جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+په دې ورځ ضیاالحق ووژل شو

په دې ورځ ضیاالحق ووژل شو

تاند- له نن څخه ۳۶ کاله پخوا ضیاالحق د ۱۹۸۸ د اګست په ۱۷ مه ووژل شو. دی د پنجاب ابالت بهاولپور ته تللی و او کله چې یې له دې ښاره الوتکه پورته شوه په نامعلوم دلیل ولوېده. ځینې وايي چې په الوتکه کې یې چاودنه شوې خو د ضیاالحق د الوتکې د لوېدو په اړه د پلټنو نتیجه سمه څرګنده نه ده.

ضیاالحق د مرګ په مهال ۶۴ کلن و. د ده له مړینې وروسته یو پښتون، غلام اسحاق خان د ۱۹۹۳ د جولای په ۱۸ مه د پاکستان واکمن شو.

ضیاالحق اصلاً هندی مهاجر و، د ۱۹۲۴ م کال د اګست په ۱۲ مه د هندي پنحاب په جلندر کې زېږېدلی. ضیاالحق په ۱۹۴۵ کې د بریتانیايي هند د دهرادون له سلطنتي پوځي اکاډیمي فارزغ شو او د دوهمې نړیوالې جګړې په وروستیو کې یې  په جنوبي اسیا کې د بریتانیا په پوځ کې خدمت وکړ.

د ۱۹۷۸۸ م کال د سپټمبر په ۱۶ مه محمد ضیا الحق، چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز و، د ذوالفقار علي بوټو پر حکومت کودتا وکړه، پوځي حکومت يې اعلان او ځان یې د هغه موقت حکومت مشر کړ چې تر مرګه یې له لاسه ورنه کړ.

ضیاالحق په ۱۹۷۶ م کال کې لوی درستیز وټاکل شو.

د ضیاالحق په اړه ویل کېږي چې بوټو په دې خاطر لوی درستیز وګوماره چې ورته داسې ساده سړی ښکارېده چې د دنیا له چارو سره ډېر لېوال نه دی او ډېر پام یې اخرت ته دی. خو هغه خبر نه و چې ضیاالحق نه یوازې چوکۍ ورڅخه اخلي بلکې اعداموي یې هم.

ضیاالحق نهايي هیپوکرات سیاستوال ګڼل کېږي. په دین یې تر اندازرې زیات تظاهر کاوه، پر له پسې یې ویل چې د مصطفي نظام غواړي خو عملاً یې په قوانینو کې یدلون نه راوست خو د جهادي ډلو د ملاتړ ترڅنګ یې اسلام ته تبلیغ زیات کاوه ځکه ده فکر کاوه چې د پاکستان د بقا راز په دې کې دی چې مذهبي احساسات پیاوړي شي. له بلې خوا له دې وسیلې څخه په استفادې هم په هندي کشمیر او هم افغانستان کې خپلو اوږدمهالو هدفونو ته رسېدای شی. ضیاالحق په خپله دې تګلاره کې ډير بریالی هم شو.

پر افغانستان د شوروي اتحاد یرغل د ضیا او پاکستان بخت بېداره کړ او له دې کبله پاکستان ته د لوېدیځوالو د پرېمانه مرستو بهیر پیل شو. د ده د هڅو نتیجه ده چې افغانستان تر ننه په پښو نه دی درېدلی او پاکستان د افغانستان له لوري هرراز خطر له منځه وړی دی. په هندي کشمیر کې هم د ضیاالحق د هڅو له کبله خونړۍ جګړې وشوې او بې شمېره هندي پوځیان ووژل شول.

ده د افغانستان د جهاد په نوم له لوېدیځو هیوادونو ډېرې مرستې ترلاسه کړې او د لوېدیځ په پرېمانه مالي مرستو یې د خپل هیواد اقتصاد او په ځانګړي ډول پوځ لا پیاوړی کړ.

5 COMMENTS

  1. په دی ورځ هغه ونه وژل شو بلکه مردار شو افغانستان چی دی حالت ته راورسید د هماغه مردارشوی یهود ضیا له لاسه وه چی

  2. له هماغی ورځې تراوسه دوزخ کی اړخ په اړخ اوړی هغه مرداری د انګریز دنسل سترګی یی اول وسوځیدی. دانګریزی پلار ماغزه یی دوهمه مرحله کی او د پنجابی مور ژبه یی دریم مرحله کی سوځیدلی داسی لړمانو منځ کی پروت دی چی د تراکتور په اندازه درانه دی

  3. د ده په مرګ اوس زښته ډیر خوشحاله یمه، دی. خو د هغه مهال په خپله ساده ګي بیا ډیر خپه شمه، چې کله دی مردار شو. زموږ د کور په دیواله یې عکس تر ډیره وخته پوري را ځوړند و. په داسې حال کې چې د خپلو وروڼو د قاتل عکس مې را ځړولی و. او کله نا کله به مې دا سندره هم زمزمه کوله.
    خدایه! دینا ولړزوي چې قیامت شینه
    د ضیاءالحق جنازه خاورو ته ورځینه.
    یوه مقوله دی او که حدیث شریف( کلُ مجلسً اثرً) د هرمجلس اثر وي. هغه مهال زموږ د کور مشرانو ضیا الحق او دا ټول جهادي مشران په ډیر درنښت یادول، خو کله چې په کابل کې کورنۍ جګړې پیل شوي، کابل وران ویجاړ شو. پلار مې هره ورځ رادیو اوریده. ورځ تربلي یې ورنه خوا بدیده. د همدې جګړو له لږ کراریدا وروسته یې د یوه ضرورت له مخې کابل ته سفر وکړ. دوه شپې یې هالته تیرې کړې وي چې بیرته راغی، ستړی هم و. همدا چې کوټي ته را دننه شوو، اول یې دضیاءالحق عکس څیرې کړ. بیا یې د دوو رهبرانو عکسونه چې د ده دعکس تر خوا ځړیدل را کښته کړ. یوه شیبه یې ورته کتل او بیا یې هغه هم څیرې کړل. وروسته یې وویل: دې ظالمانو خو په کابل کې سم محشر جوړ کړی و.
    ای زما ساده ځلمیتوبه، په څه ساده ګي مې له لاسه ووتي.

  4. د چټل او کثافاتو ډک فوج له همداسې هرمونو او حرامنمکو جرنیلانو نه جوړ سوی و او دی!!
    ده د بهټو سره څه وکړل چې همهغه جيي.اچ.کیو.ته رسولی و!
    بل دا چې غرب هم بد کول چې دسپیڅلو افغانانو د ډیموکراتیک پاڅون دځپلو لپاره ېې دا د چاینا او عربو سپي ته په بلینونو ډالرې او سلاح ورکولې ؛ اوس دې ورته ټینګ سي رقم رقم ټروریستان روزي!!!
    په فلسطین او بوسنیا-هرزګونیا کې ېې هم په لکاوو مسلمانان قتل کړي ول!!
    الله ج.دې د دوزخ تهت السقر ورته جای کړي او دکابل او پښتونخوا اورونو په بدل دې لاهورپنجاب او دیره دون ورته هورونه واخليي ؛
    لعنت الله ِ علی الظالمین.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب