تاند (یکشنبه، د وږي/ سنبلې لومړۍ) الجزیرې شبکې د افغانستان د طالبانو د حکومت د تېرو پنځو کلونو د فعالیتونو په ارزونه کې ویلي چې طالبان بیا واک ته رسېدو وروسته په پنځو کلونو کې، سره له دې چې لا هم د نړیوالې ټولنې له خوا په په رسمیت نه دي پېژندل شوي، له بېلابېلو هېوادونو سره په امنیتي، سوداګریزو، انرژۍ او ترانسپورټي برخو کې اړیکې پراخې کړې دي.
روسیه د ۲۰۲۵ کال په جون کې لومړنی هېواد و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند. خو د الجزیرې په وینا، د نړۍ ډېری هېوادونه لا هم د طالبانو حکومت ته له بشپړ سیاسي رسمیت ورکولو څخه ډډه کوي.
پراخېدونکې ډیپلوماټیکې اړیکې
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي الجزیرې ته ویلي، کابل اوس مهال له څه باندې ۴۰ ډیپلوماټیکو استازولیو سره، چې سفارتونه او قونسلګرۍ پکې شاملې دي، اړیکې لري. نوموړي ویلي، په کابل کې له لسګونو بهرنیو استازولیو او سازمانونو سره هم تعامل روان دی.
چین د طالبانو له مهمو شریکانو څخه بلل شوی دی. دغه هېواد په کابل کې خپل سفارت فعال ساتلی او له طالبانو سره په امنیتي او اقتصادي برخو کې همکاري کوي. د دواړو لورو د همکاریو یوه مهمه برخه د کانونو سکتور دی، چې د لوګر د عینک مسو کان هم پکې شامل دی.
د ۲۰۲۴ کال په جنورۍ کې د چین ولسمشر شي جینپینګ په بېجینګ کې د طالبانو د سفیر باورلیک ومانه، خو چین تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
له پاکستان سره ترینګلې اړیکې
الجزیرې ویلي، له پاکستان سره اړیکې د طالبانو د بهرني سیاست تر ټولو پېچلې برخه جوړوي. پاکستان د اوږدې مودې لپاره د طالبانو له مهمو ملاتړو څخه ګڼل کېده، خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې خرابې شوې دي.
پاکستان ادعا کوي چې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) غړو ته پناه او ملاتړ ورکول کېږي؛ خو کابل دا ادعا ردوي.
په ورته وخت کې، طالبان هڅه کوي د ایران او منځنۍ اسیا له لارې د ترانزیت او سوداګرۍ په پراخولو سره پر پاکستاني بندرونو خپله تکیه کمه کړي.
ازبکستان هم له طالبانو سره خپلې اقتصادي اړیکې پراخوي او په ۲۰۲۶ کال کې یې له کابل سره د شاوخوا ۵۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز موافقې لاسلیک کړي دي.
د ازبکستان، افغانستان او پاکستان د نښلولو لپاره د یوې وړاندیز شوې رېللارې (ترانس افغان) پروژه هم مطرح شوې چې هدف یې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د عربي سمندر د بندرونو د لاسرسي زمینه برابرول دي.
ترکمنستان هم له افغانستان سره د ټاپي ګازو پایپلاین په پروژه کې همکاري کوي. دا نللیکه به د افغانستان له خاورې څخه شاوخوا ۷۳۵ کیلومتره تېره شي، خو د هند، پاکستان او افغانستان ترمنځ د اختلافاتو له امله د ټولې پروژې عملي چارې له ستونزو سره مخامخ دي.
د سیمې هېوادونه او امنیتي اندېښنې
د الجزیرې پر اساس، د داعش د فعالیتونو اندېښنه د روسیې او منځنۍ اسیا د هېوادونو لپاره له طالبانو سره د امنیتي همکاریو یو مهم لامل دی.
د امنیتي چارو کارپوه عبدالجلیل امیني ویلي، دغه هېوادونه باور لري چې طالبان د افغانستان د پولو د کنټرول وړتیا لري او په هېواد کې یې تر یوه بریده امنیت او ثبات ساتلی دی.
ایران او هند هم خپلې اړیکې پراخوي
ایران او هند هم په افغانستان کې خپلې ګټې په احتیاط سره تعقیبوي. ایران له کابل سره پراخې د انرژۍ او سوداګرۍ په برخو کې اړیکې لري او د چابهار بندر د افغانستان لپاره د بدیلې سوداګریزې لارې په توګه وړاندې کوي.
خو د هلمند سیند د اوبو پر سر د ایران او افغانستان اختلافات لا هم دوام لري.
هند هم هڅه کوي له کابل سره خپلې اړیکې بېرته پیاوړې کړي، څو د پاکستان او چین د نفوذ پر وړاندې یو ډول توازن رامنځته کړي.
په هند کې د افغانستان د پخواني حکومت سفیر فرید ماموندزي الجزیرې ته ویلي، طالبان د بهرني سیاست په برخه کې «پراګماتیکه تګلاره تعقیبوي او هڅه کوي له بېلابېلو سیمهییزو او نړیوالو قدرتونو سره متوازنې اړیکې وساتي.
د خلیج هېوادونه
قطر، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو هم په کابل کې خپل ډیپلوماټیک حضور ساتلی، خو د منځنۍ اسیا د هېوادونو پرتله د دوی تعامل محدود بلل شوی دی.
د کابل پوهنتون د نړیوالو اړیکو استاد احمد کریمي ویلي، د سعودي عربستان او اماراتو چلند د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پرتله اوس «محافظهکارانه» دی او تر ډېره یې یوازې د کابل له خوا استول شوي ډیپلوماتان منلي دي.
له لویدیځ سره امنیتي اړیکې
الجزیره وايي، لویدیځ هېوادونه لا هم له طالبانو سره تر ډېره د امنیت، ترهګرۍ ضد مبارزې، کډوالۍ او بشري مرستو په برخو کې اړیکې لري.
خو د ښځو حقوق، د طالبانو د حکومت تګلارې او د واکمنۍ څرنګوالی لا هم د دې حکومت د رسمیت پېژندنې پر وړاندې له مهمو خنډونو څخه دي.
د ستراتېژیکو اړیکو کارپوه نجیب الکوزی ویلي، د امریکا او کابل اړیکې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په بشپړه توګه نه دي درېدلي، خو تر ډېره په امنیتي او استخباراتي برخو کې محدودې پاتې دي.
اروپايي هېوادونه هم له کابل سره کاري اړیکې ساتي او د اروپايي ټولنې استازولي لا هم په کابل کې خپل فعالیتونه ترسره کوي.
د الجزیرې د دې ارزونې عمومي پایله دا ده چې طالبان، سره له دې چې لا هم له پراخ نړیوال سیاسي رسمیت څخه برخمن نه دي، په سیمهییزه کچه یې له روسیې، چین، ایران، هند، منځنۍ اسیا او خلیجي هېوادونو سره د اړیکو د پراخولو هڅې کړي او په تدریجي ډول یې خپل ډیپلوماټیک او اقتصادي حضور پیاوړی کړی دی.