکستان کې د افغان کډوالو د ځورونو او نیونو د پای ته رسیدو غوښتنه کړې ده.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب