Homeخبرونهاکسیوس: د ټرمپ ادارې د بارزاني له لارې له احمد وحیدي سره...

اکسیوس: د ټرمپ ادارې د بارزاني له لارې له احمد وحیدي سره اړیکه نیولې

تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې د ایران او امریکا د جګړې په ترڅ کې د ایران د سپاه پاسداران له قوماندان احمد وحیدي سره د اړیکې لپاره د عراق د کوردستان سیمې د ولسمشر نچیروان بارزاني له لارې یو پټ ارتباطي چاینل جوړ کړی و.

راپور وايي، امریکايي چارواکي هغه مهال اندېښمن شوي و چې ایا د ایران رسمي مذاکره کوونکي د سپاه پاسداران د مشرتابه د پرېکړو استازیتوب کوي او که نه. له همدې امله، د ټرمپ ادارې له بارزاني غوښتي چې له وحیدي سره اړیکه ونیسي او معلومه کړي چې د سپاه مشرتابه د مذاکراتو له وړاندیزونو سره موافق دی که نورې غوښتنې لري.

د راپور له مخې، بارزاني وروسته د وحیدي دریځ امریکايي لوري ته رسولی و. دا پټه اړیکه د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو او د خبرو له لارې د حل لپاره د واشنګټن د هڅو یوه برخه وه.

د کوردستان سیمې چارواکو هم د امریکا او ایران ترمنځ د پیغام رسونې په هڅو کې د بارزاني د رول لرلو موضوع تأیید کړې ده.

د اکسیوس د راپور له مخې، پاکستان او قطر لا هم د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو په لېږد – رالېږد کې رول لري، خو د سیمې د هغو سرچینو په وینا چې له موضوع خبر دي، تر اوسه دغو هڅو د پام وړ پرمختګ نه دی راوستی.

ځینې سرچینې باور لري چې پاکستاني چارواکي ښايي د مذاکراتو د وضعیت په اړه تر واقعیت ډېر خوشبینانه انځور وړاندې کوي، څو د دیپلوماتیک بهیر د پرمختګ تصور رامنځته او اوسنی ولاړ حالت مات شي.

اکسیوس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی چې د عراق د کوردستان سیمې مشر نچیروان بارزاني په دې وروستیو کې یو ځل بیا سپینې ماڼۍ ته پیغام استولی او د ایران او امریکا د خبرو د بیا پیلولو لپاره یې د مرستې چمتووالی ښودلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

په اوکراین کې د جګړې له امله میلیونونه کتابونه سوځېدلي

تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۲۰ مه) د اوکراین د ماشومانو د کتابونو د یوه لوی خپرندوی شرکت «رانُک» مشر ویکتور کروهلوف هغه...