Homeخبرونهپه پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

په پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې نن (دوشنبه) به په پنځو ولایتونو کې د ماشومانو د پولیو واکسین نوی کمپاین پیل شي.

د ادارې په وینا، کمپاین به د ننګرهار په ټول ولایت، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو، د هرات په دوو او د فراه په دوو ولسوالیو کې ترسره شي.

دا کمپاین په داسې حال کې پیلېږي چې په اروزګان کې د پولیو د یوې نوې مثبتې پېښې راپور ورکړل شوی دی. د روغتیا نړیوال سازمان مخکې ویلي و چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو ۱۵ پېښې ثبت شوې دي.

روغتیايي ادارې وايي، پولیو یوه ساري ناروغي ده چې په ځانګړي ډول ماشومان له خطر سره مخامخوي او د دایمي فلج سبب کېدای شي. د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار واکسین دی.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خلکو تګ راتګ هم د پولیو ویروس د خپرېدو له مهمو عواملو څخه بلل کېږي؛ له همدې امله د دواړو هېوادونو په سرحدي سیمو کې ماشومانو ته د پولیو واکسین ورکولو ته ځانګړې پاملرنه کېږي.

له پولیو څخه د پاک افغانستان ادارې له کورنیو غوښتي چې په واکسیني کمپاینونو کې ګډون وکړي او خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...