تاند (دوشنبه، د زمري/ اسد ۲۶ مه) د ایټالیا پولیسو د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې د نامتو انځورګرانو پیر اګوست رنوآر، پل سزان او انري ماتیس په لاس کښل شوي درې انځورونه، چې د مارچ په میاشت کې د ایټالیا له یوه موزیم څخه غلا شوې وو، بېرته موندل شوي دي. د دغو اثارو ارزښت تر ۱۰.۴ میلیون ډالرو (۸.۹ میلیونه یورو) څخه ډېر اټکل شوی دی.
د پارما د پولیسو مشر اندریا پاګلیارو وویل، څېړنې د مولداویایي اتباعو پر یوې نهه کسیزې ډلې متمرکزې دي او پنځه کسان یې په مستقیم ډول د غلا په تور تورن دي.
د پولیسو په خپرو شوو ویډیوګانو کې ښکاري چې دوه غله، چې مخونه یې پټ کړي وو، او د شپې څراغونه یې لرل، د ویلا له کړکۍ ننوتل. هغوی درې انځورونه له یوې خونې څخه راواخیستل او له کړکۍ یې بهر له یوه همکار سره مرسته وکړه چې وتښتي. ټوله غلا له درې دقیقو په کم وخت کې شوې ده.
غلا شوي اثار دا وو:
د رنوآر «کب» — ارزښت یې شاوخوا ۳ میلیون یورو
د سزان «له ګیلاسونو سره بې روحه طبیعت» — شاوخوا ۶ میلیون یورو
د ماتیس «پر تراس اودالیسک» — شاوخوا ۲۰ زره یورو
پولیس وايي، درې واړه اثار د یوه شکمن کس په کور کې موندل شوي دي.
دا انځورونه د مانیاني-روکا بنسټ له ویلا څخه غلا شوې وو چې د ایټالیا پارما ښار ته نژدې موقعیت لري. په دغه بنسټ کې د ایټالیايي هنرپوه لوئیجي مانیاني د هنري اثارو ټولګه ساتل کېږي. په ټولګه کې د دورر، روبنس، وان دایک، ګویا او مونه اثار هم شامل دي.
دا غلا په داسې حال کې شوې چې په وروستیو میاشتو کې د اروپا له موزیمونو څخه د هنري اثارو د غلاوو پېښې زیاتې شوې دي.