Home+ازادي او خپلواکي [ سردار الکوزی

ازادي او خپلواکي [ سردار الکوزی

ازادي یو ښکلی او ستر نعمت دی. هر ژوندی او ساه اخیستونکی موجود ازاد ژوند خوښوي. د ازادۍ تر څنګ خپلواکي هم ډېره مهمه ده، ځکه که یو ملت خپلواک نه وي، نو بشپړه ازادي هم نه شي لرلای. د خپلواکۍ بنسټ ځواک او توان دی. موږ وینو چې هر هغه ژوندی موجود چې ځواکمن وي، په ټولنه کې درناوی او پیاوړتیا لري.

انسان، چې د اشرف المخلوقات په توګه پېژندل شوی، د ازاد ژوند کولو اړتیا تر بل هر موجود ډېره لري. له بده مرغه، لا هم د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېر انسانان د غلامۍ او ظلم تر سیوري لاندې ژوند کوي. غلامي بېلابېل ډولونه لري؛ استعمار چې له ظلم او ستم سره مل وي، اقتصادي غلامي چې د خلکو له خوړو، جامو او اقتصادي ژوند سره مستقیم تړاو لري، او فکري غلامي چې د انسان له فکر او ذهن سره تړلې ده. د غلامۍ نور ډولونه هم شته، خو دلته مې یوازې پر همدې څو ډولونو لنډه خبرې کړې دي.

موږ په ډېر ویاړ د ۲۸ اسد ورځ د خپل ګران هېواد افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په توګه لمانځو او خوشحالي کوو. د افغانستان خپلواکي د وخت پاچا، غازي امان الله خان، له انګرېزانو څخه ترلاسه کړه. خو له بده مرغه، دغه خپلواکي ډېر دوام ونه کړ. وروسته حبیب الله کلکاني د انګرېزانو په ملاتړ د امان الله خان پاچاهي نسکوره کړه او خپله یې واک ترلاسه کړ. د هغه وخت د پېښو په اړه به دلته ډېر بحث ونه کړم.

زما په اند، موږ تر اوسه بشپړه ازادي او خپلواکي نه ده ترلاسه کړې. که څه هم افغانستان نن یو خپلواک هېواد دی، خو په تېرو پنځوسو کلونو کې د سیمې او نړۍ د بېلابېلو قدرتونو، په ځانګړي ډول د انګرېزانو، سیاسي لاسوهنې زموږ پر هېواد اغېز کړی دی. زموږ په وروستیو جګړو کې هم بهرنیو هېوادونو مستقیم او غیرمستقیم رول درلود.

له بلې خوا، زموږ د تاریخي خاورې یوه لویه برخه د اوسني افغانستان له پولې بهر پاتې شوې ده. په پښتونخوا کې زموږ وروڼه له ګڼو ستونزو، بې‌ثباتۍ او تاوتریخوالي سره مخ دي او هره ورځ بې‌ګناه خلک د جګړو او ناامنۍ قرباني کېږي.

تر هغې چې موږ د خپل ولس د ستونزو لپاره سوله‌ییز، سیاسي او د ولس پر ارادې ولاړ حل پیدا نه کړو، د دواړو خواوو ولسونه به له ستونزو او ناخوالو سره مخ وي. تر ټولو ستره ستونزه دا ده چې فکري غلامي د هرې بلې غلامۍ په پرتله خطرناکه ده؛ ځکه فکري غلامي د انسان فکر، اراده او د خپل برخلیک د ټاکلو توان کمزوری کوي.

په پښتونخوا کې ډېر سیاسي او ولسي فعالان، شاعران او روڼ‌اندي شته چې ځانونه افغانان بولي او د خپل هویت، ژبې او کلتور د ساتنې لپاره مبارزه کوي. خو بهرني سیاسي نفوذونه او لاسوهنې لا هم د سیمې وضعیت پېچلی کوي.

زما په اند، د دې سیمې د ستونزو د حل لپاره باید د ولسونو ترمنځ یووالی، ورورولي، متقابل درناوی، پوهاوی او سوله‌ییزه مبارزه پیاوړې شي. که د لر او بر افغان ولسونه د خپلو ګډو ارزښتونو، ژبې، کلتور او تاریخي اړیکو پر بنسټ یو له بل سره همکاري او همغږي وکړي، نو کولی شي د خپلو راتلونکو نسلونو لپاره د سولې، پرمختګ او سوکالۍ زمینه برابره کړي.

ازادي یوازې د یوې ورځې لمانځل نه دي؛ ازادي هغه وخت ارزښت لري چې انسان خپل فکر، اراده، عزت او د خپل راتلونکي د ټاکلو حق ولري. نو زموږ اساسي دنده دا ده چې د خپل ولس ترمنځ پوهاوی، یووالی، علم او ورورولي پیاوړې کړو او د خپل راتلونکي لپاره په سوله‌ییزه او هوښیارانه توګه کار وکړو.

سردارولي الکوزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

محمد ګل نوري (دردونکې خاطره) زمــری محــقـــق

خدای بخښلی محمد ګل نوري د (ملی هنداری) د شهکار لیکنی لیکوال او شاعر چی په ژوندونی کی یې چا قدر نه کاوه او...