تاند/ یکشنبه د سنبلې – وږي لومړۍ/ افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې په تېره چنګاښ میاشت کې له راستنو شویو سره د ۱۷۰ میلیون ۹۵۹ زره ۹۱۸ افغانیو په ارزښت بشري مرستې شوې دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا مرستې د هېواد په ۲۵ ولایتونو کې له ۳۱ زره ۳۲۰ راستنو شویو او بېځایهشویو کورنیو ته بشري مرستې وېشل شوې دي.
سرچینې لیکلي چې دا مرستې د کډوالو چارو وزارت د دویمو واحدونو په همغږۍ او همکارو بنسټونو په همکارۍ په کابل، بامیانو، کاپیسا، لغمان، پکتیا، پکتیکا، لوګر، پنجشیر، دایکندي، ننګرهار، خوست، میدان وردګو، کندهار، هلمند، زابل، هرات، فراه، بادغیس، نیمروز، غور، بلخ، بغلان، جوزجان، کندز او تخار ولایتونو کې وېشل شوې دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د دومره شمېر پيسو په ارزښت دې مرستو کې خوراکي توکي، نغدې پيسې، خېمې، روغتیايي خدمتونه، سرپناوې، مدني سندونو اخیستل او کاري بوختیاوې شامل دي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له بېلابېلو هېوادونو څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدل زیات شوي دي.
هره ورځ زرګونه افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه په جبري ډول را شړل کېږي چې، دلته هم له سخت وضعیت سره مخ دي.